کور / خبرتیا او پيغامونه / د لوی اختر په مناسبت لراوبر افغان ولس ته د مبارکۍ پيغامونه

د لوی اختر په مناسبت لراوبر افغان ولس ته د مبارکۍ پيغامونه


  د لوی اختر په مناسبت د لراوبر افغانستان ويبپاڼي پيغام 


د لراوبر افغان ولس خپلواک خپرنيز ارګان (لراوبر ډاټ کام ) په لراوبره پښتونخوا او ټوله نړۍ کي خپلو ټولو پښتنو وروڼو، خویندو او ټولو مسلمانانو ته دراتلونکي لوی اختر په مناسبت د زړه له کومي مبارکي وړاندي کوي .
له بده مرغه د ډيورنډ يوې خواته پراته پښتانه د ۱۸۹۳ کال څخه راپدې خوا د بلواکۍ ژوند تېروي او له ډيرو طبیعي او نړيوالو حقونو څخه محروم ژوند تېروي بيا هم دواکمن پنجابي حکومت زړه پرې نه سوځي او اوس په خپلو خاورينو کورونو کي هم په ارامه نه دي او جګړې ته يې د امريکاپه مرسته او پښتني سيمو کي د پنجابي پوځ د واکمنۍ د پراختيا په نيت ځمکني او هوايي پوځونه وتلي دي .
بله خوا په ټول افغانستان کي هم د تېرو اتو کلونو راپه دې خوا د پښتون وژني پلان عملي کېږي ، دلته جګړه د القاعده په نوم شروع سوې او اوس د کلي د هر ږيره ور ، شمله ور ، سپين ږيري ، ځوان ، ماشوم او ميرمني پر وړاندي په مخ ځي او ټولو ته د ترهګرو په سترګه کتل کيږي .د لراوبر ويبپاڼي اداره دا ډول کړني په کلکه غندي او له عاملينو يې په کلکه غوښتنه کوي چي دمخنيوي لپاره يې جدي عملي ګامونه پورته کړي .


لراوبر ويبپاڼه د راتلونکي اختر لپاره په لراوبر افغانستان کي ښکېلو جګړه والو ډلو ته خپلي غوښتني په لاندي ډول وړاندي کوي :


۱ : پاکستانی پوځ دي د اختر په ټولو ورځو کي د پښتنو پر سيمو مځکني اوهوايي عمليات بند کړي تر څو دغه محکوم او مظلوم پښتانه په دې مبارکو ورځو کي خپل ديني او کلتوري مراسم د ارامۍ په فضا کي ترسره کړي .


۲ : موږ په پښتونخوا کي روانه جګړه په کلکه غندو او پوهيږو چي امريکا په دې ډول پښتانه ځپي اودې پښتني سيمو کي د پنجابي پوځ واکمنۍ ته پراختيا ورکوي ، پاکستاني پوليس دي په پښتونخوا او ټول پاکستان کي د ډيورنډ کرښی له هغه بلي غاړي څخه د را اوښتونکو کډوالو د نيولو او بندي کولو څخه په کلکه ډډه وکړي ، تر څو دغه کډوال د اختر مبارکي ورځي له خپلو غريبو کورنيو سره په ګډه ونمانځي .


۳ : که څه هم دولت وايي چي د لوی اختر د امنيت لپاره يې پلانونه جوړ کړي دي خو پخوانيو تجربو ښودلې ده چي زياتره وختونه بريد کوونکي د ګڼي ګوڼي پر مهال خپلو اهدافو ته ځانونه رسوي او ترهګر بريدونه کوي، له دې امله د امریکاتر سيوري لاندي راغلی افغان حکومت او د هغوی بهرني دوستان دي د اختر په مبارکو ورځو کي خپل پوځي او عسکري قطعات د لوی اختر لمانځه ته تلونکي او راتلونکي لارو او مېلو ځايونو ته نژدې نه بيايي ترڅو د عامو خلکو ژوند له خطره وژغورل سي .


۴: په لراوبره پښتونخوا کي له طالبانو ، حزب اسلامي ، لښکر طالبان پاکستان او نورو وسله والو ډلو له مشرتابه او ټولو وسله والو څخه په جدي توګه غوښتنه کوو چي د اختر په ورځو کي د جګړو اوبريدونو څخه ډډه وکړي او په هيڅ صورت دخپلو بريدونو لپاره هغه ځايونه ونه ټاکي چيري چي مسلمانان داختر په مناسبت تګ راتګ کوي ، د مېلې ځايونه وي يا عام المنفعه ودانۍ او سيمي وي .


