ترهغې مـــه راځــــه چــــې نـــــه وي قراري اخـــــتره
دلته اوس تاته هيڅوک نه کړي خوشالي اخـــــتره
دلتـــــه د ورځــــې شپږاو اوه بمونه چوي اخـــــتره
دلته دورځـــې سل يونيم سل کسه مري اخـــــتره
ددې ځاى خلک اوس دنورو تر ولکې لاندې دي
ددې ځــــاى خـــلک نه لـري اوس ازادي اخـــــتره
دلتـــه يوڅــــو بدرنګ راغـــلي دي پردي اخـــــتره
هر څه يې لاس کې دي پر مونږکړي پاچاهي اخـتره
چې په کوم کلي کې بس وګوري ښادي اخـــــتره
په هغــــه کلـــي باندې وکــــړي بمباري اخـــــتره
اوس دې وطن کې لکه مخکې ټنګ ټکور نشته
چـــوپه چوپتيا ده دمـــرغــــيو شور ماشور نشته
دالوتکـــو په بمبار کـــــې چـــې وران شوى نه وي
په دې وطـــــن کــــې داسې کلى داسې کور نشته
اخـــــتره تا به ها سوالګرماشومان څنګ ولمانځي
چې هم يې پلار مړ دى او هم يې ګرانه مور نشته
ددې وطـــن ښارونه ټول شـــــوه هديرې اخـــــتره
نــــه پکـــــې پاتـــــې ګـــودرونه نه دېرې اخـــــتره
هــاغـــه ښايسته ښايسته چنار او دنښترو ونې
ټولې په سرو لمبو کې وسوې او ايرې اخـــــتره
ستا پــــه راتلــــو اوس څڼور ځلمي اتڼ نه کوي
ستا په راتلو اوس جونې نه وهي چمبې اخـــــتره
له دې ډاريږي هسې نه چـــرته ځانمــــرګى وشي
ستا په راتلو اوس ماشومان نه کړي مېلې اختره
هــــاغــــه دلـــوبو ميدانــــونــــه هسې پاتـې نه دي
اوس ترې جوړ شوي سنګرونه او پوستې اخـــــتره
ستاپــــه راتلــــو چــــې به ځـــــوانانو اتڼونه کـــــــول
اوس يې په غاړو کې درنې درنې وسلې اخـــــتره
ددې ځاى ميندې شولې کونډې او بچي يتيمان
اخـــــتره نه لــــري څپلـــــۍ او نــــه کالــــي يتيمان
چـــــــې وږې خـــــېټې ته خواړه هم نه لري يتيمان
نو تابــه وه اخـــــتره څنګه ولــــمانځـــــي يتيمان
اخـــــتره خداى لـــپاره دې وطـــن ته نور مه راځه
ستا راتګ هســــې ژړوي او زوروي يتيــــمـــان
دا پـــــه ژړا دي عادت شـــــوي خـــــندا نه پېژني
دغــــه بــــې پلاره او بــــــې موره لېوني يتيمان
دلتــــــه دهيچا په خـــــــوله نشته ده خندا اخـــــــتره
دلتــــــــه په هر کـــــــور کې ويرونه او ژړا اخـــــــتره
زلمى بچى مې کړې راخلاص ګوانتانامو زندان نه
دلتــــــه د هرې مـــــــور په خــوله ده دا دعا اخـــــتره
دلتـــــــه يو څـــو کسه راغلي خو شالي نه پرېدي
کوي بمبار مـــــو پر ودونو او پـــــر ورا اخـــــــتره
نو چې په دې وطن کې دغسې حالات روان وي
بيا نــــو ددې وطــــن بچــــي څه کـــوي تا اخـــــتره
خو چې څوک نه پرېدي اختره چې مونږ تا ولمانځو
( يرغــــل ) يـــې غواړم شرمېدلــــي لــه الله اخـــتره