ښاغلی کريسټاف د هغو محدودو امريکايي ليکوالانو څخه دی چي د افغان ولس سره خاصه مينه او علاقه لري، او هم د افغاني جامعې په جوړښت او روابطو ښه پوهېږي. که څه هم د يوه ليکوال له ټولو مفکورو سره توافق امکان نلري، خو د ځينو مهمو ټکو سره يې موافقه هم لويه خبره ده. همدا وجه ده چي زه د ښاغلي کريسټاف مقالې وخت په وخت ترجمه کوم. زما هدف دا دی چي محترمو لوستونکو ته وښيم چي ټول امريکايي ليکوالان او مبصرين ضد افغان او یا ضد پښتون ندي. ښاغلي نيکولاس کريسټاف د ډسمبر پر ۳ مه د نيویارک ټایمز په اخبار کي يوه مقاله ليکلې ده چي تاسو يې بشپړه ترجمه لولئ.
داسي تصور وکړﺉ چي تاسو يو افغان کليوال ياست او د افغانستان په جنوب کي ژوند کوﺉ.
تاسو ډېر کم سواد لرﺉ، خو د خپلي سيمي په تاریخ وياړئ چي مختلف اشغالګران يې په ټپه درولي دي، او په عين زمان کي د بهرنيانو په اړه سخت شکمن هم ياست. د نورو پښتنو غوندي ، تاسو هم په عمومي توګه طالبان نه خوښېږي ځکه اکثره يې سرټمبه افراطيان او پرته له جنګه په بل څه نه پوهېږي.
مګر تاسو د کافرو امريکايي عسکرو په باب لا زيات شکمن یاست. تاسو داسي کلي پېژنی چي امريکایانو پکښې مکتبونه، پلونه، او سړکان جوړ کړي دي، او هم يې د محلي مشرانو او دود او کلتور درناوی کړی دی. خو تاسو داسي کلي هم پېژنی چي د کفارو همدې عسکرو د کليوالو کورونو ته داخل سوي دي، کورنۍ يې شرمولي دي، ښځي يې تلاشي کړي دي، او يا يې پر ښاديو او ودونو باندي بمونه اورولي دي.
تاسو خپه او په قهر یاست ځکه ستاسو قوم، یعني پښتون، چی په تاریخي لحاظ په افغانستان کي اکثريت او حاکم قوم وو، اوس د امريکايانو په مرسته له قدرت او مقام څخه پسي اخيستل سوی دی، او نور رقيب اقوام پر مسلط کړای سوي دي. بر علاوه، د افغانستان حکومت پخپل تاریخ کي د اوسني حکومت غوندي فاسد او شډل حکومت نه لاره. طالبان به ښايي بې کفايت وي، خو لږ تر لږه هغوی متقي پښتانه مسلمانان دي، او تر يو حده پوري پاک او رشتين خلک دي.
تاسو تل پخپل هېواد کي د بهرنيو عسکرو د شتون په هکله اندېښمن ياست، خو په لمړيو کلونو کي چي په ګرده هېواد کي د امريکايي عسکرو شمېر فقط ۱۰۰۰۰ ته رسېده، حالات څه ښه ول. خو اوس، د جمهورریس اوباما د سې شبنې د شپې تر وينا را وروسته، ډېر ژر به يې شمېر ۱۰۰۰۰۰ ته ورسېږي. دا شمېر درې برابره تر هغه ډېر دی چي ښاغلي اوباما د جمهوري ریاست لوړه يادوله، او د ۲۰۰۳ په تناسب ۱۰ برابره زيات دی.
اوف. تاسو اوس هم د طالبانو په ارتباط مشکوک او بدګومانه ياست، خو ښايي هغوی د دغه کفارو په باب چي ستاسو ملک يې اشغال کړی دي څه رشتيا وايي. ښايي تاسو خپله بزه یا پسه خپل هغه قومي ته د ملاتړ په توګه ورکړﺉ چي د محلي طالبانو سره يو ځای سوي دی.
همدا وجه ده چي زياتره خلک چي په افغاني کليو او فعاليت کي کار کوي، د ښاغلي اوباما د اضافه عسکرو استولو فصيلې ته په شک او ډار ګوري. کله چي جمهورريس جانسن ته د جمهوري رياست مقام په میراث ورسېد، هغه په ويتنام کي د امريکايي عسکرو شمېر دوه برابره کړ، او کله چي ګوربچوف ته د افغانستان جنګ په ميراث ورسېد، هغه هم افغانستان ته تازه دمه اضافه عسکر ولېږل. دواړو جمهورريسانوته باتلاق او بدمرغي په میراث رسېدلې وه — او دواړو همدا ميراثي جنګونه لا خراب او قيمتي کړل.
لکه په ويتنام کي امريکایانو، او لکه په افغانستان کي شورويانو، نن سبا موږ هم د نشنلزم زور ، کشش، او اپیل ته په سپکه سترګه ګورو. داسي ښکاري چي ښاغلی اوباما د اضافه عسکرو د استولو لپاره دونه تلوسه او شوق لاره چي د افغانستان بې کفایته حکومت چي موږ يې ساتو د هغه په شان تلوسه او شوق ورته نلري.
