د افغانستان په تاريخ كې دادى د دوهم ځل لپاره د عام ولس رايو اعتبار پيدا كړ، په عامه راى اخيستنه كې د گڼ شمېر درغليو او ناسميو سره سره، چې د زور او زر په روانو حاكمو شرايطو كې يې شتون له پخوا څرگند و، ښاغلي حامد كرزى دنورو سيالانو په پرتله د ډېرو رايو په تر لاسه كولو د دوهم ځل لپاره د افغانستان جمهور رئيس وټاكل شو او نن پنجشنبې دروان کال دلړم پر 28 نېټه يې د جمهوري رياست د دوهمې دورې د لوړې مراسم تر سره شول .
جمهور رئيس د تحليف په مراسمو كې د راتلونكو كړنو په هكله ښه رنگه وينا واوروله، خداى ته ښكاره ده، چې د خبرو لحن او اداء يې فاتحانه وه او داسې ايسېده لكه د تيرو اتو كالو په اوږدو كې د لاسته راغلوسياسي او اجرائيوي تجربو په ذخيره چې ښه ډاډه او بارمند وي . سره له دې چې د سياسي چارو زياترو څارونكو د ټولټاكنو د كمپاين په هماغه پيل كې لا د ښاغلي حامد كرزي په گټه د انتخاباتو د پايلو وړاندوينه كوله . شايد په خپل برياليتوب به كانديد جمهور رئيس ښاغلى حامد كرزى هغه وخت هم ډاډه و، نه له دې كبله، چې دى تر ټولو غوره كانديد دى، بلكې په كامل باور له دې كبله، چې د افغانستان دتاريخ د خورا كړكېچنو اتو كلونوپه اوږدو كې د دولت مشر توب ښاغلي حامد كرزي ته هم ښه اداري امكانات او هم له ولس سره د پراخو اړيكو تامينات په لاس وركړي وو او د همدغو امكاناتو له بركته يې هم په كور دننه او هم د نړيوالو لوبغاړو په ذهنيت كې د بې بديله كانديد ځاى نيولى و. خو ښايې په ځانگړي ډول د تحليف په مراسمو كې ځكه تر بل هر وخت شاداب ، ځلېدونكى او فاتح ښكارېده ، چې د ښاغلي صبغت الله مجددي په قول په دې وروستيو كې « بسياريها در داخل و خارج كوشش كردند كه جناب كرزى رئيس جمهور نشود ، مگر خواست خدا عملي شد، ايمان ما كامل شد به اين كه عزت و ذلت ازطرف خداوند(ج) است، نه در دست اين وآن … » چې رښتيا خبره وي د ښاغلي حامد كرزي د دوهمې دورې جمهوري رياست د تحليف مراسم هم د شاندارۍ اوهم د نړيوال اشتراك له مخې په سيمه كې بې نظيره او بې جوړې وو. په دغو مراسمو كې له پينځه څلوېښتو زياتو بهرنيو لوړ پوړو چارواكو او د استازو هيئتونو گډون د دې خبرې ښكارندويي كوي، چې نړيواله ټولنه « په سر كې د امريكا متحده ايالات » د خپلو شكونو ،ترديدونو ، انتقادونو او حتى كله ناكله گواښونو سره سره لا تر اوسه په افغانستان كې د ښاغلي كرزي بديل نه لري او تر نورو پينځو كلو مجبور دي له همده سره په جوړ جاړي كې انډيوالي وپالي .
د اوسنيو حالاتو يوه مهمه ځانگړتيا دا ده ، چې ښاغلي كرزي ته هم په كور دننه او هم په نړيوالو محافلو كې د يو كامياب ولسمشر په سترگه نه كتل كيږي، خو سره له دې هم د كورنيو او هم د بهرنيو د سنجش په تله كې بې بديله وخوت او دادى بيا د دواړو ملاتړ له ځان سره ويني .
ښاغلي كرزي چې له يوې خوا په ټولټاكنو كې د نورو په پر تله زياتې رايې گټلې، له بلې خوا ده ته له معينو سرنوشت ټاكونكو گواښونو وروسته، د نړيوالې ټولنې د ملاتړ لاس د پخوا په څېر اوږد ښكاري اوله بله پلوه د ولسمشر په توگه د اتو كلو كاميابو او ناكامو اقداماتو او كاري تجربې په پوره ثروت ډاډمن دى ، بايد هم د ټولو هغو چلنجونو او ويجاړو په وړاندې مسلط اوفاتحانه وځليږي ، چې خلكو ته يې په راتلونكو پينځو كلونو كې د هغو د سمون په باب د جدي ، قاطع او هر اړخيزو اقداماتو وعده وركړې ده .
