ارزګان کی د ملکی خلکو په موتر چاودنی دوه تنه وژلی .
د ارزګان ولایت په مرکز ترین کوت کی د سه شنبه د ورځی د غرمخکی د ملکی خلکو په یوه عراده سراچه ډوله موټر د سرک د غاړی بمی چاودنه رامنځته شوه ، چی د چارواکو په وینا دچاودنی له امله دوه ملکی وګړی وژل شوی او دوه نور ټبیان شوی دی .
د ارزګان ولایت امنیه قومندان جنرال جمعه ګل همت وایی :د سرک دغاړی بمی چاودنه د ترینکوټ په سر خوم سیمه کی رامنځته شوی چی ټوله مرګ ژوبله ملکی خلکوته اوښتی ده .
د همت په وینا چاودیدونکی توکی معمولا د وسله والو مخالفینو له خوا د عامو لارو په اږدو کی ايښودل کیږی چی اکثره مرګ ژوبله یی ملکی خلکو ته اوړی .
قاری محمد یوسف احمدی د طالبانو ویاند په ترینکوټ کی د چاودنی مسوولیت په غاړه نه اخلی ، او وایی په ترینکوټ کی د ملکی خلکو په موټر دوی چاودنه نده کړی .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه