کور / شعر / نور څه نه لرمه

نور څه نه لرمه

د زړه لاسونه به دی هار کړم نورڅه نه لرمه
جوړ به دمینی درته ښارکړم نور څه نه لرمه

چه په کی پلوری د دیدن لپاره سترګی کنه
تانه به ځار هغه بازار کړم نور څه نه لرمه

ماته د استا دتورو سترګو کاته هر څه دینه
ځان به لیلاپه شانی خوار کړم نور څه نه لرمه

که چیرته شک لری ز ما په لیونی مینه کی
سر به خیرات زه په انګار کړم نور څه لرم

بس ده په مادی ناکردی ټولی تمامی شولی
نن دی په سخه د اغیار کړم نور نو څه غواړی ته