له ټولو هغو ناخوالو او بد مرغيو سره سره چې تاريخ يې شايد د ښاغلي كرزي له نامه سره وتړي، په ډاډ سره ويلاى شم ، چې ښاغلي كرزي لا تراوسه د تاريخ په وړاندې هر څه له لاسه نه دي وركړي او همدا اوس ډېر ښه امكانات په لاس كې لري،چې د تاريخ له ازموينې بريالى او سرلوړى ووځي. لاتر اوسه ښاغلى كرزى د نړيوالې لوبې د بدنامو لوبغاړو د استكباري هوسونو او د بوش د ادارې د خداى ناترسو بدماشانو د بې بندو باره مارش او انډوخر بېچاره قرباني دى ، خو لا اوس هم پوره توان لري د هغه څه په وړاندې دغوڅ اقدام فيصله وكړي ، چې تر اوسه د ده د ناكامۍ او بدنامۍ باعث بلل كيږي .
ښاغلي ولسمشر تر لوړې اداء كولو ورسته په خپلو خبرو كې وويل ، چې په راتلونكو درېو كلونو كې به د داخلي امنيت د ساتلو چارې ( صلاحيت او مسؤليت) په كامل ډول د افغانستان ملي اردو او ملي پوليسو ته وسپارل شې، د متهمينو او مجرمينو دوسيې او د بنديانو ساتنه او څارنه به افغاني لوري ته تسليم شي، داخلي او خارجي شخصي او خصوصي امنيتي كمپنۍ به منحلې او وظايف به يې دولتي امنيتي ارگانونو ته وسپارل شي، د بهرنيو مرستو لويه برخه به د دولتي بودجې او ظرفيتونو په چوكاټ كې په مصرف ورسيږي ،د واليانو،وزيرانو او نورو لوړ پوړو چارواكو د شتمنۍ پوښتنه به وشي، د رشوت ، خيانت او اداري فساد پر ضد غوڅ اقدامات او كلكه مبارزه به وشي، د انتخاباتو قانون او نور قوانين به تكميل او تصويب ته وړاندې شي، د افغانستان ټول ښارونه او ډېر كلي به د برېښنا انرژي ولري، افغانستان به د نورو نږدې او لېرې گاونډيو هېوادونو سره د رېل د خط پواسطه وتړل شي … او داسې نور ډېر غوره، عالي او انساني تصاميم !
د سليم عقل او عادلانه قضاوت په اتكا همدغه خبرې د اوسني ناوړه امنيتي، ټولنيز او اقتصادي حالت څخه د راوتلو اساسي لارې دي، او همدا څه دي، چې د يو مستقل هېواد په توگه د افغانستان د پېژندلو عناصر برابروي . يو متعهد، ځيرك او ارادتمند سياستوال او په تېره ولسمشر بايد د خپلې واكمنۍ په لومړيو دوو كلونو كې د دغو واقعيتونو د درك توان درلودلى واى او په ورپسې شپږو نورو كې يې د دغو چارو په سمون كې جدي او غوڅ عملي امكانات په كار اچولي واى . خو زموږ د بحث په موضوع كې واقعيت بل ډول دى . له يوې خوا روښانه ده ، چې د امريكې او ناتو په شان نړيوال ابر قدرتونه د خپلو پېسو اووسلو له غروره د افغانستان په شان د بېچاره او بېوزله هېوادونو د استقلال او ملي حاكميت چندان پروا نه ساتي او چې له دې سره د بوش د ادارې په شان د بدماشانو حاكميت ملگرى شي، بيا نو خپلې ټولې گناوې د خوارو نړيوالو په وينو مينځي او شعار يې هم د هغه تروريزم پر ضد مبارزه وي ، چې د دوى د خپلو لاسو نيالگى او محصول دى . همدغو نړيوالو بدماشانو په ۱۹۹۲ م كال كې د خپلو افغاني سړي وژونكو يارانو ملا ور وتړله، د بنين سېوان د سولې پلان يې مات كړ، په عجله يې د پخواني شوروي پلوه جمهور رئيس ډاكتر نجيب الله په راپرځولو خوا يخه كړه او د چورواكانو په واك ته رسولو يې د افغانستان د هماغه ملي اردو ملا ماته كړه، چې لاتر اوسه يې د اتو كلونو په اوږدو كې د زرگونوانسانانو د ژوند په بدل او د ميلياردونو ډالرو په مصرف په بيا رغونه كې بريالي نه دي .
