Northern Atlantic Treaty Organization))
په دوهمه نړۍ واله جګړه کې کله چې دجګړې متفقين په دې بريالي سوه چې د فاشيزم او نازيسم خطره دفعه کړي نو د سوسياليزم او ليبرالېزم تر مينځ یې هغه موقتي اتحاد هم له مينځه يو وړ چې د همدې خطرې په وجه جوړ سوی وو . ددې نه بادد نړۍ خلک او هيوادونه ددوپوځي بلاکو د نامه سره آشنا سوه . يو یې د شوروي تر مشرۍ لاندي د ختيځ يا وارسا بلاک او بل یې د امريکا تر ملاتړ لاندي د لوېديځ يا ناټو بلاک په نامه و نومېد .
دناټو يا د شمالي اټلانټيک سازمان تړون (Northern Atlantic Treaty Organization) يو ځواکمن پوځي تړون دی چې د جوړښت فلسفه یې دهغه عکس العمل په نتیجه کې را مينځته سوه چې هغه ته یې د شوروي اتحاد لخوا تهدید وايه . دغه پيمان دسړې جګړې دلانجو په تنور کې لومړۍ د لوېديځي اروپا او امريکې په ګډون په کال ۱۹۴۹ د اپريل پر څلورمه د ۱۲هېوادو يعنی آمريكا، كاناډا، انګلستان، فرانسه، ايټاليا، بلژيك، هالنډ، لوګزامبورګ، ډنمارك، ناروې، آېسلنډ او پرتګال په ګډون د واشنګټن د سياستونواو دغوښتونو د تحقق په خاطر جوړ سو. په کال ۱۹۵۱ کې ترکيه اويونان هم چې په ظاهره د شوروي د تهديد څخه وبېرول سوه، ددې سازمان غړيتوب تر لاسه کړ . راوروسته بيا لوېديځ آلمان او هسپانياهم په راګډ سول . دم در حاله ددې سازمان د غړو شمېره و ۲۶ هېوادو ته رسيږي .
دناټو پوځي تړون خو په ظاهره د شوروي اتحاد دپوځی ګواښ سره د مقابلې او په اروپا کې د کمونيزم د خپرېدو د مخنيوی په خاطر مينځته راغلی، خو په واقعيت کې په دې سازمان کې امريکا داسي سوی غلی کړی وو چې د دغه تړون دلاري به په اروپا کې هم د خپل هژمونيستي نفوذ او سلطې مزي ټينګوي او هغه به بیا په سيمه کې د خپلوسټراټژيکو ګټو د تأمين په خاطر هم په يوه کارنده عامل باندي را اړوي .
د شوروي اتحاد او دهغه د کمونيستي بلاک دشو په شو کېدوسره جوخت، د وارسا پوځې تړون چې دشوروي اتحاد لخوا د ناټو سره د مقابلې په خاطر جوړ سوی وو له مينځه وﻻړ او په دې ترتيب د شمالي اټلانټيک سازمان د تړون يا ناټو هغه پخوانی هدف پيکه سو چې پر بنيادیې دغه سازمان را مينځته سوی وو.
د شوروي تهديد نه بغير چې ددې سازمان د جوړښت اصلي انګېزه وه د ناټو غړي هيوادونو د خپلي اساسنامې پر اساس ځانته نور مشخص هدفونه او تعهدونه هم منلي دي . د هغو د جملې نه د غړو ملتونو د خپلواکۍ څخه ساتنه،دبشري ګډ تمدن او ميراث ساتنه،په شمالي اټلانټيک کې و ثبات او هوسايني ته پاملرنه او نور داسي څه چې ددې هدفونو په سرکې راتلل . ددې تر څنګ د ناټو غړو هيوادونو دا کوښښ هم کاوه چې د اقتصادي او ټولنيزو اړيکو او مزو په ټينګولو سره خپل مينځي لانجې او اختلافونه په سوله ایزه توګه حل کاندي .
