کور / تازه خبرونه / عراق: موټربم چاودنې دوه پوليس وژلي او ٢١ نور ټپيان دي.

عراق: موټربم چاودنې دوه پوليس وژلي او ٢١ نور ټپيان دي.

عراقي چارواکو نن يکشنبه وويل : يو موټر چې بمونه پکې ځاى په ځاى شوي وو، په موصل ولايت کې دعراقي پوليسو د جذب وجلب مرکز ته نږدې وچاودېده، چې له امله يې دوه پوليس ووژل شوي او ٢١ نور سخت ټپيان دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره سې شنبې هم په عراق کې ٥ خونړۍ چاودنې وشوې چې له امله يې ١٢٧ کسان مړه ، او ٤٥٠ نور ټپيان وو.