کور / راپور / په شمالي کليفورنيا کې د لوی اختر د نمانځنې لنډ راپور

په شمالي کليفورنيا کې د لوی اختر د نمانځنې لنډ راپور

د ٢٠٠٩ع کال د نومبر په ٢٩مه نېټه د کليفورنيا د ايالت د ستاکتن په ښار کې د لوی افغان د ټولنې په بلنه په لمړي ځل د لوی اختر نمانځنه د شانداره مراسمو په ترڅ کې چې لر او بر ګڼ شمېر افغانانو پکې ګډون درلود تر سره شوه٠
دا نمانځنه د الحاج انجنېر غلام فاروق کمين لخوا د پاک کلام د مباره کو اېتونو په تلاوت سره پېل ، او بېا د ستاکتن په ښار کې د روښان د ښوونځي زده کوونکو د ملي بېرغ په راوړلو او د ېوې حماسي ترانې په وړاندې کولو سره دا نمانځنه لا نوره هم ښکلې کړه٠
وروسته د نمانځنې چلوونکي او وياند ښاغلي محمد حامد الوتاند د ښاغلي الحاج عبدالرؤف وردګ څخه وغوښتل چې ګډونوالو ته دهرکلي او ښه راغلاست په ورکولو سره، خپله عالمانه وېنا واوروي، بيا د لرې پښتونخوا د ګډونوالو په استازيتوب ښاغلي محمد اعظم شاه خپله لنډه عالمانه وېنا ګډونوالو ته وړاندې کړه چې دا و يناوې د حاضرينو د تودو احساساتو سره بدره ګه شوې ٠
د نمانځنې دوهمه برخه د ستاکتن په ښار کې د روښان ښوونځي ته څانګړې شوې وه چې پکې افغان ماشومانو ته د مورنۍ ژبې (پښتو) زده کړي ورکول کېږي ٠پدې اړه د پېژندل شوي ليکوال او غښتلي شاعر ښاغلي انجنېر عبدالوکيل متين لخوا ګډونوالو ته بشپړ معلومات وړاندې شول٠همدا سې هغه زده کوونکو ته د فراغت پاڼې ورکړل شوې چې د دې ښوونځي څځه يې د پښتو ژبې د ليک لوست دريم ټولګۍ په برياليتوب سره پای ته رسولۍ دی٠
د ماښام د ډوډۍ او لمانځه د ادا کولو څخه وروسته د هېواد او په سېمۀ ايزه کچه پېژندل شوي ليکوال او شاعر ښاغلي عبالباري جهاني ته بلنه ورکړل شوه چې خپله عالمانه وينا او خپل ځېنې نوي اشعار ګډوونوالو ته واوروي ٠د ښاغلي عبدالباري جهاني د ويناو په پای کې د دوې د بېساري خدماتو او نه ستړيکېدوونکو هلو ،ځلو په درناوی او وياړ دوی ته د افغان ملت د وياړ او برم نښه پګړۍ(شمله) د ښاغلي انجنېر محمد امين محمود په مرسته،يو مننليک د لوی افغان د ټولنې لخوا ، او د ښاغلي انجنېر عبدالوکيل متين د اشعارو يوۀ ټولګه ډالۍ شوه ٠
همدا راز د دې نمانځنې ټولې برخې د هېواد نامتو سندرغاړي ښاغلي منګل په خپل خکلي غږ سره لا خوندورې کړې وې٠
د يادونې وړ ده چې په دې نمانځنه کې زمونږ د هېواد پېژندل شوؤ وګړو لکه ښاغلي پوهاند محمد حسن کاکړ ،د هېواد نامتو او معاصر ليکوال او شاعر ښاغلي عبدالباري جهاني ،ښاغلي داکتر فضل احمد عبدياني ښاغلي سېد نعيم مجروح ،ښاغلي حبيب هوتکي او د هېواد ډېرو نورو مخورو او نومورو وګړو ګډون درلود٠
محمد حامد الوتاند د ٢٠٠٩ ع کال د دسمبر د مياشتې ٣يمه
د دې نمانځنې ځېنې برخې په انځورونو کې :