د نورو ورځو په څيرمي نن هم د انترنت په نړيوال جال كى د افغانستان په هكله خپرى شوي ليكنه كتلي د خپرو شويو مطالبو په لړ كى دافغانستان استراتيژي قوت ته اړتيا لري تر سرليك لاندي ليكني مي پام خپل كړ, ځكه چى د ليكني ليكوال هغى زړى فلسفى ته اشاره كړي چى د تاريخ په اوږدو كى لوديځ د خپل استعماري خوزښت لپاره پلمه كړي ده , دنړۍ د خپلواكى ژغورل : كله چى د امريكا ولسمشر ويلسون په لومړۍ نړيواله جګړه كى ګډ شو, په كال 1919م كى يى وويل : ((تكراروم )) (هغه مورګاني چى خپل اولادونه يى په فرانسه كى له لاسه وركړي وو, ما ته راغلي اوزما لاسونه يى ونيول , پداسي حال كى چى دوي ژړل راته يى وويل چى الله د درسره وي د الله بركت دي په تا باندي شي , نو څه باعث ګرځي چى وطندارن ما ته د الله نه دعا غواړي , حال دا چى ما كانګرس ته نصحت كړي و چى داسي تګلاره خپله كړي چى د دوي اولادونه په كى مړه كيږي , او ما د دوي اولادونه بهر ته استولي دي , او ما د دوي اولادونه د نړۍ خطرناكو ځايونو ته ليږلي دي , هغه ځايونه چى مرګ پكى حتمي دي , نو ولي زما لاس نيسي راته ژاړي او د الله نه د بركت غوښتنه راته كوي ؟ ځكه چى دوي پوهيږي چى د دوي اولادونه د يو داسي شي لپاره مري چى له هر مادي شي څخه غوره دي , دوي باور لري چى دوي د نړۍ خپلواكي ژغوري او دوي په حق هم دي , نو اوباما هم په افغانستان كى د نوي استراتيژي د اعلانولو په هكله يوى ورته كيسى ته اړتيا لري ځكه چى په افغانستان او د نړۍ په نورو هيوادونو كى د امريكا زامن او لړوني خپلواكي ژغوري . دا د هغه مطلب يوه برخه ده چى په واشنګټن پوست كى خپره شوي ده خو سوال دا دي چى آيا ريښتيا د لوديځ او امريكا تير شوي او اوسني نظامي او سياسي خوزښت په نړي كى او په تيره په اسلامي هيوادونو كى د خپلواكۍ د ژغورلو لپاره دي كى د خپلواكۍ د جامى د څيرولو لپاره ؟
كه د اسلامي نړي وضعيت وڅيړو نوامريكا او لوديځ پدي هيوادونو كى د خپلواكى په ضد جګړه پيل كړي ده , داسي جګړه چى د انسان څخه هر ډول خپلواكى اخلي , ديني خپلواكي , كلتوري خپلواكي , ټولنيزه خپلواكى , سياسي خپلواكي …………………….., هغه جرمونه چى د خپلواكي دي ژغورلو تر نامه لاندي په اسلامي نړۍ كى تر سره كوي په تاريخ كى سارى نلري او د انسانيت ضمير حيرانوي , د خپلواكي تر نامه لاندي غواړي هغه د ماديت ارزښتونه په اسلامي نړۍ كى خواره كاندي چى لوديځه نړۍ پرته له دي ارزښتونو څخه بله لاسته راوړنه نلري , هغه ارزښتونه چى هيڅ ډول ايماني او روحاني تړاو د انسان او خالق العالمين تر منځ نشي پيدا كولي او په پايله كى انسان د يوى حيواني نړۍ لوري ته وړي .
خپلواكى بشريت ته د درنو درنو بمونو په ذريعه وړاندي كوي چى د خپلواكو او بيګناه خلكو ژوند په بي رحمانه توګه اخلي , كوچنيان , ښځي , سپين ژيري , او بيوزله خلك د خپلواكي لپاره وژني , د توپونو او الوتكو په زور خلك د لوديځ تهذيب او تمدن ته چمتو كوي , دا د ځنګل خپلواكي او تګلاره ده چى له پيړيو څخه يى د خپلواكي دژغورلو تر نامه لاندي په نړي كى پكار اچولي ده ,امريكا او لوديځ په اسلامي نړي كى د خپلواكي د ژغورلو لپاره داسي زندانونه جوړ كړي دي چى د بشريت په تاريخ كى سارى نلري , پدي زندانونو كى چى كوم وحشت او بربريت د انسانيت په ضد تر سره كيږي ټوله نړۍ تري خبره ده , پدي زندانونو كى چى كوم كرغيړن سلوك د بشريت سره كيږي د خپلواكي په مخ داسي څپړه ده چى هيڅ كله به د انسانيت له ذهن څخه هيره نشي , د انسانيت كرامت تر پښو لاندي كيږي , هر هغه څه چى د خپلواكى سره تړاو لري دلته تر پښو لاندي كيږي , انسان د حيوان په وړاندي بي عزته كيږي , د ګوانتناما , ابوغريب , بګرام , ……… … د زندانونو د وحشت نه ډكى كيسي بشريت ته د لوديخ د خپلواكي تحفه ده , دا زندانونه د امريكا په ټنډه كى هغه د پيغور تور داغونه دي چى هيڅكله به ورك نشي , دا دلوديځ د خپلواكي په هنداره كى هغه داغونه دي چى په ځلانده توګه هر چا ته ښكاري , امريكا او لوديځ خپلواكي په زندانونو كى ژغوري , بشريت ته خپلواكي په زندانونو كى ښي .
سربيره پدي د خپلواكى د ژغورلو تر نامه لاندي امريكا او لوديځ زموږ سره د فكر او ژبى او قلم په ذريعه په دوامداره توګه جګړه كوي , او دا ليكنه هم هغه ذهنيت د امريكا په ټولنه كي راپاروي يا په بل عبارت د راژوندي كولو كوښښ كوي چى د امريكا عام وګړي يى منل ته چمتو نه ښكاري , او هغه دا چى د امريكايانو زامن او لړوني د خپلواكي د ژغورلو لپاره افغانستان او عراق ته استول شوي دي , هغوي خپل اولادونه د امريكا د هيبت اووحشت لپاره قربانولو ته حاضر ندي .
امريكا او لوديځ اسلامي نړۍ ته د روسيى په څيړ خپل هيبت او فرعونيت غزول غواړي , كه د انګليسانو هيبت د افغانانو تر پښو لاندي شوي او هغه امپراتوري يى له خاورو سره برابره شوه چى چا يى په وړاندي د سر اوچتولو جرات نشوي كولي , كه د روسانو هيبت چى نيمه اروپا يى لړزوله او داسي د وسپني كړي يى تري تاو كړي وه چى د ماتيدو ګمان يى نه كيده د افغانانو تر پښو لاندي شو , نو د افغانستان په ګرداب كى د امريكا او لوديځ پايله هم تر تيرو شويو امپراتوريو ښه نه ښكاري , داسي بريښي چى د لوديځ خپلواكى هم په افغانستان كى سر وخوري , دا فلسفه چى امريكايان د خپلواكي د ژغورلو لپاره نړۍ ته وتلي نوره زړه شوي ده , او ښايى دا زړه فلسفه د امريكا نوي ولسمشر اوباما ته د افغانستان په هكله اغيزمنه نه وي .