په افغاني او بهرني مطبوعاتو او محافلو کي، د حامد کرزي د نوي حکومت په باب راز راز نظريې او تبصرې خپرې او اظهار ېږي. البته، ځينی مثبتي او ځيني منفي؛ ځيني غولونکي او ځيني تریخې؛ او ځيني رشتني او ځيني بیا سراسر دوراغجني او زيانمي دي. دلته به فقط د دريو مهمو مفکورو په باب لنډه تبصره وسي. کېدای سي چي ټولي تبصرې په درو کتګوريو کي ووېشل سي.
لمړۍ مفکوره: هيڅ شی به بدل نه سي. پخواني داړماران به بیا حکومت کوي. افغان ولس به د تېر په شان د حامد کرزي او د هغه د دوپه ملګرو تر پرله پسې ګوزارونو لاندي وي.
دوهمه نظريه: حالات به څه ښه سي. په نوې کابينه کي به نوي څېرې را ښکاره سي. حامد کرزي هم د لوړي په مراسمو کي ژمنه وکړه چي رسمي بډي او ډاکې به ختموي.
درېیمه تیوري: حالات به لا خراب سي. بې کفایتي، رشوت، او غلا به لا ډېره سي. د نوي حکومت لوی شاخص به دوپه او ډاکه وي.
لمړی، هغه اش او هغه کاسه به وي. که څه هم د راتلونکي حوادثو اټکل ګران کار دی، خو « مياشت له لمړۍ ورځي څخه معلومېږي.» که چيري د حامد کرزي پر تېر اته کلن پېر باندي لږ و ډېر غور وسي، د خوشبينۍ او مثبت بدلون لپاره چندان ځای نسته. ځکه امکان نلري چي یو سړی په يوه ورځ کي زوړ عادت بدل کړي، او نوی اخلاق غوره کړي. د عادت خوشي کول تر ټول ګران کار وي.
دغه راز، حامد کرزي د انتخاباتو په ترڅ کي د ډېرو خلکو سره ژمني کړي دي، او هغوی اوس خپله ونډه غواړي. همدې خلکو په انتخاباتو کي له هيڅ ډول غلا، غبن، او رسوايي څخه ډډه و نه کړه، او ګرده عالم يې پر افغانانو باندي وخندوی. هغوی اوس د خپلو هڅو په بدل کي امتیازات غواړي او حامد کرزی مجبوره دي چي د هغوی سره خپلي وعدې پوره کاندي. د مثال په ټوګه، دوستم، سياف، او فهيم ته به څه جواب وايي؟ د حامدکرزي حکومت نه پخوا شرم او حیا درلوده، او نه به يې په راتلونکې کي ولري. نو بنا، همدا خرک او همدا درک به وي. لنډه داچي همدا مافيايي دولت به دوام لري.
دوهم، شرايط او حالات به ښه سي. پدې ډله کي د امريکايي او غربي عالي رتبه مامورينو په شمول د حامد کرزي د حکومت پلویان او مداريان هم شامل دي. د امريکا د بهرنيو چارو وزیره، مېرمن کلنټن، باور لري چي په کابينه کي به خامخا نوي کسان مقرره ېږي. کار به اهل ته سپارل کېږي، او د بډو او غلا مخه به نيول کېږي. حتی د ملګروملتونو استازي هم د اصلاحاتو او ښه حکومت سپارښت او امرونه کوي. هغوی وايي که چيري اصلاحات را نه وړل سي، د حامد کرزي پر حکومت باندي به دغربي نړۍ چاندې او اعانې بندي سي. غربي چارواکو په ډاکه د ځينو جګپوړو مامورينو د برطرفه کېدو تقاضا کوي. هغوی د دوستم، فهيم، او احمد ولي کرزي توقيف او يا برطرفه کول غواړي.
دا ډله خلک په« آب حيات» پسې ګرځي. ښکاره خبره ده چي آب حيات لټول د ساده ګانو کار دی. عاقل او هوښیار خلک امتحان سوی شيان بيا نه ازمويي. وخت نه ضایع کوي، او دعامه خلکو په سترګو کي خاوري نه پاشي.
بلخوا، د امريکايي او غربي چارواکو خوشبيني تر يوه حده د درک وړ ده. هغوی مجبوره دي چي همدا چټييات ووايي ځکه د حامدکرزي حکومت د دوی مخلوق دی، او دوی يې کامل مسوليت لري. دوی مجبوره دي چي دخپلو خلکو د غولولو لپاره همدا پرتي بيابيا ووايي.
