کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ولسمشر کرزي ته د مبارکۍ پر ځاى پرانيستى ليک

ولسمشر کرزي ته د مبارکۍ پر ځاى پرانيستى ليک

ټول پوهيږي تاسو له هغه مهاله چې امريکايي پوځيانو د طالبانو واکمنۍ د راپرځيدو په پلمه پر افغانستان پوځي يرغل وکړ بيا تر لنډ مهالې او انتقالي دورې پورې، همداشان په پنځه کلنه منتخبه دوره کې ډيرې زياتې منډې ترړې وکړې. دا چې يا خو ستاسو په منډو ترړو کې اخلاص او برکت نه و يا مو تجربه کمه وه، يا نور کورني او بهرني عوامل وو، ومو نه شواى کړاى په افغانستان کې ملي يووالى، ملي تفاهم، امنيت او ثبات روالئ بلکې وضعيت له لنډمهالې ادارې را وروسته تر دې دمه له يوې ورځې نه پسې بلې ته لا پيچلى او خراب شو، ستاسو په اصطلاح (( سر لوړى او سمسور افغانستان)) خو پرځاى پريږده چې نورې ډيرې ورانۍ هم رامنځته شوې.
موږ نه غواړو تر دې زيات ستاسو په تيرو برياوو او ناکاميو وغږيږو ځکه پر هغو، هم ستاسو، هم د افغانستان مظلوم او بې دفاع ولس او هم د بهرنيانو سرونه ښه خلاص دي ، خو اساسي او اصلي خبره دا ده چې تاسو افغان ولسمشر به د دې لپاره چې تر دې وروسته د افغانستان خلک له ټولو بدبختيو، مرګ ژوبلې، ځورونې ، فقر، بې کارۍ، ګواښونو ، هر ډول تيري، تاوتريخوالي او … څخه نجات ومومي په يوه هوسا، باثباته، اباد، سرلوړي ، يوموټي، باعزته د ملي او اسلامي هويت څښتن، په خپلو پښو ولاړو خپلواک او مستقل افغانستان کې ژوند وکړي کوم کارونه وکړئ، په څه ډول يې تر سره کړئ په دې تړاو تاسو ته په څو ټکو کې زموږ مشوره دا ده:
1. ستاسو راتلونکې اداره بايد له غلا، چور، رشوت او په ټوله کې له هر ډول اداري فساد څخه پاکه او خلاصه اداره وي. د دې کار لپاره تاسو کولاى شئ په لومړي سر کې خپله کابينه د مصلحتونو پر بنسټ نه بلکې د اهليت، سپيڅلتيا، پرهيزګارۍ د خداى (ج)، هيواد او خلکو سره د ريښتنې مينې لرلو پر معيارونو جوړه کړئ، نور نو د هيواد د برخليک په ټاکلو کې له غلو، جنګ سالارانو، زورواکيو،جنايتکارانو، قاچاقبرانو، شوکمارو، د افغانستان او افغانستان د ملي ګټو، اسلامي، ملي او کلتوري ارزښتونو دښمنانو سره د ملي مشارکت تر برغولي لاندې هيڅ ډول نا مقدسو سياسي مصلحتونو ته زړه مه ښه کوئ. که په افغاني ټولنه کې د دوى له اغيز او نفوذ ويره لرئ او فکر کوئ چې دوى به مو د کار پر لاره کې درته ستونزې او خنډونه رامنځته کړي له دې خو هيڅکله هم مه ويريږئ ځکه نوموړي کسان اوس د ولس په منځ کې ځاى نه لري.او که تاسو يې ورټۍ ولس به مو لاس نيوى او ملاتړ وکړي،دوى به د ستونزو او خنډونو د راپيدا کول هيڅ مجال ونلري او دا (( غل به بيا په غره کې نه ځائيږي )) د واليانو او ولسوالانو ټاکنه خو لا زياته پاملرنه او ډير دقت غواړي.
2. افغانستان او افغانان تر بل هر وخت زيات د امنيت د نه شتون له کړاوه کړيږي تاسو په افغانستان کې د امنيت راوستل او ټينګښت په ټولو لومړيتوبونو کې لومړى وګڼۍ او دى موخې ته د رسيدو لپاره لاندينۍ چارې ترسه کړئ:
– مخکې تر دې چې د ملي اردو او ملي پوليسو د شمير د زياتوالي، روزنې او سمبالونې خبرې وکړئ، د ملي دفاع وزير، د وسله وال پوځ لوى درستيز، د کورنيو چارو وزير او د ملي امنيت لوى رئيس په ټاکلو کې له ژور فکر، ډير زيات غور او دقت څخه کار واخلئ او پردې پوستونو داسې کسان وګمارئ چې د کاري وړتيا، پوهې سپيڅلتيا ترڅنګ يې د افغانستان له ملي ګټو، ملي هويت، ملي حاکميت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتيا، ملي او اسلامي ارزښتونو او ملي نواميسو څخه ننګه او دفاع يې په روح او وينه اخښل شوې وي، په هغه صورت کې کې به بيا د کميت او کيفيت له پلوه د وسله والو ځواکونو د پياوړتيا کار درته ډير اسان شي.
– په افغانستان کې د ميشتو بهرنيو ځواکونو موجوديت او فعاليت دې د قانون په چوکاټ کې راشي د هر ډول خپلسرو عملياتو، د کورونو د تلاشۍ، د بيې ځايه نيونو او بيديانولو او … مخه دې ونيول شي.
– له طالبانو سره بايد د رښتنې سولې، مذاکرې او پخلاينې دروازې پرانستل شي او دوى سره هر ډول مذاکره، جوړجاړى، پخلاينه او مصالحه د افغاني ټولنې له دود، دستور او چلند تر مخې وي او د دې کار لپاره د منازعاتو د حل د کورنيو او بهرنيو تجربو نه په ګټې اخيستنې بايد يو افغاني ميکانيزم رامنځته شي. له طالبانو سره د مذاکرې لپاره تر مذاکرې د مخه بايد هيڅ ډول شرط وړاندې نه شي.
زموږ مشوره دا ده چې له طالبانو سره د پخلاينې لپاره د ملي مشارکت په چوکاټ کې طالبان په واک کې شريک کړل شي او د دوى واک ډير واضح، څرګند، شفاف او کافي وي.

