پرون د یکشنبې په ورځ راشد لطیف د افغانستان کرکټ بورډ څخه غوښتي چې یا دې کبیر خان بیرته د افغان ملي لوبډلې د توپ وهنې روزونکی کړي او یا دې خپله د راشد لطیف تنخواه یو په دوه کړي او که د افغانستان کرکټ بورډ دا شرطونه نه مني نو بیا دې يې استعفا ومنل شي.
د راشد لطیف نوې غوښتنې او شرطونه دوه برخې لري چې د نوموړي په وینا یوه یې باید ومنل شي، لومړی حاجي کبیر خان دې په خپله دنده وګمارل شي، د راشد لطیف نوې شرطونه چې په ۲۶ ورځې مخکیني قرداد کې يې د کرکټ بورډ سره نه و یاد کړي او اوس کرکټ بورډ مجبوره ګوري د ۵۰۰۰ امریکايي ډالرو پر ځای اوس له کرکټ بورډ څخه ۱۲۰۰۰ امریکائي ډالر د یوې میاشتې تنخوا غواړي.
د راشد لطیف د افغانستان کرکټ بورډ څخه دویمه غوښتنه یا دویم شرط:
لومړی: د یوې میاشتې تنخواه د ۵۰۰۰ امریکائي ډالرو څخه ۱۲۰۰۰ امریکائي ډالرو ته پورته کول.
دویم: په کراچې يې د کورنۍ لپاره لوی کور ونیول شي.
دریم: په پاکستان کښې ورته باید د ټولې کورنۍ د روغتیايي درملنې بېمه وکړل شي.
څلورم: یو ښه موټر ورته د کور لپاره واخستل شي.
پنځم: د لوبې د سفرونو په وخت کې د هرې ورځې ۱۰۰ ډالر د تنخواه څخه علاوه باید ورکړل شي .
شپږم: هر کله چې ملي لوبډله سفر کوي نو د هغوی سره چې کله راشد لطیف سفر کوي نو غواړي چې په بزنس کلاس کې ورته د الوتکې ټیکټ واخستل شي.
ښاغلی لطیف وایي چې په دې دوو غوښتنو کې یې باید د افغانستان کرکټ بورډ ومني او که ویې نه مني نو د کرکټ بورډ څخه یې غواړي چې استعفا يي قبوله کړي.
په دې اړه د افغانستان د کرکټ بورډ اند په لاندې ډول دئ :
کرکټ بورډ نن سهار د ۱۳۸۹ کال د وږې د میاشتې په اوله نېټه د ښاغلي راشد لطیف د غوښتنې پر بنسټ استعفا ومنله او له ۲۵ ورځو همکاریو يې د افغانستان کرکټ بورډ مننه کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ راشد لطیف ته د دومره امتیازاتو توان نلري او په مخکیني تړون کې راشد لطیف داسې غوښتنې نه لرلي او په دې یې اظهار کولو چې زما ژوند د چلینجونو ډک و او زه د چلینجونو ډک ژوند ته لیواله یم همدا وجه ده چې ما د افغانستان د کرکټ د پرمختګ لپاره هر څه پرېښودل او په هر ځای کې یې خدمت ته تیار یم.
خو په حقیقت کې داسې نه ده اوس یې ولیدل چې کرکټ بورډ د کبیر خان استعفا ومنله، ښاغلی راشد لطیف اوس کرکټ بورډ مجبوره ګوري او کرکټ بورډ ته یې نوې شرطونه د انګلستان څخه د برېښنالیک له لارې را استولي دي او خپلې غوښتنې یې پکې د افغانستان کرکټ بورډ څخه په جدي شکل غوښتي دي.
راشد لطیف د افغانستان کرکټ بورډ د جولای په ۲۶ نېټه په هیواد کښې د کرکټ د پرمختګ لپاره د توپ وهونې د روزونکي په دنده ګمارلئ و او د ۲۶ ورځې دندې څخه وروسته یې کرکټ بورډ ته نوې شرطونه وړاندې کړل چې کرکټ بورډ یې توان نلري او استعفا یې ومنل شوه.
