کور / شعر / غزل

غزل

راشه دبل چا دزړه سرخونه ئې
زړه دې راټول کړه سمندرخونه ئې

غم ته مې راوړې دمسکا لړونه
اوښکې مې ږدې پکې زرګرخونه ئې

سترګې دې نه لګوي چک په زړه مې
وایه جانانه مرورخو نه ئې

زه که زړه خورم خویم پردیس خوړلی
ته خومه ژاړه مسا فرخونه ئې

که هرڅوښکلی ئې لندنه نوڅه
زمونږد کلي مازدیګرخونه ئې

پریږده پیوندمې شي دزړه چاکونه
ولې رالویږې پکې لمرخونه ئې

څنګه بیړۍ درته دزړه وتړم
طوفاني حسنه څه لنګرخونه ئې

وې چې ( حسنه) ځنګه مخ درلوڅ کړم
څه دبنګړیوسوداګرخونه ئې