د سړې جګړې په دوران کې د ناټو د غړو هيوادو ترمينځ دنظر د اختلافوتو د شته والي سره سره دغه سازمان د شوروي ګواښو نوپه مقابل کې د لوېديځو هيوادو د امنيت ساتلو په خاطر يو ډېر قوي او ارزښتناکه نهاد پاتي سوی وو . سره له دې چې امریکا تل د لوېديځ بلاک دلارښود او حامي په حيث خپل اصلي نقش لوباوه، خو ځينو هيوادو لکه فرانسې بياداسي غوښتنه هم درلودله چې ددوهمي نړۍ والي جګړې نه را وروسته د اروپا او امريکا تر مينځ په اړيکو کې باید په يوه ډول نه بل لږ شاني تعادل پکښې را سي .د شوروي اتحاد د له مينځه تلو نه را وروسته اود ختيځ بلاک د نړېدو نه بعد داسي اټکل کېده چې دناټود جوړښت فلسفه به هم ترپوښتني لاندي راسي اويا هغه به بلکل لغوه سي . دا په دې خاطر هم وه چې نور نود ناټو د موجوديت اصلي علت چې د شوروي تهديد بلل کېدۍ عملاً له مينځه تللی وو . خو برعکس ” لويې بازۍ ” لا دوام درلود . د ختيځ بلاک يا وارسا د پاشل کېدو نه وروسته ناټو نه يوازي داچي له مینځه نه ولاړ بلکه د کال ۱۹۹۱ راهيسي د هغه پوځي پياوړ تيا او د نورو هيوادو په چارو کې لاسوهنه لانوره هم پراخه سوه او حتی و ختيځ ته دناټو د غزېدو مسئله هم تازه او عملي بُعدونه ځانته غوره کړ ه . اوس اوس ناټو دې مرحلې ته ځان رسولی دی چې ځانته صلاحيت ورکوي د خپلواکو هیوادو پر ځای تصمیم ونيسي او د هغو د ملي موضوعګانو په اړه د هغوی په غياب کې پريکړي ور باندي وکړي .
هغه سوال چې اوس مطرح کيږي هغه دادی چې دختيځ د بلاک د شلېدونه وروسته د ناټو د بقا او دوام عوامل څه دي ؟
يوه لسيزه مخکې وو چې زبيګنيو برژينسكي پولينډی الاصله امر يکایی تبعه او په نيويارک کې د کولمبيا د پوهنتون پخوانۍ استاد چې د جيمي کارټر د جمهوري رياست په زمانه کې د سپیني ماڼۍ امنيتي مشاور وو په خپل ” د شطرنج لويه تخته، دامريکا برتري او دهغه و جغرافيايي استراتژۍ ته اړتيا” نومي کتاب کې چې په ۱۹۹۷ کې یې خپورکړ، په دغه کتاب کې ليکلي وه چې : « ډېر مهم ماموريت دا دی چې بايد ډاډمن او سو هيڅ يو دولت يا د څو دولتونو مجموعه دي داسي طاقت پيدا نکړي چې و کولای سي امريکا دي د اروپاـ آسيا څخه وباسي او يا داچې دهغه د حکميت قطعي نقش دي ور کم کړي » . په دې کتاب کې بريژنسکي د «اروپا- آسيا» پر سیمه باندي داسي تأکيد ځکه کړی دی چې دغه سيمه د پېړيو را هيسي د نړۍ وال قدرت مرکز وو او په حقيقت کې هغه پراخي سيمي یې احتوا کولې چې د جميعت او ثروت له لحاظه د ختيځ آلمان د پولو څخه را شروع سوې بيا د پولينډ، روسیې، مرکزي او جنوبي آسيا د چين او آرام اوقیانوس کې یې خاتمه پيدا کوله ، هغه سيمي چې د مينځني ختيځ او هند د سيمو يوه برخه ده .
