د برتانيې صدراعظم ګورډن براون او د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن په کندهار کي سره وليدل.
ټاکل سوې وه چي کرز ى او براون به هلمند ته ولاړ سي او هلته به له قومي مشرانو سره وګوري، خو ظاهراً د هوا د خرابوالي له امله دغه سفر فسخ سو. ګورډن براون د کندهار په هوايي ډګر کي خبريالانو ته وويل په راتلونکو مياشتو کي په سيمه کي پېښېدونکي حالات به د افغانستان دپاره ډېر مهم وي.
څېړونکي وايي د پورتنۍ څرګندوني څخه د نوموړي موخه د افغانستان جنوبي سيمي هلمند او کندهار ته د نويو امريکايي پوځيانو راتګ او د هغوى له خوا پيلېدونکو جنګونو او احتمالاً پراخو ملکي مرګ ژوبلو ته اشاره وه.