کور / شعر / غزل

غزل

مو ماڼې لولپه شوې په ګورګورو تالان ګډ دی
سپین غر لمبه لمبه شو په کونترو تالان ګډ دی

ګرم ندی کنړ سیند که کروندې راځني یوسي
نن هلته سردرو کې په نښترو تالان ګډ دی

پامیر له ډیره شرمه سر ګریوان ته دی ور وړی
د لويې پکتیا په شمله ورو تالان ګډ دی

له شرمه د خپل قبر شناختې پټې ناهیدې کړې
کندهار کې د ملالې په سندرو تالان ګډ دی

قربان دې له ایمانه شمه څه شوې بت شکنه
د مات بودا په خاورو او ډبرو تالان ګډ دی

۲۹-۰۹-۲۰۰۹
هرات

شغلې چه دې د حسن له ګلزاره جګیدې
لمبې مې د زړګي له یکه زاره جګیدې

اخر کې دې له غم سره عادت شومه جانانه
اول کې مې زګیروي له انتظاره جګیدي

د سپینې خولې په ست به دې تندی شو ګونځې ګونځې
پلو به دې راکش کړو په قراره جګیدې

وعدې دې د یو بل پسې تړلې ماتولې
بهانې دې د نظر له هره تاره جګیدې

ساقي په میخانه کې بې نشې او تماشې
وږمې د میو څنګه له خماره جګیدې

کوڅه په کوڅه سرې تورې بدرنګو ګرځولې
د ښکلو جنازې له دغه ښاره جګیدې
هرات
۰۱-۱۰-۲۰۰۹