کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / اداري فساد او ډولونه يې

اداري فساد او ډولونه يې

نن سبا پرفساد اداري او رشوت باندي ډيري خبري كيږي ،په صوتي تصويري رسنيو ورځپاڼو ،جرايدو كي پردي موضوع باندي ګرم بحثونه روان دي اودابهير دورستيو دوو درو هفتو راهيسي ډيرګړندى سوى دى ،خصوصا كله چه دامريكي جمهورريس ،وزير خارجه او دنورو اروپايي هيوادونو لويو چارواكو په افغانستان كي دفساد اداري دزياتوالي ږغونه پورته كړه او غربي مطبوعاتو نوموړي مسئلي ته نورهم پاملرنه وكړه نو زموږ ځايي مطبوعاتو ته هم خداى وركړه او په تكرار سره يي ددي مسئلي دوامداره چاڼ وكړ ،حال داچه فساد اداري دپنځوشپږوكلو راهيسي دودي او انكشاف په حال كي دى ،دشيرپور پرمځكو باندي بلډينګونه او بنګلي جوړي سوي ، هيڅ چا يي دجوړولو مخه ونه نيوله ، داسي شيرپورونه يوازي په كابل كي نه دي بلكه په هرولايت كي لږاو ډيرسته . دموضوع څخه به نه ليري كيږم اود فساد اداري موضوع ته به راوګرزم كه چيري په ډيرو ساده الفاظو فساد اداري تعريف كړو نو داسي به ووايو چه كله يو چارواكۍ دقانون ، اداري مقرراتو ،ستندردونو او منل سوي نورمونو څخه انحراف كوي او دملي ،دولتي ،انفرادي اوټولنيزو ملكيتونو ،شتمنيو او منابعوڅخه دځان اوشريكو كسانو په ګټه نامشروع استفاده اوعمل كوي دفساد اداري مرتكب دى . كيداي سي دفساد اداري نور تعريفات هم موجودوي ،په لاندي كرښو كي به دفساد اداري اورشوت پرډولونو وږغيږو :
نقدي رشوت: دايو ډيره عامه اومروجه نوعه دفساد اداري ده ، اوس په فساد اخته
چارواكي ډير تكړه او دتجربي خاوندان دي ،دوي مستقيما په دفتر كي نقدي رشوت نه اخلي بلكه دنورو ټاكل سوي اشخاصو په ذريعه چه په نوركاروبار اخته وي اخلي ، اويا دخپل بانكي حساب په ذريعه چه هغه هم يو خارجي بانك وي اخلي . كه چيري يوبيچاره ترافيك ديوباروړونكي موټر څخه ديرش څلويښت افغانۍ اخلي اوهغه وښارته دورځي پريږدي نودلته دمجبوريت او بيچارګۍ موضوع ده ګرچه رشوت ورته ويل كيږي اويوعامل يي ډيرلږ تنخواه ده ،اما كله چه يو لوي چارواكۍ په لكهاؤ ډالر رشوت اخلي نو داقطعا دبخښني وړ نه دى .
رشوت دتحفو اوسوغاتونو په ډول : دايو بل ډول درشوت دى چه دمنقول او غير منقولو توكو څخه عبارت دي لكه يو نمره مځكه ،باغ ،كور ،اپارتمان ، موتر ،زيورات ،زينتي توكي ،دزياتوپيسوساعت ،فرنيچر او نور توكي شامل دي .
