هرچیرې چې وړي ظالم قسمت ورسره ځمه زه
چیرته چې راځي ساحل کشتی به پارومه زه
موج دې د غمونو که بیا راغی او بیتابه کړم
سیند به یو د اوښکو د سیلاب نه جوړومه زه
اور د مینې زړه او ځیګر دواړه زخمي کړي دي
د نوي نور زخمونو احوال بیا در لیږمه زه
څو پورې چې رانکړی د مینې خیرات خوږ آشنا
داسې پخپل غاړه یو کچکول به ګرځومه زه
ستا په مخ بیا ښکاري راته ستورې د رڼا او بخت
یو ځل بیا ددې قسمت طالع به جنګومه زه
کله به رسیږي طاهري په کام د زړه یا رب
څو پورې په ټال د خیال آرزو به زنګومه زه