کور / راپور / کندهار:دشطرنج سياليو اتلان په جايزو ونازول سول

کندهار:دشطرنج سياليو اتلان په جايزو ونازول سول

په کندهار کې د شطرنج لوبې د جوړ شوي ټورنمنټ اتلان په جايزو ونازول شول
د اراکوزيا افغان اعلاناتو شرکت له خوا په کندهار کې په لومړي ځل د شطرنج لوبې د ودې او پرمختګ په موخه پيل شوی ټورنمنټ د لېندۍ مياشتې پر لومړۍ نېټه پای ته ورسېد.
شطرنج لوبه چې په نړيواله کچه د يوې درنې او منل شوې لوبې په توګه پېژندل کېږي په د ځينو ولايتونو تر څنګ په کندهار کې هم زيات شمېر مينه وال لري د لړم مياشتې پر ٢٣ مه نېټه د اراکوزيا افغان اعلاناتو شرکت له خوا په کندهار کافي شاپ کې په لومړي ځل پر لار اچول شوی چې د ځينو دولتي لوړپوړو کسانو تر څنګ پکې يو شمېر فرهنګي کسانو او ګڼ شمېر نندارچيانو ګډون درلود.
په ياد شوي ټورنمنټ کې چې نهه ورځې يې دوام وکړ، په وروستي پړاو کې اووه لوبغاړي د کندهار متخبې لوبډلې ته غوره شول. په يادو شويو شپږو تنو کې انجنير عبدالواسع لومړی مقام، ډاکټر عبيدالله دويم مقام، استاد پاينده محمد درېيم مقام، سيد عبدالقدير شاه اغا څلورم مقام، پينځم بشيراحمد مقام، حاجي امين الله شپږم مقام او انجنير سيد کمال هاشمي اووم مقام تر لاسه کړ.
د ياد شوي ټورنمنټ د وروستۍ لوبې پر مهال د کندهار د سپورټ امير احمدالله ګلالي د ياد شوي شرکت له خوا د دې ټورنمنټ د جوړېدو له امله د مننې تر څنګ پر نورو شرکتونو او خصوصي ادارو ږغ وکړ چې په خپلو شته امکاناتو د سپورټ لپاره نورې هم هلې ځلې ګړندۍ کړي.
ښاغلي ګلالي چې برياليو کسانو ته د ځانګړو جايزو تر څنګ د شطرنج فدراسيون رئيس حاجي نعمت الله زلمي، د افغانستان د شطرنج د ملي ټيم او د اراکوزيا شرکت مسوول ظاهرجان پوپل ته ستاينليکونه ورکړل ښاغلي ګلالي له اراکوزيا شرکت څخه ددې ټورنمنټ او په ځانګړي ډول له ظاهرجان پوپل څخه مننه وکړه د سپورټ په برخه کې يې د ځوانانو د هڅولو لپاره ډېرې هلې ځلې تر سره کړي دي. او وخت پر وخت يې د سپورټ په برخه کې نه ستړي کېدونکي مرستې کړي دي.
عبدالواسع چې په ټورنمنټ کې يې لومړی مقام تر لاسه کړ، سورغر ته وويل، دا لومړی ځل دی چې په کندهار کې د شطرنج لوبې ټورنمنټ ته زمينه برابرېږي، نوموړی زياتوي چې دا ډول ټورنمنټونه به پر شطرنج لوبې زيات مثبت اغېز وکړي.
ښاغلی عبدالواسع د خبرو په ترڅ کې د اراکوزيا شرکت او سپورټ اميريت څخه ځانګړې مننه وکړه چې په کندهار کې يې د شطرنج لوبې لپاره د ټورنمنټ تابيا نيولې وه.
وروسته د شطرنج لوبې د فدراسيون رئيس نعمت الله زلمي هم د خبرو په ترڅ کې د دې ډول ټورنمنټونو د جوړېدو له امله خوښي وښوده او ټينګار يې وکړ چې دوی به هم د شطرنج لوبې د ودې او پرمختګ لپاره هلې ځلې ګړندۍ کړي.
نوموړي وويل، دا ټورنمنټ چې ټول (٣٠) لوبغاړو پکې ګډون کړی و، په ترڅ کې يې اووه وتلي لوبغاړي په نښه او له هغوی څخه يوه منتخبه لوبډله جوړه شوه چې همدا لوبډله به مرکز کابل ته د ولايتونو او مرکز په کچه په لوبو کې ګډون وکړي.
ظاهرجان پوپل چې د اراکوزيا شرکت په استازيتوب يې په غونډه کې ګډون درلود د کندهار د شطرنج فدراسيون له رئيس حاجي نعمت الله زلمي څخه له دې امله مننه وکړه چې د ټورنمنټ نظم او برابرولو کې يې تر خپله وسه مرسته کړې ده. ښاغلي پوپل وويل، د دې ټورنمنټ په جوړېدو کې ورسره يو شمېر شرکتونو لکه تواضع شرکت، ډاولنس شرکت او سپورټ اميريت هم ورسره ونډه لرلې ده. نوموړی زياتوي چې دوی به په راتلونکې کې دې ته ورته نه يوازې د سپورټ بلکې په ځينو نورو هنري، ادبي برخو کې هم خپلې مرستې ونه سپموي.
دا په داسې حال کې ده چې د اراکوزيا شرکت له خوا تېر کال هم په کندهار کافي شاپ کې د سنوکر لوبې انتخاباتي ټورنمنټ جوړ سوی و او په ترڅ کې د کندهار د سنوکر لوبې منتخبه لوبډله جوړه شوه.

دجايزو عکسونه وروسته پرليکه کيږي