که چيري د لوی اختر په مبارکو ورځو کي دولت پر خپلومخالفينو بريدونه کوي يا برعکس مخالفين پر دولتي يا بهرنيو قطارونو بريدونه وکړي ددې ډول بريدونو تر ټولو لويه قرباني به بېګنا ولس ، ځوانان ، سپين ږيري ، مېرمني او ماشومان وي یعنی هغوی چي د لوی اختر په اسلامي مراسمو بوخت وي . له دې امله له ټولو جګړه والو خواوو غوښتنه کوو چي ولس ته ډاډ ورکړي چي دوی به د اختر په ورځو کي له هر ډول بريدونو ډډه کوي اوولس ته موقع ورکوي چي بېله تشويش او ډار څخه داختر مراسم په خوښۍ سره ترسره کړي . په نه عملي کېدو سره به يې ولس نه يوازي له دولت څخه لا نور ه فاصله پيدا کړي او ددولت اعتبار او ابرو ته به لا زيات زيان ورسيږي بلکي ددولت مخالفين به هم د ولس د هغي برخي ملاتړ ته زيان ورسوي کوم چي يې اوس د بېلابېلو علتونو پر اساس ترلاسه کړی دی .


لراوبر ويبپاڼه په زغرده اعلان کوي چي هره هغه ډله چي د پښتنو په سيمو کي د جګړې او بريدونو پر مهال له بېباکۍ کار اخلي ، د عام ولس ژوند اوګټو ته پام نه کوي تاريخ به يې نومونه د پښتون وژني د پروسې د مخته بېوونکو په ليست کي شامل کړي ، هغه که د امرېکې په زور برقرار ښاغلی حامد کرزی وي ، طالب مشر ملامحمد عمر مجاهد ، د حزب اسلامي مشر ښاغلی حکمتیار ، يا د ډيورنډ کرښي هاخوا ښاغلی حکیم الله مسود او د پښتنو واکمن ګوند نشنل عوامي ګوند وي . ځکه ددوی تر واک لاندي سيمو کي ، ددوی تر منځ د جګړو پر مهال پښتون وژنه خپل اوج ته ورسېده او پښتون ولس ته اوس په خپل کور کي د پردي په سترګه کتل کيږي .


په لراوبر افغان وطن کي د سولي ،انصاف، پښتون قام د ښېرازۍ او سوکالۍ په هيله ، ټولو افغانانو او د نړۍ مسلمانانو ته د لوی اختر مبارکي وړاندي کوو


په درناوي
د لراوبر ويبپاڼي اداره




نور پيغامونه :


شهزاده احسان الله                    د غازي امان الله خان د کورنۍ لخوا د مبارکۍ پيغام


اشرف غني احمدزی                  دکمپاين په اړه مننه ، د راتلونکي لپاره پيغام او اختر مبارکي


ګلبدين حکمتيار                     د اختر مبارکۍ پيغام او دلوېديځو هيوادونومشرانو ته سرخلاصی ليک


ملا محمد عمر مجاهد              دنېکمرغه لوی اختر درارسېدوپه مناسبت دملامحمدعمر مجاهد پيغام


قريب الرحمن سعيد                 دا د قربانۍ او ځان ځارنې ستر اختر مو مبارک


عبدالرحمن فرقانيار                لوی اختر ( له عربي ويبپاڼو ترتيب سوې ليکنه)


محمدحسن حقيار                  اختر د اسلامي امت د ټوليزي خوښۍ ورځي


حاجي غرزی خواخوږی            د اختر په مناسبت د غرزي ادبي او کلتوري ټولني پيغام


حبيب الله غمخور                   په سويډن کي د افغانانودفرهنګي مرکز او روزګان جرېدې لخوا


ډاکټر جبارخېل                     د لوي اختردرارسېدوله امله د افغاني ځوانانو ټولنې پیغام


محمدامين بسمل                    په مونشن کي د افغانانو دکلتوري ټولني پيغام


محمدحليم فدايي                   د وردګ والي حليم فدايي پيغام


دفضل قادر انډيوال                 دساپي خپرندويه ټولني د مبارکۍ پيغامونه


 


تاسي هم د لوی اختر په مناسبت خپل پيغامونه په دې پاڼه کي ثبت کړی ، که دا پاڼه خپلو دوستانو ته لېږئ نو پر ( لېږل ) کليک وکړی او خپلو ملګرو پته وليکئ :

