یوې وزې چې لرله دوه بچیان
وه ګران ډېرپر وزې دغه بچیان
منډي تړلي ئي وهلې په چمن
کړ و خوراک دوي هم په داچمن
ویل مور یوه ورځ بچیانوته
ځم زه پام لرۍ وخپل شیانوته
وزه مور لاړه د څو ګړو لپاره
مهال ومونده لېوه د چم لپاره
وخوړه لېوه دواړه مرغومان
وزه چې راغله وې نه لیده بچیان
سوه چټکه وزه په اند د يولېوه
وزې ویل هرو مرودا کار دی د لېوه
وزې وویل لېوه ته!
چاخوړلي زما بچیان دي؟
څوک زما سره جګړې لره تیار دي؟
څوک لري سپر توره له ځانه ؟
څوک به جګړه وګټي له ما نه؟
لېوه وویل :
ما وړي خوړلي ستا بچیان دي!
جګړې زما ستا سره په زیان دي!
وتړه دي ملا راسه و ميدان ته!
کړو به ځان ښکاره ودې جهان ته!
وزه ولاړه اهنګر ته .
پښه کړه سم جوړ راته ښکرونه!
د لېوه سره به جنګ کړم په ښکرونه
پښ و ټنبل نېزه د دې پرښکر
ورځه وهه لېوه پر نس په دغه ښکر!
د لېوه او وزې جګړه!
راغلي وه کتوته سویان او ګیدړان
وزې او لېوه جوړ وکښه ګودړان
ګیدړو او سویانو لاسونه پړه کول
نارې او ولولې ئي د وزې خواته کول
ګيدړواو سویانو منډي تړلي ووهلې
د ګټل ګټلو چغي ئي وزې ته ووهلې
وزې وواهه په ښکر لېوه په نس کي
لېوه غوزار،بیائي هیڅ نوه په وس کي
وزې وګاټه میدان ولاړه بریالۍ
ورغومانې ورسره، خوشاله توریالۍ
محمد سرور وکيلي