3. په افغانستان کې ثبات را وستو لپاره مټې را بډ وهئ او دې ارمان ته د رسيدو لپاره بايد ډيرې خولې توى شي. امنيت او ثبات دوه جلا مفهومونه دي خو يو له بله نه بيليدونکي دي او يو پر بل اغيز لري په افغانستان کې د ثبات په را وستو کې د دولت ترڅنګ د ولس ونډه هم ډيره زياته ضروري ده.
ولس هغه مهال په ثبات کې اغيزمنه ونډه لرلاى شي چې د دولت له خوا نسبي امنيت را منځته شي، خلکو ته په ټولو سياسي، اقتصادي، ټولنيزو ، فرهنګي او پرمختيايي برخو کې بنسټيز کارونه پيل شي. د سياسي، اقتصادي، ټولنيزې او فرهنګي غوړيدا لپاره دې د افغانستان ټولې سيمې د لومړيتوبونو له پلوه په دريو کته ګوريو وويشل شي هغه سيمې او ولايتونه چې د تاريخ په اوږدو کې هم پام ندې وراوښتى او د ژوند په ټولو ډګرونو کې وروسته پاتې ساتل شوې په لومړۍ ډله کې وشميرل شي او په ترتيب سره دويمه او دريمه کته ګوري جوړه شي او د دولت لخوا هغه پاملرنه چې د پرمختيا او پراختيا لپاره يې بايد سيمو او ولايتونو ته وکړي د همدغو کته ګوريو پربنياد وي. اصلاً متوازن انکشاف هم همدې ته وايي چې چيرې څومره اړتيا وي هغومره کاروشي.
تاسو او ستاسو راتلونکې ادارې ته بايده دي چې په افغانستان کې د قبات د رامنځته کيدو لپاره خلکو ته په سياسي ژوندانه کې د پراخ ګډون زمينې برابرې کړي او د خپلو سياسي مخالفينو سره د سياسي اخلاقو په چوکاټ کې چلند وکړي.
په افغانستان کې دې د مدني ټولنې انکشاف لپاره داسې لارې چارې ولټول شي او مرسته دې وشي چې ټول مدني بنسټونه په خلاص مټ وکولاى شي د دولت له کړو وړو څخه څارنه وکړي او پر دولت د فشار د وسيلې په توګه خپل رسالت په ښه شان تر سره کړي.
د بيان او فکر د ازادۍ لپاره دې رښتينې زمينه برابره کړاى شي رسنۍ چې دې موخې ته د رسيدو لپاره يواځينۍ ښه او اغيزمنه لاره ده، د دوى کار دې دداسې يو قانون په چوکاټ کې تنظيم شي چې په هغه کې د وضع شويو محدوديتونو يو څرګند تعريف تسجيل شوى وي. تر دې ورها خوا دې په بيلابيلو پلمو او نومونو دولت د رسنيو د کار پر وړاندې خنډونه ، نه جوړي د هغو رسنيو د فعاليت مخه دې ونيسي چې د هيواد په زياتره سيمو کې قانوني مجوز پرته د بهرنيانو لخوا او د بهرنيانو په مرسته چليږي.
د عدالت او قانونيت واکمني يو بل ډير مهم اصل دى چې کولاى شي د ثبات په راوستو کې ډيره ونډه ولري. الله(ج) ټول لمريز نضام په عدل او تعادل چلوي ، کله چې موږ د عدالت او قانونيت کليمې پر ژبه راوړو هدف يې دا وي چې د ظالم څپيړه د مظلوم پر مخ ونه لګيږي او که د لګيږي جزا يې ووينې، همداشان حق ته حق او باطل ته باطل وويل شي، د چا پر حقوقو تيرى ونه شي او د ټولنې اوسيدونکي له هغو حقوقو څخه برخمن وي چې خداى(ج) او قانون ورکړي دي.
د دې کار لپاره دې عدلي او قضايي ارګانونو ته ډير جدي پام وشي، په راس کې دې ورته داسې کسان وټاکل شي چې د عدل پر بنياد د قانون د تطبيق او د قضاوت وړتيا او سپيڅلتيا ولري، دا ارګانونه چې له سره تر پښو په رشوت او اداري فساد ډير سخت ککړ دي او له اوږدو کلونو راهيسې يې د خداى (ج) د احکامو او قانون په رڼا کې سم قضاوت نه دى کړى د بې ثباتۍ ډير ستر لامل دى نو هڅه دې وشي چې د دغو ارګانونو د کار په سيستم کې بدلون راشي تر څو د دې جوګه شي چې په ټولنه کې د ټولو بې عدالتيو او قانون ماتونې مخه ونيسي.
د ملي خائنينو او جنګي جنايتکارانو لپاره دې ځانګړې عدلي او قضايي اداره جوړه شي ځکه د دوى په محاکمه کولو کې ځنډ د هرې پلمې لاندې چې وي د بې ثباتۍ دوام دى .
دا وو د مبارکۍ پر ځاى تاسو ته پرانيستى ليک په راتلونکي کې د نورو دا ډول مبارکيو په هيله .

په مينه او ادب
ګډ کور مو ودان

د مزل جريدې اداره – خوست