دفساد اداري نور انواع:
• كله چه وزيران يا نور چارواكي دداخلي او خارجي ساختماني ،خدماتي او فني شركتونو سره دپروژوداجرا لپاره قراداد كوي نو دلته ملوث او په فساد اخته چارواكي كولاي سي درغلي وكړي يعني كولاي سي چه دپروژي په اړه بنيادي معلومات اومالي وجي ومورد هدف شركت ته وركړي ،اوداسي شرايط اماده كړي چه هم هغه شركت دداوطلبي په جريان كي كاميابه سي ، عملا ليدل سوي دي چه په ولايتواوښارونو كي يوازي محدود شمير خصوصي شركتونه پروژي ترلاسه كوي او په يوه وخت كي ډيري پروژي مخ ته وړي ، داددي وجي نه چه داډول شركتونه ښه منابع ،دكار افزار او ظرفيتونه لري ، بلكه ددوي فرق دنورو شركتو سره نه سته اما دفساد داړيكو موجوديت لوي عامل دي ، نورساختماني شركتونه لاس تر زنه ناست وي ، په اوسني حالاتو كي چه اكثره پروژي دخصوصي سكتور په ذريعه ترسره كيږي ،مثلا نن ورځ تقريبا تول روغتيايي خدمات دانجوګانو په ذريعه ترسره كيږي اوهمدارنګه مخابراتي خدمات او دكانو معدن ،سركانو او نوروبيارغوني چاري وخصوصي سكتور ته په داوطلبي وركول كيږي، اودوزارتونو لخوا ډير قرادادونه دشركتونو سره امضا كيږي ،ديرش كاله پخوا اكثره پروژي او ټولنيز خدمات دمربوطه وزارت لخوا سرته رسيدل او يا نړيوالو معتبرو كمپنيوته په داوطلبي وركول كيدل ،اوس داسي نه ده بلكه ډير خصوصي شركتونه په ډيرسرعت رامنځ ته سوه چه دظرفيت اوكيفيت له پلوه ډير كمزوري دي اوهمدا خصوصي شركتونه دي چه ډول ډول پروژي اودبيا رغوني كارونه په خراب كيفيت اما په ډيروپيسوترسره كوي ،حتي شخصي امنيتي كمپني جوړي سوي ،او حكومت ته يوازي ستراتيژي جوړول او نظارت پاته دي چه متاسفانه په نظارت او تفتيش كي حكومت پاته راغلى دى او داپاته راتلل ددوو عاملو له وجي يو داچه دخراب امنيت له وجي ساحي ته څوك نه سي تللي او اجرا كوونكي هم په دي پوهيږي چه تفتيش او نظارت نه سته نو په نتيجه كي دكار كميت او كيفيت فوق العاده كښته وي او بعضي وخت هيڅ كاراوفعاليت هم نه وي سوي او دپروژي راپور صرف دكاغذ پرمخ وي ، اوبل داچه هغه كسان چه نظارت كوي په فساد اخته وي .
• كله چه يوچارواكۍ په رسمي وخت كي په خپلو شخصي كارونو پسي ورك وي ، حال داچه كلنۍ رخصتي هم لري مګر استفاده نه ځني كوي بلكه ددولتي وخت څخه نامشروع ګټه اخلي . فساد فساد دى لوى او كوچنى نلري همدا كوچني تخلفات دي چه په لويو فساداتو بدليږي .
• يوچارواكۍ ددولتي موټر څخه شخصي استفاده كوي ،دچارواكي ميرمن په دولتي موټركي چكرونه وهي . دموترو درست مراقبت او څارنه نه كيږي په وخت اوزمان روغنيات نه وربدلوي اما پيسي يي جيب ته اچول كيږي او حتي پرزي او بطري يي په زړو بدليږي . تاسو به وګوري چه ددي نوي رينجر موترانو څخه څه شي جوړيږي ،ډيره غلطه استفاده ځني كيږي . دشهيد سردارمحمد داود خان په عصركي دولتي موټران به پسله رسمي وخته په دفتر كي ولاړوه خواوس دولتي موټران ټول وخت دچارواكي په كوركي ولاړ وي .
• ددفتر دفرنيچر ،لوازمو لكه تلويزيون ، كمپيوتر ،كمري ،فرش اوظرف څخه شخصي استفاده كول .
• دمراجعينو سره خراب سلوك كول ، كيداي سي مراجعين خصوصا بي واسطي كسان په ورځو انتظار وباسي اوورته وويل سي چه وزيرصاحب مصروف دى او ياپه مجلس كي دى سبا راسه ، اوكله چه همدا وزير صاحب ته يو متنفذ شخص او يا دپارلمان غړي راسي نو جناب وزير كافي وخت لري او دوزارت تر دروازي پوري يي مشايعت كوي ، همدا دفساد اداري يو نوع ده . دكارونو غيرضروري ځنډول چه ورشوت ته زمينه مساعدوي .
• كيداى سي چه يو چارواكۍ خپل مامورين ترفشار لاندي راولي چه دده سفريه اوكرايه زياته محاسبه كړي مثلا دپنځوورځوپرځاي لس ورځي . دخريداري په وخت كي داسي كسان وټاكي چه پخپله دده كسان وي او داسي توكي خريداري كړي چه دډير كښته كيفيت درلونكي وي او چارواكۍ خپل شخصي ګټه واخلي.
• چارواكي كولاي سي چه دروابطو په ذريعه خپلو اولادونو ته دخارج تحصيلي بورسونه واخلي په داسي حال كي چه ددوي اولادونه به ددي وړتيا هم ونه لري ،او يا خپل زامن په لوړو پوستو كي مقرره كړي چه نه يي وړتيا لري اونه تجربه . كيداى سى چارواكي خپلو پاكو ملازمينو ته دسيسي جوړي كړي ،په يو او بل نامه يي دخپلي اداري څخه تبديل كړي او په عوض يي دځان په ډول ملوث كسان په كاروګماري اويا دخپلي سياسي مفكوري يا حزب ملګري چه دكاروړتيا هم نه لري مقرركړي .
