کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې د افغانستان په اړه د ګلف نيوز يو څيړنيز مطلب خپور كړې، چې پكې د شتو ستونزو د هواري لپاره د لوى جرګې د رابللو او د وسلوالو د ملاتړ د پاى ته رسولو لپاره پرګاونډيو هيوادونو د فشار راوړلو غوښتنه شوې.
ورځپاڼې وړاندې د امريكايي څيړونكي پاتريك سيل په حواله ليكلي، چې د لويديځ روانه جګړه برې نلري او ددې پر ځاى، چې د جګړې اړخ القاعده واوسي، پښتانه په نښه كيږي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د اكسفام د موسيسې د يو مسؤل په حواله ليكلي، چې په افغانستان كې د بهرنيو له پوځي حضور نه ناوړه ګټه پورته كيږي او په هرو څلورو ورځو كې درې افغانان له بهرنيو ځواكونو سره د تړاو په تور وژلې كيږي.
په ورځپاڼه كې د پاكستاني پوځ د روانو پوځي عملياتو په اړه د امريكا د بهرنيو چارو د وزيرې څرګندونې هم راخستل شوي او ليكل شوي، چې پاكستانې پوځ د افغان طالبانو اډې نه په نښه كوي.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د بيارغونې روان بهير څيړلې او ليكلي، چې دا بهير اوس نوى سمون او خوځښت غواړي.
ورځپاڼې په لغمان كې د عامه خلكو د مرګ ژوبلې د وروستۍ پيښې د څيړلو لپاره د ولسمشر كرزي فرمان هم خپور كړې او ليكلي، چې ټاكل شوې پلاوۍ دنده لري،چې تر څلورو ورځو پورې خپل رپورټ وړاندې كړي.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د پانګه ونې روان حالت ته هم كتنه شوې او پدې ترڅ كې پانګه وال هڅول شوي، چې د خپل هيواد په اقتصادي پرمختګ كې برخه واخلي.

افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د ملګرو ملتونو د اوسني ځانګړي استازې د ماموريت بشپړيدو ته په اشارې ليكلي، چې په افغانستان كې د دغه سازمان د راتلونكي استازي د برياليتوب لپاره له افغان دولت سره همغږي خورا مهمه ده.
ورځپاڼې په يو جلا څيړنيز مطلب كې د افغانستان او جرمني ترمنځ د همكاريو په موضوع تبصره كړې او د دواړو هيوادونو ترمنځ شته اړيكې يى مهمې بللې دي.
ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې په افغانستان كې د بهرنيو اسعارو د راكړې وركړې بهير انځور كړې او پدې ترڅ كې يو سوالګر ښودلې،چې وايي د ډالرو پرته بل څه نه اخلي.

راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا پخپل لومړي مخ كې په ولسي جرګه كې نوى افغان كابينې ته د باور راى د وركولو لپاره روان بحثونه څيړلي او په غټو ټكو سره يى ليكلي، چې ولسي جرګه به د دوه ګوني تابعت وزيرانو ته د باور راى ورنكړي.
ورځپاڼې په يو بل سرليك كې د ټايمز ورځپاڼې د يو رپورټ په استناد په بهرنيو مرستو كې د فساد مسئلې ته اشاره كړې او پدې ترڅ كې د امريكا هغه فساد ته اشاره كړې، چې پكې په مليارډونو ډالره مرسته هړپ شوې.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د ترورزم په خلاف په روانه مبارزه كې د امريكا او پاكستان ترمنځ د نه همكارۍ په ستونزې تبصره كړې او د امريكا د بهرنيو چارو د وزيرې په حواله ليكلي، چې ددې وضعې اصلي علت د دواړو هيوادونو ترمنځ د باور نشتوالي دې.

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې د روانو حالاتو په اړه خبرونه او تبصرې خپرې كړيدي.
انيس هم پخپله سرمقاله كې د جنګ په مهال د عامه خلكو مرګ ژوبلې ته په اشارې ددې ستونزې د هواري لپاره د زيات دقت غوښتنه كړې.
خو اصلاح بيا په افغانستان كې د برښنايي شبكو د پراختيا په برخه كې د جرمني په مرستو تبصره كړې او هغه يى د ستاينې وړ بللې دي.

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې نن د خپل لومړي مخ زياتره مطالب د فساد پر ضد روانو هڅو او نوى افغان كابينې ته د راى وركولو لپاره د ولسي جرګې دريځ ته ځانګړې كړي.
ورځپاڼې په يو سرليك كې ليكلي، چې د كابل ښاروال مرستيال له حج نه له ستنيدو وروسته د فساد په جرم د كابل پوليسو لخوا نيول شوې او په يو بل سرليك كې دا خبر وركړې، چې د حج او اوقافو وزارت خزانه دار، چې څه موده وړاندې د اختلاص په جرم د لوى څارنوالۍ په امر د پوليسو لخوا نيول شوې خپل جرم منلې دې.
ورځپاڼې په يو جلا سرليك كې د ولسي جرګې د منشي په حواله ليكلي، چې ولسي جرګه به دا ځلې يوې متخصصې او ځواب وركوونكې كابينې ته د باور راى وركړي.