تبصره نسته

  1. اختر مو مبارك شه خو…
    د لوى اختر د رارسېدو له امله د زړه له كومې ټول مسلمان ملت او ټولو هېوادوالو ته مباركي وايم، خو زه پوهېږم چې اوس زموږ په هېواد كې اختر تش په نوم لمانځل كېږي په اختر كې هغه خوشالۍ نه وي كومې چې د خوشالۍ له ورځې سره وړ وي، نن ورځ زموږ د ملت ويني د اخترونو په ورځو كې هم تويېږي، په يو او بل نوم زموږ هېوادوال د مرګ كومي ته روان دي. دلته هره ورځ د يوې مور د وير سلګۍ اورېدل كېږي. خو بيا هم موږ بايد ناهيلي نه شو، لاس په كار شو، د خپل ملت او خپلو وروڼو لپاره كار وكړو، څو وكولاى شو چې خپل ملت ته د لوى څښتن په مرسته نجات وركړو. څو زموږ هېوادوال وكولاى شي چې خپل اخترونه په خوښيو او خوشاليو سره تېر كړي.
    د يوې خوشاله، هوسا، آرامې او خوښيو ډكې راتلونكې په هيله.

  2. د ويبپاڼې ټولو درنو لوستونکو او د هغوی درنو کورنيو ته د راتلونکي لوی اختر مبارکي وايم.
    په حاجيانو او جنتيانو کې حســــاب شئ
    هيله ده چې دغه لوی اختر به زموږ کورونو ته د سولې، خوشالـــۍ
    او سوکالۍ ژوند او زيری راوړي او د افغانستان
    روان ناورين ته د پای ټکې شي.
    په هـــــــمـــــــدې هــــــــــيلــــــه
    ډاکټر نجيب زاخېلوال
    ۲۸۱۱۲۰۰۹

  3. د لوی نیکمرغه اختر مبارکي ټولو د جهان مسلمانانو او په خاص ډول ګرانو هیوادوالو ته وړاندي کوم اومید لرم چه د اختر ورځي زمونږ په هيوادوالو په امن کي تيری شي په همدي هيله

  4. زه په خپل وارسره دلوی داختر درارسیدو له ا مله دنری تولو مسلمانانوته دزره له کومی مبارکی وایم او خصوصا هغه هیوادوالوته چی دحج دفرضی داداکولو لپاره مدینی شریفی ته تللی دی او هیله مند یم چی داختر مبارکی ورحی په خوشی در باندی تیری شی
    وسلام

  5. دميني اواخلاص سلامونه دلروبر ويب پاڼي كاركونكيو اودافغانستان ټول ملت ته وړاندي كوم وروسته له سلامو دنيك مرغه لوي اختر مباركي وټول افغان اولس ته اودنړي ټولو مسلمانانو ته وړاندي كوم خداي (ج) دي وكړي چه دا اختر دامن اوسوكالي اختر سي امين فضل احمد

  6. سپیشل سلامونه خوشالی ، نکمرغی او د اختر مبارکی لراو بر ویبپاڼی چلونکو او هغه با غیرته لیکوالانو ته کم چی خپله وینه يي په قلم کی د خدای د رضا او خپلواکی لپاره په کی ځای کړی ده …