دفساد اداري دمنځه وړلو لاري چاري:
• دفساداداري دمنځه وړلو لپاره يوه مستقله اداره چه دولاياتو په سطح واحدونه ولري ، دا اداره يوازي په نامه اداره نه وي لكه اوس چه برحاله ده بلكه يوه ډيره فعاله او دصلاحيتونو درلونكي وي ، په دي اداره كي بايد ډيرامين او دهرفساد څخه پاك كسان وګمارل سي چه دكاركولو پوره طاقت او ظرفيت ولري . په ټولو دولتي دوايرو كي كار واهل ته وسپارل سي چه دكاردوړتيا سره امانت اوصداقت ولري ، دفساد په وړاندي يوه عملي ستراتيژي اوطرزالعمل جوړ اونافذ سي ، كيداي سي دنوروممالكو دتجاربوڅخه استفاده وسي.
• دنورو اړوندو اورګانونو همكاري اوونډه اخيستل ډير اړين دي ،نوموړي اورګانونه عبارت دپوليس ،څارنوالي ،دولتي محاكم اونوري اداري ، دهري اړوندي اداري يا ارګان مسؤليتونه بايد ډيرڅرګند او ښكاره وي ،حتي زموږ پارلمان ډير مسؤليت لري ،همداپارلمان دي چه وزيرانو ته داعتماد رايه وركوي او بيا هم همداپارلمان دى چه دوزيرانو داستيزا او راغوښتلو واك لري چه بيرته يو وزير سلب اعتمادكړي .
• كله چه يوچارواكۍ پررشوت يا اداري فساد باندي ونيول سي بايد چه دوسيه يي ډير ژر حل او فصل سي او مجرم ته لازمه سزاوركړه سي او په رسنيوكي دنوموړي مجرم په هكله معلومات خپاره سي چه دنوروچارواكو دعبرت باعث وګرزي . اكثره ليدل سوي دي چه دفساد اورشوت دمرتكبينو دوسيي قصدا ځنډول كيږي اوقرار قرار وفراموشۍ ته سپارل كيږي . ليدل سوي دي چه په فساداخته چارواكي ديوه ولايت څخه بل ولايت ته اويا ديوه پوست څخه بل پوست ته تبديل سوي دي چه دفساد دپراختيا باعث ګرزي اودفاسد چارواكو جرات نورهم ډيريږي او خپلي ريښي نور هم ځغلوي چه دبين المللي مافيا سره اړيكي ټينګوي او ددغسي كسانو ايسته كول اسانه نه وي .
• ديو قوي نظم او دسپلين موجوديت په ټولو دولتي دوايرو كي چه دولتي او اداري مقررات عملي او اجراكړي . هره اداره بايد په منظم ډول هفته وار ،مياشتنۍ اوكلنۍ راپور خپلوچارواكو ته وركړي اولوړچارواكي بايد نوموړي راپورونه ارزيابي كړي اوبيرته دراپورپه جواب كي خپل ارزوني اوهدايات چه په انګريزي كي ورته فيډبك وايي وركړي .
• ددوامداره قوي تفتيش او نظارت موجوديت چه په منظم ډول اجرا سي ، خصوصا په عايداتي دوايرو كي لكه ګمركات ،ترانسپورت ،دټكس او مالياتو اخستلو اداري او نور . دپرمخ تللو تكنالوژيو څخه كار اخيستل او دپروسيجرونو اسانول اوساده كول چه په اساني سره تخلف او فريب پيدا سي . كه چيري ضرورت وي دتفتيش او مراقبت مشهوري نړيوالي اداري استخدام سي چه ديوي اداري ياپروژي تفتيش اومراقبت وكړي .
• دچارواكو دشتمنيو ثبت مراقبت او څارنه ، زموږ په هيواد كي يوازي دوزيرانو او لويو چارواكو شتمني دتقرر په وخت كي راجستر كيږي اوبس وروسته بيا محاسبه اوپوښتنه نه سته ، كه وليدل سي چه ديوچارواكي شتمني په غير مترقبه ډول زياتيږي (دنوي ډول موټر رانيول ،دمځكو كورونو رانيول او داسي نور) نو بايد چه نوموړي چارواكۍ ترسري او مخفي مراقبت لاندي ونيول سي.
• لږ معاشات چارواكي مجبوره كوي چه رشوت او فساد ته رجوع وكړي ، نولازمه ده چه په معاشاتو كي لازم زياتوالۍ راسي . دلويو چارواكو او دپارلمان دغړو معاشات ارزيابي او تثبيت سوي دي حال داچه دكښته رتبه مامورينو معاشات تراوسه نه دي لوړسوي چه كښته رتبه مامورين په علاقه مندي سره كارنه كوي او درشوت اخيستلو ته مجبوره كيږي .