د بريژنسکي له نظره د آسيا او روپا د سيمو کنټرول د مرکزي آسيا د کنټرول سره مستقيمه او حياتي اړيکه لري . همدارنګه د بريژنسکي په اند د آسيا او اروپا سيمي چې روسيه او چين یې دوه ډېر مهم هيوادونه دي ، لا تر اوسه یې د ځبرځواکۍ و کچي ته ندي رسېدلي خو د هغوی هر يوه قدرت په دې سيمه کې د امريکا و ” ګټو” ته لوی تهديد پېښولای سي او تر ټولو جدي خطر بريښي . بريژنسکي اوكراين، آذربايجان ، ايران، قزاقستان او ازبكستان ددې سيمي راتلونکې قوتونه ګڼي چې بايد د امريکا لخواتر کنټرول لاندي را وستل سي او دا هم په دې خاطر چې دغه هيوادونه اوس د يوې داسي مانع په توګه نقش لوبوي چې د شمال د نفتو او ګازي منابعو ښارګونه د هغوی په واک کې کښېوتۍ دی . دغه هيوادونه تل د روسیې، لوېديځي اروپااو امريکا د رقابت سره لاس او ګرېوان وه ، په دې ډول هر هغه هيواد چې پر نوموړو هيوادوباندي خپله سلطه وساتي نو ددې سيمو پر نفتي منابعو به یې هم خپل کنټرول ساتلی وي .
ياده دي وي چې د نړۍ د نفوسوپه سلو کې ۷۵ برخه د«اروپا- آسيا» په سيمه کې اوسيږي او دنړۍ د ټول عايد په سلو کې شپېته په همدې ناحيه کې مرکزيت پيدا کړی دی . ددې نه علاوه د ټولي نړۍ د انرژۍ د ذخېرې د څلوروبرخو څخه درې برخي یې د روسيې، چين او مينځني ختيځ په سيمو کې خوندي دي . داسي اټکل کيږي چې په راتلونکې دو لسيزو کې به د نړۍ د انرژۍ مصرف و يوې نوي کچي ته را لوړسي چې دغه مصرف به همدغه مغزني منابع چې د همدې آسيا په ختيځ کې پرتې دي تأمينوي .
په داسي يوه ځانګړی او طلايې موقعيت کې چې ختيځ یې و لوېديځ ته لري، ودې سيمي ته د ناټو او امريکارا غزېدل او په هغو کې د ناټو د نفوذ پراختيا د هغه حياتي اوارزښتناکه اهميت په خاطر دی چې دغه سيمو د خپل سرشاره طبيعي زېرمو او بې حسابه نفتي منابعو په درلودلو سره تر لاسه کړی دی . ناټو داخبره نه پټوي چې په راتلونکي کلو کې به مرکزي آسيا او قفقاز د پام وړ ژئوپولیټیکی پرمختګ ولري ځکه نو ناټو ځانته دا حق ورکوي چې په سيمه کې د ځان حضور د انرژي منابعو د امنيت د تضمين دپاره يو ضروري اقدام وګڼي . ناټو تلاښ کوي په هره بهانه چې وي ددغو منابعو د زبېښلو او ساتلو وظيفه پر غاړه واخلي او په سيمه کې خپل پوځي شتون دائيمي کړي . دلوېديځي نړۍ او د ناټو د غړو هېوادو راتلونکې بس پر همدې منابعو باندي تړلې ده . دغه ټکی هم د توجه او پاملرني وړ دی چې ناټو د امريکا په ښوونه تلاښ کوي چې د روسیې لاس هم دهغو مځکو څخه را لنډ کړي چې لا تر اوسه یې د بيا لاندي کولو خيال لري، اويا دا چې لا اقل د پخواني شوروي آزاد سوي جمهوريتونه داسي احساس وکړي چې د خپلو همسایه ګانو د احتمالي تهدید څخه یې ځانونه خوندي کړي دي .
و ختيځ ته د امريکا او ناټو د غزېدلو پروسه په داسي وخت کې زور اخلي چې ډېر څېړونکي په دې باور دي چې ناټو د خپل پايښت د پاره اوس و يوه دائمي تقابل ته اړتيا لري تر څو خپلي نخشې ورباندي پلي کړي . دا په دې خاطر هم ده چې د شوروي اتحاد د له مينځه تلو سره دغه تقابل له مينځه ولاړ او ناټو د پرون له نظره يو بې معنی مفهوم ځانته نيولی دی . په واقعيت کې دغي موضوع د ناټو غړي او په خاص ډول امريکا و دې ته اړ ایستلي دي تر څو د يوه نوي دښمن و جوړولو ته د ّ تحريکّ سياست غوره کړي او پر هغه باندي خپل پخواني حريفان و چخوي . ناټو ته تل دا پوښتنه مطرح وه چې د يوه دښمن په نشته والي کې نسي کولای خپل هدفونه او نخشې پلي او د ځان موجوديت او يو والي و ساتي . په دې اړه ناټو د خپل غزېدو په هکله تل دغه دليل راووړ چې د اروپا د امنيت په وړاندي يو تهديد موجود دی، او بايد دغه تهديد هم دفعه سي او هم یې ورسره په لومړۍ مرحله کې د قدرت موازنه وساتل سي . ددې تهديد څخه هدف روسيه ، چين، د ډله ایزو وسلو خپرېدل ، ټروريزم او د سياسي اسلام خوځښت يادېدی چې ناټو تل د خپلو کړو د توجيی په خاطر رشتيا يا درواغ پر هغه باندي استنادکړی دی .