جنرال مک کريسټل پخپل رپوټ کي خبرداری ورکړی وو چي «اضافه منابع اصلي» ستونزه نده. هغه ويلي وو چي د نوي ستراتيژۍ ټينګار بايد د افغانانو د زړونو او فکرونو پر ګټلو باندي وي: هغه ليکلي وو، «زموږ ستراتيژي بايد د زياتي اراضي پر نيولو او د یاغيانو پر سټولو باندي متمرکزه نه وي، بلکي زموږ اهداف بايد د خلکو زوړونه او فکرونه ګټل وي.»
اوس پوښتنه دا ده چي ولي د افغانانو سره بېغ په نېغه سلا مشورې و نه سوې؟
ښاغلی ګريګ مورټینسن چي د پاکستان او افغانستان په ليرو پرتو سيمو کي مکتبونه جوړ وي، وايي، « زما لپاره څه چي ډېره د اندېښنې وړ خبره ده هغه داچی د افغاني جرګو او قومي مشرانو سره اصلا هيڅ سلا مشوره نده سوې.» د ښاغلي ګريګ مورټینسن عالي خدمتونه « د چايو درې پيالې» په نامه کتاب کي بيان سوي دي، او د هغه نوی کتاب «له کاڼو څخه تر مکتبونو پوري» نومېږي. هغه وايي، « د افغانستان په باب ټول تصميمونه د کانګرس د غړو او جنرالانود بحثونو نتیجې دي ، او د هغوی د فکرونو او مفکورو په اساس فيصله هم وسوه، او هيچا د افغاني مشرانو سره سلا مشوره ونه کړه. د يوه قومي مشر پيغام دا دی: موږ وسلو او جنګي طاقت ته اړتيا نلرو، بلکي موږ فکري طاقت ته اړتيا لرو. هغوی مکتبونه غواړي، روغتونونه غواړي، هغوي يوازي نور اضافه عسکر نه غواړي.»
یو بل پروګرام چي زيات برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي او د طالبانو سوکه سوکه بېخ باسي د (ملي يووالي پروګرام) نومېږي. دا پروګرام د کليوالو سره په سلامشورو مکتبونه، کلينکونه، د اوبو لګولو پروژې، او پلونه جوړوي. دا په ټول افغانستان کي تر ټولو کاميابه او پاک پروګرام بلل سوی دی.
د بين المللي ژغورني کمېټې مشر ښاغلی جورج رپ وايي، « دا يو عالي پروګرام دی. مګر چندان پيسې نه ورکول کېږي. دا پروګرام ډېر ارزانه هم دی. په افغانستان کي د يوه امريکايي عسکر په یوه کلن لګښت تاسو کولای سی چي د (ملي یووالي پروګرام ) پروسه په ۲۰ کليو کي په لاره واچوﺉ.»
همدا شان پروژې – د نجو د مکتبونو په شمول— حتی د طالبانو په سيمه کي هم ممکني دي. يوه مرستندويه ډله وايي طالبانو اجازه ورکړه چي د نجونو مکتب جوړ کړي، خو پدې شرط چي ښځي معلماني به لري او هم به په کتابونو کي د جمهورریس حامد کرزي عکس نه وي. بلخوا، طالبان عموما د هغو پروژو سره مخالفت نه کوي چي غښتلی محلي او ولسي ملاتړ لري. ( همدا وجه ده چي هغوی تر اوسه پوري د ښاغلي ګريګ مورټينسن یو مکتب هم ندی سوځولی.)
په افغانستان کي د امريکا د بل کال پوځي لګښت به په ګرده نړۍ کي د بل هر هېواد د رسمي نظامي بودجې څخه جګوي.
عموما، تعليم او تربیه د ټولنو په باثباته کولو کي تر بل هر عامل غښتلی او ټاکونکی رول لری. تعليم او تربيه معجرې نه جوړوي، خو د ماشومانو زېږېدو رېټ او شمېر را کموي، د ژوندانه سطح جګوي، کورني او مدني شخړي راکموي، او ټروریزم کمزوری کوي. همدا وجه وه چي ښاغلی اوباما د خپل کمپېن پر مهال د تعليم او تربيې د نړیوال وجهي صندوق لپاره د دوو بيلونو ډالرو وړانديز وکړ — داسي ښکاري چي هغه خپله دغه ژمنه بېخي هېره کړېده.
زړه مي راته وايي چي ښاغلی اوباما په افغانستان کی بری غواړي، خو که چيري د ۳۰۰۰۰ اضافه عسکرو پر ځای ۳۰۰۰۰ مکتبونه جوړ کړي، دی به خپل هدف ته ډېر ور نژدې سوی وي. خو په عوض کی هغه داسي لاره غوره کړې ده چي باالاخره به د هغه د جمهوري رياست لپاره د «آب حيات» لټون سي.