د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزي نن په کابل کي د فساد پر ضد د لارو چارو لټولو کنفرانس ته په وينا کي وويل په افغانستان کي د فساد اصلي لاملين بهرني هيوادونه دي چي له ځينو دولتي چارواکو سره پر خپل سر تړونونه لاسليکوي، ښه ښه موټران او لوړ لوړ معاشونه ورکوي.
کرزي په دې غونډه کي له لويي څارنوالۍ څخه وغوښتل چي د کابل ښاروال عبدالاحد صاحبي دوسيه له سره وڅېړي او زياته يې کړه چي د کابل ښاروال پاک سړى دئ، دى يې پېژني.
خو د کرزي د حکومت منتقدين پوښتنه کوي، کرزى چي تل خپله اداره پاکه او مامورين ښه خلګ بولي، نو آخر فساد په چا کي دئ او اداره يې ولي ناکامه ده؟