د
سلام فرهنګي ټولني خبر تيا
په دې ورستيو کي د يو شمير نړيوالو خبري رسنيو له خوا ورېدل کيږي چي د هېواد يو وطنپال شخصيت ښاغلۍ سلطاني د هغو تاريخي او لرغونو توکو لپاره چي په خپله شخصي پانګه يې پيروېدلي او را يوځای کړيدي ، د هرات ولايت په اختيار الدين کلا کي د موزيم په توګه ننداروته د وړاندي کولو تکل کړيدۍ . دا اړينه ده چي د ښاغلي سلطاني د هېواد پالني دا احساس او دهېواد د کلتور او فرهنګ سره دا لېوالتيا وستايو . دا هڅي په خپل وار د هېوادنۍ ميني ښه ثبوت او د خپل تاريخ او تيرو وياړونو سره د ميني غوره بيلګه ده ، چي په دې چارو او هڅو کي د ښاغلي سلطاني سره د هر کلتور پال هېوادوال ملاتړ ملګري دۍ .
خو ، د هرات د اختيارالدين په کلا کي د موزيم د جوړولو لپاره غوښتنه سربيره پردې چي يو شمير د انديښنو ډکي پوښتني منځ ته راوړي بلکي په بشپړه توګه د موزيم پوهني د ارونو خلاف کړه هم دي . په دې لنډه خبرتيا کي يوازي ددې ټکي يادول اړين بولو چي : په موزيم پوهنه کي د موزيمو د جوړېدلو او نندارو په اړه ځانګړي ارونه او پرنسيپونه شته چي کارول او پلي کول يې د موزيمونو د اړوندانولپاره ضروري او حتمي دي . د هغو ارونو او اصولو نه کارول او يا د هغو نه سر غړونه ، نه يوازي دا چي د موزيم ارزښت له منځه وړي بلکي د موزيمي چارو سپکاوۍ هم ګڼل کيږي . د بيلګي په توګه ، په موزيم پوهنه کي د موزيمونو وېش تر دوو لويو سر ليکونو لاندي پيژندل کيږي ، چي د ليږدېدونکي موزيمونو( موزيمهای منقول ) نه ليږدېدونکي موزيمونه ( موزيمهای غير منقول ) په نوم معمول دي .
د اختيار الدين تاريخي کلا په خپل ډول کي د نه ليږدېدونکي موزيم ( موزيم غير منقول ) يوه ډيره ښه بيلګه ده ، په دې تاريخي کلا کي بايد موزيم د هغو ارونو سره سم جوړ شي چي په موزيم پوهنه کي منل شوي اصول دي . د دې اصولو له مخي په غير منقول موزيم کي يوازي هغه اثار او توکي نندارو ته د ايښودلو جواز لري ، چي د همدې غير منقول موزيم څخه د سپړنو په ترځ کي تر لاسه شوي وي ، که چيري په نه ليږديدونکي موزيم کي د نورو سيمو څخه تر لاسه شوي لرغونو او تاريخي توکي نندارو ته کښيښودل شي ، دا په رښتني ډول د هغه غير منقول موزيم سپکاوۍ دۍ .
سلام فرهنګي ټولنه او اړوندا يې د موزيم پوهني او لرغونپوهني ارونو ته په پام د ښاغلي سلطاني څخه هيله کوي چي خپلي کلتوري چاري د يو شمير سياست وهلو کسانو د موخو بلهاري نه کړي او دخپل شخصي موزيم لپاره د هرات ولايت يوه بله داسي سيمه او ټاټوبۍ غوره کړي چي هم يې موزيم د پرانستلو او نندارو جوګه شي ، او هم په کلتوري چارو کي د سياسي ناندرو مخه ونيول شي . او له بلي خوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لوړ پوړو چارواکو څخه په کلکه غوښتنه کوو چي په تاريخي او لرغونوټاټوبو او ځايونو کي چي په حقيقت کي د هېواد غير منقول موزيمونه دي ، د خپل سرۍ هر ډول کړه وړه ودروي او په بشپړ مسوليت يې مخنوۍ وکړي .
په درنښت
د سلام فرهنګي ټولني د مشر تابه جرګه ګۍ په استازيتوب
پوهنوال رسول باوري
2008.01.18