کور / تازه خبرونه / ګارډين: د کجکي د برېښنا پروژه له ګواښ سره مخ ده

ګارډين: د کجکي د برېښنا پروژه له ګواښ سره مخ ده

د برتانيې د ګارډين ورځپاڼي خبر ورکړى چي د افغانستان جنوب ته له کجکي څخه د برېښنا پروژې بشپړېدل له ګواښ سره مخ دي.
د ورځپاڼي په وينا يونيم کاله دمخه چي ٦٠٠٠ برتانوي او امريکايي پوځيانو کجکي ته نوى توربين يووړئ اوس يې د نصبولو دپاره د سيمنټو او نورو خامو موادو انتقال له د طالبانو له ګواښ سره مخ دئ.
د کجکي د برېښنا پروژه له څه باندي اتو کلونو راهيسي د برتانويانو په وينا تر کار لاندي ده، او له يوه کال څخه يې بل کال ته کار په يوه او بله بهانه کار ځنډېږي، چي له امله يې د هلمند او کندهار خلګ د برېښنا څخه محروم دي، خو اوس ډېرى افغانان شکمن دي چي برتانويان اصلاً نه غواړي چي دغه پروژه عملي سي.