خو هغه افغانان چي خوشبيني ښکاره کوي، د هغوی حساب کاملا جلا دی. هغوی زياتره هغه مداريان دي چي د حامد کرزي په حکومت کي خپله بقا ويني. هغوی پوهېږي چي ددې حکومت په شتون کي د دوی لپاره پنځه کاله نور د لوټ او تالان چانس برابرېږي. د دوی لپاره د ځان پوره کول، د« يوه کور» خاوند کېدل، او دخپل مقام ساتل تر بل هر څه مقدم او لمړی مقام لري. وجدان، انساني کرامت، او اخلاقي اصول د هغوی لپاره چټييات او بابېزه خبري دي.
درېیم، حالات به نور هم پسي خراب سي. غلا، لوټ او تالان به لا زيات سي. پنځه کاله وروسته به ضرور افغانستان د نړۍ اول لمبر فاسد حکومت ولري. دا مفکوره حقيقت ته ډېره نژدې ده. سياسي بصيرت، عقل، او له پخوانيو تجربو څخه درس اخيستل همدا حکم کوي چي د حامد کرزي نوی حکومت به تر پخوا لا ډېر غل، بې کفايته، او بېکاره وي. ځکه د حامد کرزي په حکومت کي اصلاحات امکان نلري. په دولت کي ادارې فساد دونه زيات سوي دی چي اصلاح يې د حامد کرزي تر وسي وتلې خبره ده. د حکومت ټول ارګانونه فاسد دي. په حکومت کي د افغاني نشنلزم څرک نه لګي. په دولتي چارواکو کي شرم، حيا، او له خدايه بېرېدل د پېريانو خبري دي.
بل دا چي حامد کرزی اصلا د اصلاحاتو خيال او فکر نلري. هغه په روان لوټ او تالان کي پوره ونډه لري، ا و د همدې حاکمي دوپه ډلي یو مهم جز دی. حالات به ځکه لا خراب سي چي د حامد کرزي په شمول د هغه ډله د بل ځل حکومت چانس نلري. هغوی به دا وار د ځانونو په مړولو او پړسولو کي پوره مهارت او شهکاري وښيي. د ښاغلي عادل په شان به نور وزیران هم د ۳۰ ميلونو ډالرو بډو په لټه کي سي. قاچاق به زور واخلي، او بيت المال به چور او تالا سي. همدا وزيران او واليان به يا پخپل ځای پاته سي، او یا به له يوه وزارت څخه بل وزارت او ولايت ته تبديل سي. لنډه داچي د ځان پوره کول به د حامد کرزي د حکومت لوی او څرګند شاخص وي.
له بده مرغه، بني ادمان عموما په هغه څه باور کوي چي غواړي باور په وکړي. دا د انسانانو لويه کمزوري ده. بني ادمان عموما واقعيتونو ته نه ګوري، بلکي د ځان د غولولو او اغفال لپاره لکه زرکه سر په واره منډي. بلخوا، افغانان د ځان په غولولو کي تاریخي تجربې لري. په تاریخ کي ښايي هيڅ ولس ځان دونه نه وي اغفال کړی لکه موږ افغانانو چي کړی دی. دا زموږ د سياسي شعور او بصيرت کمزوري ښيي.
کله چي طالبان قدرت ته ورسېدل، اکثرو افغانانو همدا خبري کولې. هغوی استدالال کاوه چي طالبان به ورو ورو اصلاح سي، حکومت کي به اهل کسانو ته ور خوشي کړي، او طالبان به بېرته خپلو حجروته ستانه سي او پر سبقانو به شرنګ واچوي. خو په خپلو ګناه کارو سترګو مو ولېدل چي دا خوشبينۍ ټولي غلطي را وختلې. طالبان تر پخوا لا سخت دریځه سول؛ په طالبانو کي راډيکاله جناح غښتلې سوه، او هغه کارونه يې وکړل چي اوس يې قلم په ليکلو شرمېږي.
د حامد کرزي د لمړي حکومت په باب هم ځینو خلکو د ځان او نورو د غولولو او ا غفال لپاره همدا چرندیيات ويل. هغوی استدالال کاوه چي ډېر ژر به د حامد کرزي حکومت له جنګسالارانو څخه ځان خلاص کړي؛ اهل کسان به په کارونو وګماري؛ او عمومي اصلاحات به راولي. خو اته کلونو تریخو تجربو د هغوی ټولي خبري ردي کړې.
نن سبا، يو ځل بيا ځیني افغان او بهرني ليکوالان او مبصرين همدا زړې خبري کوي. دوی وايي چي دا ځل به ضرور اصلاحات راځي. حامد کرزي هوډ کړی دی چي په اداره کي به اصلاحات راولي. بهرنيان هم پدې باندي ټنيګار کوي. نو بنا، خلک بايد څه حوصله او صبر وکړي. زما په ګومان له تاریخي تجربو څخه څه نه زده کول، کم عقلي ده. د ځان اغفالول د ځان او راتلونکې نسل سره بې غوري او ظلم دی. په آب حيات پسې لټون پوره حماقت او ساده ګي ده. والسلام.