کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / امريكايي پوځ ولې روحيه بايللې؟

امريكايي پوځ ولې روحيه بايللې؟

 
كله چې هره ورځ د خپلو ملګرو مړينه په خپلو سترګو ګوري او هره ورځ د دوى په غم او وير باندې اوښكې تويوي، نو بايد چې روحيه له لاسه وركړي، ځكه چې دا مړينې داسې مړينې دي چې پاى نه لري او نه هم ياد شوي سرتېري د داسې پېښو پاى ته هيله لري. بلكې پر دوى باندې يوم البتر را روان دى كه هر څومره ډېرېږي همدومره ډېر وژل كېږي او ټپيان كېږي.
د امريكايي پوځيانو مړينې په روان كال كې تر بل هر وخت ډېرې شوې دي، او داسې ورځ لږه پيداكېږي چې د دوى له ډلې څخه دې يو او يا دوه كسه خپل ژوند ته د پاى ټكى كېنږدي. دوى اوس له دې ژوند څخه زړه توري شوي دي او په يوه روحي كشمكش بوخت دي، دوى نه پوهېږي چې ولې په دې دنيا په دوزخ كې پراته دي او هره ورځ د يوه او يا څو سرتېرو په له منځه تللو باندې اوښكې تويوي.
 د امريکا پوځ وايي چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو روحيه کمزورې شوې. په دې هېواد کې د تېرو اتو کلونو په جګړه کې سږ کال د دوى د تلفاتو شمېر تر هر وخت زيات شوى دى.
د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د يوې نوې نظرپوښتنې له مخې، چې د جګړې په محاذونو کې څو مياشتې مخکې شوې، ښيي چې په امريکايي سرتېرو کې ذهني پرېشاني، ناکراري او نورې رواني ستونزې زياتې شوې دي او له بلې خوا د دوى روحيه يا مورال هم خورا کمزورى شوى دى.
دوى اوس له دې وېره لري نه چې امريكا افغانستان ته نور سرتېري راواستوي، ځكه دوى پوهېږي چې كه هر څومره سرتېري ډېرېږي دومره ورسره د دوى ستونزې ډېرېږي او همدومره ډېر وژل كېږي.
د امريکا پوځ وايي چې دوى په افغانستان کې د روحي ناروغيو لپاره ډاکټران او کارپوهان نه لري، چې له سرتېرو سره په دې برخه کې مرسته وکړي. د هغوى په وينا د داسې کسانو کموالى وروسته له هغه لا زيات احساس شو، چې د ولسمشر بارک اوباما په امر په لسګونو زره نور سرتېري افغانستان ته واستول شول.
له بلې خوا هلې ځلې کېږي چې افغانستان ته نور ارواپوهان واستول شي، چې په دغه هېواد کې له مېشتو سرتېرو سره د رواني ستونزو په برخه کې مرسته وکړي.
ځينې راپورونه وايي د متحدو ايالتونو د تکزاس د فورډ هوډ په پوځي اډه کې د ۱۳ امريكايي پوځيانو د وژلو له پېښې وروسته په امريکايي ځواکونو کې د رواني ستونزو مسئله لا جدي شوې ده. د امريکا په فورډ هوډ پوځي اډه کې يوه ارواپوه ډاکټر پر امريکايي ځواکونو ډزې وکړې چې په ترڅ كې يې ۱۳ تنه ووژل او ۳۱ نور يې ټپيان کړل. اوس د دوى په پوځ كې ګډه ګډوډي رامنځ ته شوې ده. په دوى كې روحيه له لاسه وركول يوازې په افغانستان پورې نه دي تړل شوي دا پېښې په خپله د دوى په ټاټوبي امريكا كې هم رامنځ ته كېږي. دا ځكه چې د امريكا سرتېري تل په وېره كې دي چې دوى به په څه ډول يو هېواد كې د جګړې لپاره استول كېږي، عراق، افغانستان، شمالي كوريا، ايران، پاكستان او كه كوم بل ځاى. دوى ځكه په روحي ناروغۍ اخته كېږي چې دا ټول ځايونه د دوى لپاره د مرګ په كندو بدلېږي لكه چې نن ورځ يې ټوله نړۍ په افغانستان كې ويني. نو له همدې امله موږ هېڅ وخت د دوى پوځيان نه شو ملامتولاى او دوى ته حق وركوو چې خپلې روحيه له لاسه وركړي.