ډېر څېړونکې و ختيځ ته د ناټو را کشېدل پر بد شګون نيسي . هغوی په دې باور دي چې د پورتنيو نيتو په خاطر ودې سيمي ته دامريکا د اوسنۍ ادارې او ناټو را غزېدل به بې له شکه روسيه يو ځل بيا وداسي څه ته و هڅوي چې خپل پخواني تحرکات او لاسوهني به بيا را شروع او علني کړي . دغه هيواد چې اوس هم يو عظيم پوځي او ذروي ځواک دی او مقابل لوري ته لوی تخريبي پوټنشيل لري د خپل ځان د امنيت او په سيمه کې د خپلو ګټو دساتلو او د هغوی ددفاع د پاره به آرام کښېنني . هغه به بيا هم د سړې جګړې په څير ځانته هم د دفاع اوهم د تعرض حق ورکړي اویو ځل بیا به ځان را ميدان ته کړي . دا وېره سته چې روسيه به د ناټو د غزېدو د مخنيوی لپاره خپل د اټومي ظرفيت ننداره و مقابل لوري ته ور وښيئ . داسي لا هم ويل کيږي چې دغه غزېدنه به د ناټو هغه ظاهري ادعا چې ګواکي دا پيمان صرف يو دفاعي پيمان دی او هدف يې يوازي دسولي پراختيا ده خپله راتلونکي به ديوې لویی سوالیې سره مخامخ کړي . په داسي يوه حالت کې به مسلماً روسیه د ناټو سره د ذروي وسلو د کمښت پر سر د خبرو اترو شرطونه لا نورهم پېچلي کړي او په پای کې به ودې سيمي ته د ناټو غزېدنه چې په خپل ذات کې يوه کړکېچنه او بې ثباته سيمه ده يوا ځي به د امريکا او اروپا تعهدونه غټ وښيئ او په نتيجه کې به دا د امريکا دپاره يوه بله ماجراجویې وګرزي چې و نړۍ وال سولي او امنيت ته به لويه او جدي خطره پېښه کړي .
خو هغه استراتژي او نخشې چې امريکا او ناټو یې غواړي په دې يا هغه بهانه په دې سيمه کې پلي کړي دادی اوس زموږ د وطن افغانستان څخه هم تيريږي .زموږ وطن یو ځل بیا دا دی د نړۍ والي او سيمه ايزي لوبو په ميدان کې را کښېوتۍ دی . خوکومه پوښتنه چې اوس را پورته کيږي هغه داده چې آيا پر سيمه باندي د سلطې دغه شانې لوبه به يوازي دسړې جګړې يوه ننداره پاتې سي او که دغه ننداره به په نړۍ وال او سيمه ایزه کچه و تودو جګړو ته لاره هواره او نوي جبهې به ورته پرانيزي .
ددې سره سره په مرکزي آسيا او د قفقاز په سيمه کې د غرب ګټي د سولي او ثبات په تأمين کې هم پرتې دي ځکه چې داسي يوه وضع د چين، ايران، پاکستان … د استيلا خطر له مينځه وړي ځکه نو ناټو د خپلو غړو د ګټو د تأمين او تضمين په خاطر او همدا رنګه د پورتنيو هيوادو د نفوذ د کمولو لپاره د مرکزي آسيا او قفقاز د جمهوریتونو سره د نيژدې اړيکو غوښتونکی هم دی . ناټو د سیاسی اسلام سره هم غواړي ډغري ووهي او په سيمه کې هغه مهار کړي . اوس اوس د سياسي اسلام خطره د شوروي د وخت د کمونيزم د خطرې سره پرتله کيږي .
