کور / تازه خبرونه / پاکستان: نيول سوي امريکايان افغان جهاد ته راغلي ول

پاکستان: نيول سوي امريکايان افغان جهاد ته راغلي ول

د پنجاب ايالت د عدليې وزير رانا ثناءالله وايي په پاکستان کي نيول سوي پنځه امريکايي ځوانان له يوه جهادي تنظيم سره د ارتباط پر اساس پاکستان ته راغلي وو او له دې ځايه افغانستان ته د جهاد دپاره تلل.
دغه پنځه ځوانان تېره اونۍ پاکستاني حکومت د سرګودها په سيمه کي نيولي دي.
رانا ثناءالله وايي دغه کسان سره له دې چي پاکستان ته په قانوني ډول راغلي خو د جهادي تنظيم سره چي نوم يې نه دئ اخيستل سوئ د تړاو پر اساس له دوى څخه تحقيقات روان دي او د پاکستان د اساسي قانون پر بنسټ به محاکمه سي.