کور / شعر / غزل

غزل

خدای ته ګوره نور راپسې مه نیسه
څانګې څانګې اور راپسې مه نیسه

ځم چې چېرته غلی ځانته پاتې شم
جنګه هر یو لور راپسې مه نیسه

زه خو دې په کلی کې لیدای نشم
مخامخ یو کور راپسې مه نیسه

پرېږده چې داغونه یادګارونه شي
شونډې دې ټکور راپسې مه نیسه

مینه محبت مې په جذبو کې دی
شېخه بل شعور راپسې مه نیسه