خو د ناټو رهبرانو چې کومه غونډه یې همدا تیر نوامبر د ليتوانيا پايتخت ريګا کې وکړه نو ډېرو ډيپلو ماټانو اعلان وکړ چې د ناټو په شاوخوا کې د سکنډنياوي هيوادو څخه نيولې بيا تر آسيا پوري د یوې اشتراکې شبکې امريکایی طرحي ماتي خوړلې ده . ځينو لا د لوديځي اروپا هيوادونو د فرانسې او آلمان تر مشرۍ لاندي د امنیتي ګواښو نو سره د چلند پر لارو چارو باندي د امريکا سره پرخپلو اختلافو باندی تأکيد وکړ .واشنګټن په دې باور دی چې د سپټمبر د يولسمي حملوتراژيدي وښودله چې کېدای سي ګواښونه او امنيتي تهديدونه د نړۍ د هر ځايه څخه سر را پورته کړي . دبوش اداره په دې بهانه سره د ناټو څخه وغوښتله څو د امنيت و ټېنګېدو او د ټرور سره د مبارزې د لېوالو هېوادو غونډه را وبولی تر څو ددغي داعيې تر پردې لاندي و ختيځ ته خپله غزېدنه پراخه او هرې خواته لمن وغوړوي .
په سيمه کې د ناټو تر چتر لاندي د امريکا غزېدنه د جدي ناخوالواو تاو تريخوالی خبر ورکوي ، دا کار هم د ناټو په دننه کې اوهم د سيمي د ځواکمنو هيوادو تر مینځ د نويو زد وبنديو او ناندريو پيلنامه ګرځېدلای سي .دلته اوس و هر هيواد ته د خپل ملي حاکميت ، خپلواکۍ او ځمکنی بشپړتيا څخه ددفاع مسئله پرته ده، د هغه د ګټو او هغه هم د ملي ګټو مسئله پرته ده . د هيڅ يو هيواد ولس به دومره ځان خوار او ذليل نکړي چې خپله ټوله ملي هستي او هيواد دي د کاذبي غربي ډیموکراسۍ او فرهنګ تر نامه لاندی د پردو هيوادو د امنيت د ساتني په خاطر دي خپل امنيت تباه کړي او هغه دي بیا د هغو و لاسپوڅو ته پرېږدي چې هغه دي بيا پر ځان باندي حاکم هم کړي . په امريکا کې د بوش اداره د خپلو نيتو د پلي کولو دپاره د ريا او تزوير، د شر او فتنې د سياست نه کار اخلي او د ناټو په رامخته کېدو سره په شر پسې روان دی . تر هغه چې دغه لوبه او غزېدنه روانه وي د جدي سیمه ایزه ټکر او د هغه د پراختيا خطر به موجود وی . امريکا بس د همداسي يوې ماجراجویی په لټه کې دی او خپله بقا په هغه کې ويني . خو تاريخ شاهد دی چې د چور او وېش ډيپلوماسۍ په هره بڼه چې وي نسي کولای د تل لپاره يو هيواد يا هيوادونه لاندي او پر ولسونو باندي خپل شيطاني حاکميت تحميل کړي .
د ۲۰۰۷ م کال ، د فبروري مياشت
اخځونه :
۱ ـ دلوموند ډيپلو ماټيک خپرونه ـ د پاريس چاپ
۲ ـ آسيای ميانه و افغانستان در کنار آتش ـ د عبدالحميد مبارز ليکنه
۳ ـ شطرنج بزرګ ـ زیبګنیو بريژنسکي
۴ ـ بازی بزرگ ـ نوشته پیټر ها پکرک ـ ترجمه محمد اسحق توخی
۵ ـ د مهر خپرونه د ايران چاپ
۶ ـ د کريسچن ساينس مونیټور خپرونه
۷ ـ د بي بي سي راډيویی خپرونه
۸ ـ د کيهان جریده ـ د لندن چاپ
۹ ـ دويکي پيډيا پاڼه