    دا اختر دی مبارک وی هغی مور ته کم چی يي د ځوانی مرګ پر وطن شهید زلمی زوی لومړی اختر دی .
    د ا اختر مبارک وی هغه ځوان ته کم چی يي د امريکايي يرغلګرو پر ضد جهاد اعلان کړی دی .
    دا ختر دی مبارک وی هغه ځوان کم چي يي په رګونو کې د وینی پر ځای په تنکۍ ځوانۍ کی باروت ځای کړی دی .
    دا ختر دی مبارک وی هغه ديندارې مور او مجاهد پلارته کم چی د خپل زړه سپيڅلې ټوټه شیرین اولاد د جهاد سنګر د ګرم ساتلو د اسلام او د افغانستان د يو سرښيندونکي مجاهد په څير د جهاد ډګر ته استولی دی .
    دا اختر دی مبارک وی هغه ځوانانو ته کم چی د قرآنی او اسلامي احکامو د نفاذ او د افغانستان د خپلواکی په خاطر د خپل سر سودا د یوه لوی چښتن جلجلاله سره کړی ده او د شهادت يي ارزو ده .
    دا اختر دی مبارک وی هغه مجاد او مخکښ ځوانانو ته کم چی د خپلو هلو ځلو او کړاوونو اجر يوازی او يوازی د لوی چښتن جل جلاله څخه غواړی ، نه د بندګانو څخه.
    دا اختر دی مبارک وی هغه ځوانانو ته کم چی یی د امریکایی یرغل پر ضد د جهادږغ او وسله پورته کول په هر مسلمان نارينه او ښځينه فرض عين بولی او د زړه د اخلاصه د یوه رب (ج) حکم ته لبيک وايی او د اسلام د سپيڅلي دين د سر لوړۍ او د افغانستان د خپلواکی لپاره د جهاد په لار کې هر ډول سرښيندنې ، قربانۍ او منډو ترړو ته د فرمانبردارۍ لاسونه پر نامه ایښودلی دی .
    دا اختر دی مبارک وی هغه د حق د لارې سپيڅلي مجاهد ځوانانو ته کم چی د امريکايي يرغل سره په نه ستړی کیدونکی مبارزه اخته او خپل ټول عمر يې د جهاد او خپلواکی سنګر ته وقف کړې دی .
    دا ختر دی مبارک وی هغه ځوانانو ته کم چی په شپواو ورځو مزلونه کوی ، لوږې او تندې تيروی ، د جهاد او خپلواکی په لار کې ټپونه زخمونه ، سختۍ ګالی خو د دې ټولو سره سره هغه ماته و نه خوړل بلکه نور هم تيز چټک او پر اسلام او خپلواکی د قربانۍ جذبې يې لاپسي تاندې او ويښې شوې .
    دا اختر دی مبارک وی هغه ځوانانو ته کم چی د امريکايي او صليبی یر غلګرو باندې د درندو وارونو د تر سره کولو او د جهاد د سنګر د ساتلو لپاره شپه ورځ يوه کړې او د دښمن سره په مخامخ جګړو کې ولاړ دی .
    یو ځل نور سلامونه او د اختر مبارکی هغه همتناکې او صبرناکې غیرتمنی ،پتمنی عزتمنی مور او خور ته وړاندی کوم کم چی نو ر به د خپل زلمی شهید زوی او ورور ږغ د تل لپاره وا نه اوری .

  7. اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
    ټولو زړورو او با همته مجاهدینو او دهیواد غیرت منو مسلمانانو ته دلوی اختر مبارکی وایم الله ج دی وکړی چی دااختر مو په خوشحالی تیر شی

  8. Aslam Alykum. za Mohammad yonus Aryan the lawi Akhatar mubarki tulaw mawsolmanaw ta whyam ahow pa khas dul tulaw Afghananw ta ka pa Afghanistan ki waeka khareg ki wae za the tulow afghananw na da haila kawam chai the jhang na las wakhlye ahow khapal watan joar kr .the larawabar the web pana na manan kwam chae maunz ta ae da laykahlaw la far zaninz masyad kare di .i  

  9. زه گرانوهیوادوالوته اودنری تول مسلمان ملت ته دلوی اونیکرغه اخترمبارکی وایم دلوی خدای سخه درته سوکاله اوخوشحاله اخترغوارم ددی مبارکی ورزی په برکت دی الله(ج)زموژرنزیدلی ملت دروان مصیبت سخه خلاص کری آمین

  10. Dear LarawBar Web Site Team Salamona,

    You know very well that the nation of our country is suffering very much, in our country is EID for robber, corrupted and warlords and not for the suffering nation at the present time, the nation is claiming the killing of its relatives, friends, citizen, destroying its simple existent every day and looking
    for its serviving, secially in cities.

    The nation is surrounded from horrible killer, robber, criminals and corrupted, they are enjoying their luxury life more better in present of poverty in country which they caused.

    God give the nation power and energy to come together for uniting for getting free with peaceful way from those mentioned elements!

    With painful heart I am saying to all of you : EID MO MUBARAK SHA, EID SHOMA MUBARAK BASHAD!!!

    In hope of peaceful future for our nation,

    Gharwal

  11. سلامونه او نيکي هيلي د لراو بر ويبپاڼي و کارکوونکو او ټولو هيواد والو ته الله پاک دي ټوله ولس ته دا اختر د نيکمرغۍ او خوشحالۍ زير وګرځوي په مننه عطاء الله محمدي

  12. ګرانواو درنوهیواد والو!
    پس له سلام څخه، د لوی اختر مبارکي تاسو هر یوه ته رسوم. ما د لر او بر د بریالي انټرنټي جال اعلامیه ولوسته، چې په دې توګه زه دا پیغام په بشپړه ډول تاییدوم. نن په رښتیا، چې په پښتون اتل قام باندې لوی ظلم روان دئ. دا ظلم او تیرئ، چې د هر چا او هرې خوا څخه وي، باید وغندل ښي.
    په درنشت سره

  13. د هندوستان د ميسور د ښار څخه افغاني محصلين چي په مسافري كي د هيواد څخه ليري شپي او ورځي تيروي، د هيواد ټولو وګړو ته د زړه د كومي د لوي اختر مباركي وايي.
    د نيكمرغه، سوكاله، مينه ناكه او شيرازه اختر په هيله.

