کور / راپور / د ويښ ليكوال ادبي ټولنې مياشتنۍ غونډه جوړه سوه

د ويښ ليكوال ادبي ټولنې مياشتنۍ غونډه جوړه سوه

نن د زيږدي كال ۲۰۰۹ د دسمبر په ۳مه نېټه ماښام ورسته له لمانځه د ويښ ليكوال په دوتر كښې د ويښ ليكوال ادبي ټولنې مياشتنۍ غونډه وسوه په دې كښې سربازپښتون، داود بخت مندوخېل، محمد يار زيار كښ، ببرك پښتونيار، محمد اخلاص خاصك، امير محمد مرستيال، رحمت زلمي او نورو غړو ګډون وكړـ په دې غونډه كښې لومړى سربازپښتون د تېرې غوڼدې دكار راپور وړاندي كړ او وه يې ويل چي په تېره غونډه كښې دا پرېكړه سوې وه چي د ويښ ليكول ادبي ټولنې غړي به ځانګړو Private ښونځيو ته ځي او هغه به وه دې ته چمتوكوي چي هغه په خپلو دې ځانګړو ښونځيو كښې پښتو د يو مضمون په توګه پيل كړې ـ ولي له بده مرغه موږ دلته په سوهيلي پښتونخوا كښې په كستي كار د پرديو ژبو تر اغيزې لاندي راوستل سوي يو او له خپلې مورنۍ ژبې څخه لرې ساتل سوي يواو موږ نسو كولاى چي په خپله مورنۍ ژبه كښې زده كړې وكړو ـ نو د تېرې غونډې له دې پرېكړو سره سم موږ ځانګړو Privateدوو ښونځيو ډان ګرايمر سكول او حره پبلك سكول ته ولاړو او هغه مو ودې ته چمتو كړل چي هغه به په راروان كال كښې پښتو په خپلو ښونځيو كښې د يو مضمون په توګه پيل كوي ـ ملګرو د ويښ ليوال دا كارد پښتو د ودې په لړ كښې يو زښته ارزښمن كار وباله اوددې ستاينه يې وكړه ـ په دې ننۍ غونډه كښې پردوو ايجنډو باندي ، چي يوه يې د ټولنې د فعاليت او د عملي ګامود اخيستلو وه او دوومه د پښتو د لاپرمختګ په لړ كښې و پاتو نورو ځانګړو ښونځيو ته تلل وو ـ د لومړۍ ايجنډې په هكله ملګرو پرېګړه وكړه چي زموږ د ټولنې دواړې غونډې چي يوه پر هر ۳مه نېټه باندي كيږي او بله پر اولسمه ۱۷مه نېټه باندي چي د كره كتنې غونډه له دې وروسته به هم پردې لوړوټاكلو ڼېټو باندي د ماځيګر پر څلورو بجوباندي كيږي ولي چي زموږ د ټولنې ځينې غړي نسي كولاى چي د ماښام له لمانځه وروسته دي په دې غونډو كښې ګډون وكړي ـ د دوومې ايجنډې په هكله ملګرو پريكړه وكړه چي وښونځيو ته د تګ دا كار به هم داسي جاري وساتي او په راتلونكو دوو ورځو كښې به د ټولنې غړي نورو ښونځيو ته ورځې او هغه به ودې ته چمتو كوي چي په خپلو ښونځيو كښې دي پښتو مضمون ښوول پيل كړي ـ او دا پرېكړه هم وسوه چي د ښونځيو تر بندېدو وړاندي به د ټولنې له اړخه ددې ځانګړو او نورو دولتي ښوونكو/اُستاذانو لپاره يوه غونډه جوړيږي او په دې كښې به ډ ځانګړو او دولتي ښونځيو و ښوونكوته او د نورو ادبي ټولنو وغړوته د ګډون بلنه وركول كيږي ـ هم داسي دويښ ليكوال دامياشتنۍ غونډه د ماخوستن په اتنيمو بجوو پاى ته ورسېده ـ