د کرکټ بورډ پلان د افغانستان د کرکټ د نوې روزونکي لپاره:
کرکټ بورډ د کرکټ د نړیوالې شورا د کرکټ د ښې وړتیا نړیوال مدیر ریچارډ ډان سره اړیکې نیولي او هغوي ورسره پوره ملاتړ اعلان کړ ئ چې په راروانو څو ورځو کښې به ورته د افغانستان د لوبډلې لپاره یو تکړه روزونکی وروپيژني.
د ټولو هیوادونو د ملي لوبډلو د روزونکو لپاره د کرکټ نړیوالې شورا خپله بودیجه ځانګړې کړې او د همهغه بودیجې څخه ورته تنخواه ورکول کیږي.
کر کت بورد داشه فیصله کری ده چه د را شید لطیف استعفا یی و منله .او خپلی لو ب دلی ته وایم چه الله تعلی با تا سو د را شید لطیف حخه شه روزونکی درکر ی اونا امیده کیژی مه . کر کت بو رد دی د هند وستا ن هیو اد سره تما س ونیسی .
هیله می داده چی په کرکټ بورډاودکرکټ ملی لوبډله کی د اختلافاتو مخه ونیول شی
که نه ګټلی ویاړونه به له لاسه ورکړو
د لر او بر درنو لوستونکو سلامونه! د کرکټ بورډ تصميم ته لبيک وايم، ځکه ذکر شوي شرطونه د کرکټ بورډ لپاره يو ډير غټ چلنج دی. زه وايم د نوموړی روزونکی څخه به بهتره روزونکی ښايی کرکټ بورډومومی. اوبله لا داچه د نړيوال کرکټ بورډ له لاری هم ښايی یو تکړه روزونکی د افغانستان د کرکټ بورډ ته په دنده وګمارل شی.
د افغانستان د يوه پر مخ تللی کرکټ ټيم په هيله
وسلام
ډيرښه سو چی راشيدلطيف له دندی ګوښه سو، ځکه چي نوموړي دفرصت څخه په استفادی بيخی عجيبه غوندی غوښتنی کړی چی بيچاره اوفقيرهيوادافغانستان يې دورکولوتوان نه درلوداونه يې لري- انشاألله اميدسته چي ترده به غوره روزونکی پيداسی او دغه وياړلی دکرکټ ټيم ته به نوی رنګ اوروحيه ورکړی …- دڅښتن تعالی -ج-څخه دخپل هيواد، دوياړلی ټيم دستروبرياؤپه هيله
ډیرشه وشول چی داتورپنجابی لدی چوکی نه لری پنجابیان کله هم افغانانو ته خدمت نه شی کوای دخدمت پرځای ورته خنډونه جوړه وی خوافسوس چی کبیرخان یی په استفعاکوالونه وی مجبوره کړی
dir kha ye kry chi da punjapai kho ye lari kar da zamong da majborayona gata akhista
سلام ټولو افغانانو ته حدای دی اوکړی چی زمونږ دکرکټ ملی لوبډله نوره هم محکښی لاړه شی او دخارجی ټرینرانو په ځای حپل پخوانی هلکان حپل ملی ټیم ښه تربیه کولی سی او هغه سهلتونه او پیسی چی حارجیانو ته ورکول کیږی باید حپل وطنوالو ته ورکړی سی دهغوی نه به انشاءالله دوی ښه تربیت ورکوی ولی چی هم دی حلکو د افغا نستان دکرکت بنیاد ایښی او په داسي حالاتو کی چی د نه منلو رړ ده
د حوشحال او اباد پښتنو په هیله
دکرکټ بورډمسولینوته دمینۍ نه ډک سلامونه وایم
دکرکټ ټولو لوبغاړوته زما دوړاندیزدی چی خپل کوښښ وکړی اود بل په مټ باندی ډډه مه لګویی ځکه چی پردی کټ تر نیمو شپو وی الله مو پښتنو په ټوله نړی کښي سرلوړی کړه (دخدای پامان ) ستاسو کامیابی دی تل لپاره له لوی الله نه غواړم وسلا م ستاسو یو پښتون ورور