ویل کیږي د تیرکال په پرتله سږ کال په هېواد کې د پرله پسې اورښتونو له برکته د غنمو کروندې ډېرې او ورسره د غنمو حاصلات هم زیات وو، او ګمان کیږي چې په هېواد کې به په زیاته کچه د غلې اړتياوې پوره وي، د کرنې وزارت هم هيله ښودلې چې سږ کال به په کور دننه د غلې دانې حاصلات پریمانه وي او د اړو وګړو لومړنۍ اړتياوې به تر ډېره حده پوره کړي .
د کرنې وزارت هم په هیواد کې د غلو د زیاتوالي او د نرخونو د کموالي خبره مني او زیاتوي چې د غنمو حاصلات د تیر کال په پرتله دوبرابره شویدي .
د دې وزارت د چارواکو په وینا که د واورو او بارانونو لړۍ همداسې روانه وي، یو خوابه له افغانستانه د وچکالۍ لمن ټوله، او له بل لوري به هیواد په راتلونکو دوه درې کلونو کې د غلې د کمبود له پلوه په خپلو پښو ولاړ هیواد وي او له ګاونډیو هیوادونو به د غنمو او اوړو واردولو ته اړتیا نلري.
د یو شمیر راپورونو پر بنسټ فرانسې د افغانستان له مالیې وزارت سره د شاوخوا څلویښت میلیونه ډالرو مرستې تړون لاسلیک کړی چې د کرنې په برخه کې به ولګول شي همدا راز هند هم له افغانستان سره ۲۵۰ زره ټنه غنمو مرسته کړي دي چې ډېر ژربه د چابهار بندر له لارې هېواد ته راولېږدول شي، دغه راز د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو نړيوالو هېوادونو له کرنې وزارت او کروندګرو سره مرستې کړې دي .
بل پلو د کرنې وزارت د نوې استراتیژۍ د پلي کیدو تر څنګ د اصلاح شويو تخمونو توليد ته زور ورکړی، چې ډېر شي او پر کروندګرو يې ووېشي، چې دغه کار ښایي په راتلونکې کې د کرنې سکتور ته لا وده او پیاوړتیا ورکړي .
پورتنیو یادو شویو چارو هیوادوال هیله من کړی چې په کور دننه به په ارزانه بیه غلې دانې او د اړتیا وړ لومړني توکي رانیسي او خپلې اړتیاوې به پرې پوره کوي.
نړيوالې مرستې او ورسره د سږني کال حاصلات به د اوړو او نورو خوراکي توکو بيې راټيټې او په ترڅ کې به يې بېوزلي هېوادوال هم وکولای شي چې لږ تر لږه د خوراکي موادو پيرلو ته وس پيداکړي، خو په همداسې هيله من مهال کې ګڼ کروندګر چې غنم يې کرلي اندېښنې څرګندوي چې د دوی له کروندو په لاس ورغلي غنم به تاوان ورته وکړي، او په نيمه بيه به وپيرل شي .
د لوګر ولایت یو تن بزګر هم د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي خبره کوي او وایي سږکال یې د واورو او بارانونو د پرله پسې اورښت له برکته د غنمو حاصلات ښه ،او سږنی کال ډیر برکتي و.
شاه ولي چې بیل په لاس او د اوبو لګولو ته روان و وویل : ” د غنمو په زیاتوالي سره ښایی د غنمو بیې را ټیټې شي خوپه خواشینۍ سره باید ووایم چې د نورو توکو او کیمیاوي سرې بیې لا په خپل ځای لوړې پاتې دي.”
دی وایي که دولت یې محصولاتو ته بازار پیدا نکړي او هیواد ته د بیلابیلو هیوادونو نه د اوړو د راوړو مخه وانه نیول شي غنم به یې په تاوان وپلورل شي. دعبدالشکور په نوم یو بل بزګر هم سږکال د خپلو حاصلاتو نه خوښ ښکاري او وایی چې سږکال یې د غنموحاصلات د نورو کلونو په پرتله ښه وو، چې لامل یې د اوبوزیاتوالی او د اصلاح شویو تخمونو کرل په ګوته کوي،خو وایي چې بیه یې د تیر کال په پرتله را ټیټه شویده .
شکور زیاتوي: ” په پرله پسې توګه د یوډول تخمونو کرل ښه پایله نلري” او سږکال یې د کوپراتیف نه اصلاح شوی تخم تر لاسه کړی ووچې ښه نتیجه یې ورکړیده.
