د هند د کرکيټ شورا وايي د دغه هيواد د منځنۍ کچي تيز بالرسري سانت د سرکوزي په زکام اخته سوئ دئ.
د شورا د خوا يوه خپره سوې خبرپاڼه وايي نوموړى يې د علاج دپاره په روغتون کي داخل کړئ، چي بيرته به صحتمند سي، خو د سريلانکا سره د شل آوريزه لوبو په پايلوبه کي به ګډون ونسي کړاى.