د امريکا د وسله وال پوځ قومندان اميرالبحر مايک مولن په يوه ناڅاپي سفر کابل ته راغئ.
نوموړى دوهم لوړ پوړي پوځي چارواکى دئ چي د يوې اونۍ په جريان کي کابل ته راځي، تر مولن دمخه د امريکا د دفاع وزير رابرت ګېټس هم راغلى وو، چي له امله يې د افغان کابينې اعلان وځنډېدئ.
مايک مولن په داسي وخت کي افغانستان ته راځي چي امريکايي ولسمشر دغه هيواد ته د ٣٠٠٠٠ نوو عسکرو د لېږلو اعلان کړئ دئ.
مايک مولن په کابل کي د حامد کرزي او په جنوب او ختيځ کي د امريکايي قومندانانو سره وليدل.
د سياسي چارو شنونکي په دې باور دي چي امريکا په سيمه کي يوه نوې لوبه پيل کړې ده، او د تازه دمه عسکرو راتګ ته که څه هم افغان حکومت خوشحاله دئ، خو عام افغانان هيڅ راز خوشبيني نه ورته لري او بېرېږي چي د نورو امريکايانو په راتګ او د جنګونو په ډېرېدو به ولسي مرګ ژوبله ډېره سي.