د لوګر ولایت د کرنې مالدارۍ او اوبو لګولو د ریاست مشر انجینر سید محمد عیسی موسوي هم سږکال د غنمو په حاصلاتو کې د زیاتوالي خبره مني او وایی چې لامل یې د زیاتو واورو او بارانونو اورښت اوبزګرو ته د اصلاح شویو تخمونو ویشل دي .
موسوي وایی تیر کال د مني په موسم کې یې بزګرو ته ۶۰۰ ټنه اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې د ۲۹ کوپراتیفونو له لارې ویشلي او د (کوار) په نوم یوې خیریه موسسې هم په دغه ولایت کې څه باندې اته سوه ټنه اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سرې ویشلي دي .
نوموړی زیاتوي د کرنې د وزارت په مټ یې د سږکال په پسرلي کې ۳۰۰ ټنه للمي او بهاري غنمو تخمونه هم ویشلي چې دغه ټول د حاصلاتو د زیاتوالي لامل شوي .
موسوي وایي : “د روان کال په مني کې هم د ولایتي بیا رغاونې ټیم ورسره ژمنه کړې چې ۵۰ ټنه اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سرې به په بزګرو وویشي” د ده په وینا د کرنې وزارت هم د اصلاح شویو تخمونو ژمنه کړې،خو لایې د دوئ په واک کې ندي ورکړي .
د غنمو پرېماني له يوې خوا د ولس هيله ده او له بلې خوا هېواد په کور د ننه غني کوي او په دې توګه اړتيا نه پېښېږي، چې سوداګر له بهره غلې راوړي خوله بلې خوا د آزاد بازار په نامه خپلسري بازار دغه هيلې په نه هيليو بدلوي، په دې معنا چې چارواکي په لوی لاس د هغو خوراکي او سواداګريزو مالونو مخه نه نيسي چې په کور دننه پيدا کېږي .
همدا اوس هم که هر څومره په کور دننه غنم او نور خوراکي مواد توليدېږي نو له بده مرغه له اړتيا پرته په خپل سر له بهره غنم، اوړه او نور خوراکي هغه توکي چې ورته اړتيانه وي رالېږدول کېږي
که څه هم لا په هېواد کې کورني توليدات او کرل شوې غلې دانې د دې جوګه نه دي چې په ټوليزه توګه د وګړو اړتياوې پوره کړي، خو بايد ټول توليدات په ژوره توګه وارزول شي، چې تر کومه د وګړو اړتياوې پوره کولی شي .
که په ټوليزه توګه زموږ کورني توليدات بسنه کولای شي او د وګړیو اړتياوې پوره کولی شي نو بيا چار واکيو ته نه ښايي چې سوداګر په خپل سر له بهره نورو غلو دانو راوړلو ته پرېږدي او په ترڅ کې يې زموږ د کورنيو توليداتو د پېر بازار ګډوډ کړي .
تر یوې ارزونې وروسته دی دا معلومه شي چې په کور دننه څومره خوراکي توکي پیدا کیږي، او څومره د له بهره را ولیږدول شي، او د اړتیا پر مهال د سوداګروته د هماغه اندازه توکو د راوړو اجازه ورکړل شي .
په دې توګه په کور د ننه توليداتو او کرنې ته وده ورکول کېږي، کروند ګر هڅول کېږي، اقتصاد پراختيا مومي، د کوکنارو او نورو مخدرو موادو د کر مخه نيول کېږي، باکيفيته مواد په ارزانه او مناسبه بيه په بازارونو کې موندل کېږي، د خپلسري ازاد بازار مخه نيول کېږي، او ګڼ شمیر خلکو ته په کور دننه د کار موندلو زمينه برابرېږي.
د اقتصادي پوهانو په وینا چې کورنيو توليداتو ته بايد سر له اوسه پام وشي او څه چې په هېواد کې د ننه پيدا کېږي نو بايد په لومړي سر کې هغه وپېرل شي چې له بهرنيو ناوړو اقتصادي اغېزو په امان کې پاتې شو او خپل باکيفيته توکي پخپله ګټه وکاروو.
د دوئ په وینا د سوداګرۍ وزارت دې ياد شوي ټکي په پام کې ونيسي او سوداګر دې خپل سرۍ ته پرېنږدي چې له بهره اضافي خوراکي توکي او مالونه راوړي، چې پرې د کورنيو توليداتو بازار ټکنی کړي او په لوی لاس هېوادوالو ته زيان واړوي .