  14. Dear All
    I would like to wish you Eid – days full of happiness along with your respects family,relatives and friends.
    Thanks
    IHSAN TOTA KHAIL
    Paktia Afghanistan

  15. زه دلوی اختر مبارکی تولوته وایم ( اختره )

    اختره! ګـــوره خپــــه نه شــــــې زموږزړونه مړه دي
    دلتــــه کــــورونـــه کنډواله دي ډېرسرونه مــــړه دي

    دلتـــــه دتــوروشپـــــوزامـــــن رڼـــــاپــــه کاڼـــوولـــي
    دلته يرغل دی د تياروسپيــــن څــــــراغونه مړه دي

    ګيله به نه کړې چي په څڼوکـــي مـــــوايښــــي نه دي
    دلته دڅانګــــــوروح ختلــــی دی ګلــــــونــــه مړه دي

    دلتـــه نېکمـــرغې ورځې نوروسره فرق نه لـــــــــــري
    دلتــــه ګونګي دي تعبيرونــــه اوخوبونـــــه مړه دي

    دلتــــه سلګـــۍ دي دلته نه خاندي يتيمې اوښکې
    د تــــوروسترګــــواونکريــــزورواجونـــــــــه مړه دي

    دلتـــه په غېــــږه دوحشــــت کي خلګ شپې تېــروي
    دلته حاکمــــې توري شپې دي سهــــــارونه مړه دي

    هره يــــوه موردخپل شهيد بچي زيارت له درومي
    کلي دي وران کليوال نه شتـــه جوماتونــــه مړه دي

    زموږماشومـــان چيــــرته پټېږي دبمبارله ويـــــري
    څـــه بـــه دي ولمانځي څوک نه لري پلرونه مړه دي

    ستادمېلــــــــواودخوښـــــۍ شېبې پــــــردووړې دي
    دلته بارودوغونډۍ سـوې دي ټول غرونه مړه دي

    دنېکمرغۍ اختره! ګــــوره چي ناهيلی نه شــــــــــــې
    ګرم دي هغه چي یې احساس اوضميـرونه مړه دي

    ډېرارمــــانونـــــه د صليــــــب ترسايه لاندي شولــــو
    ذاکره! ځکــــه په اولس کـــــي اخترونـــــه مــــــړه دي

  16. اختره

    اختره ګوره خفه نشي زموږ زړونه مړه دي
    دلته کورونه کنډواله دي ډير سرونه مړه دي

    دلته د تورو شپو زامن رڼاپه کاڼو ولي
    دلته يرغل دی د تيارو سپين څراغونه مړه دي

    ګيله به نکړي چي په څڼو کي مو ايښي نه دي
    دلته د څانګو روح ختلی دي ګلونه مړه دي

    دلته نيکمرغې ورځي نورو سره فرق نلري
    دلته ګونګي دي تعبيرونه او خوبونه مړه دي

    دلته سلګۍ دي دلته نه خاندي يتيمې اوښکي
    د تورو سترګو او نکريزو رواجونه مړه دي

    دلته په غيږه د وحشت کي خلګ شپي تيروي
    دلته حاکمې توري شپي دي سهارونه مړه دي

    هره يوه موردخپل شهيد بچي زيارت له درومي
    کلي دي وران کليوال نشته جوماتونه مړه دي

    زموږ ماشومان چرته پټيږي د بمبار له ويري
    څه به دي ولمانځي څوک نلري پلرونه مړه دي

    ستاد ميلو او د خوښۍ شيبې پردو وړي دي
    دلته بارودو غونډۍ سوې دي ټول غرونه مړه دي

    د نيکمرغۍ اختره ګوره چي ناهيلی نشي
    ګرم دي هغه چي ئي احساس او ضميرونه مړه دي

    ډير ارمانونه د صليب ترسايه لاندي شولو
    ذاکره ځکه په اولس کي اخترونه مړه دي