همدغو نړيوالو بدماشانو په ۲۰۰۱ م كال كې دB-52 په هيبتناكو بمباريو د څو ساعتو په اوږدو كې هغه طالبان له كابله وشړل، چې جوړښت، حاكميت ته رسېدل او لاتر اوسه وسله وال پايښت يې د دوى د پاكستاني او عربي متحدينو د وسلو او پيسو له شامته و.
پر ځاى يې د دوهم ځل لپاره هغه زور واكان او چور واكان د كابل حاكمان كړل ، چې د 1992- 1996 م كلونو په اوږدو كې په ټول هېواد او په ځانگړي ډول كابل كې د ستر بشري ناورين او بې شمېره ملي ، مادي او معنوي بر باديوطْوق لعنت لا تر اوسه د دغو ائتيلافي وسله والو لنډغرو په غاړو ځړيږي، او د گڼ شمېر سړي وژنې، ورانكاريو او برباديو له شامته چاته د ستر مجاهد ، چاته د ستر جنرال او چاته دمارشال اعزازي القاب ورډالۍ شوي دي . حامد كرزى خواسته يا نا خواسته په خالي لاس له يوې چپنې سره د كابل د وسله والو (فاتحينو!) او د شر وفساد دائتلا في چور واكانو مارش ته ورواچول شو، چې په سالم تصور د هېڅ ډول مستقلې پرېكړې او تصميم صلاحيت يې نه درلود.
په داسې شرايطو كې چې په نړيواله سطحه د بوش د ادارې د امرو نهى ذهنيت حاكم وي، او په هېواد كې دننه B-52 د بمباريو له بركته دوهم ځل واك ته رسېدلي د كابل( فاتحين!) او د شر وفساد وسله والې بقاياوې حاكمې وي، نه يوازې كرزى، بلكې هر شخص د خپلو صفتونو اوكفايتونو سره سره ددغه وبا په مقابل كې د مجادلې توان له لاسه وركوي .
ددغو عيني عواملو د شتون تر څنگ هغه انساني كمزورتيا چې كيداى شى د نورو ډېرو بالغو سياستوالو او دولتمردانو په پرتله د ښاغلي ولسمشر كرزي په وجود كې ډېره بارزه او زوروره وي داده ، چې د ده لپاره غل او مل جدا هويتونه او تعريفونه نه لري، ده لاتر اوسه د هغو نا اهلو، ناسالمو او نا پاكو تعريف نه دى روښانه كړى، چې په تېرو اتو كلونو كې د ده د ادارې د بد نامۍ او ناكامۍ باعث و. كه ولسمشر كرزى په راتلونكي كې هم د ې ډول سلوك ته ادامه وركړي ، نو د ده راتلونكې اداره به هم لكه درېدلې وينه د هر ډول جراثيمو د تكثر او نشونما تر ټولو ښه محيط وي . سياسي ليډران او دولتمردان د د سياستمدارۍ او دولتمدارۍ په صحنه كې د خپل فعال شتون ټولې هڅې په دوو برخو ويشي، لومړى د ځان لپاره كار چې سياسي واكمني ترلاسه كړي او دوهم د ټولنې لپاره كار چې راتلونكو نسلونو ته د سرمشق او نمونې نېك نوم پرېږدي . كه په لومړۍ مرحله كې قدرت ته د رسېدو لپاره له نااهلو سره سازشونه، مصلحتونه او ائتيلافونه تر ډېره حده د تاريخ په فوكس او حافظه كې نه ساتل كيږي ، خو په دوهمه مرحله كې چې سړى سياسي واكمن وي ، د هر ډول وسله والو، تنظيمي، منطقوي ، ژبني جهادي يا الحادي گروپونو د خوشاله ساتلو لپاره د هغو سړيو او كړيو ته په اداره كې ځاى وركول او يا د ملي مشاركت په نامه په قومي ډلو او جهادي تنظيمونو د وزارتونو او دولتي څوكيو ويشل او يا د نااهلو، رشوت خورو، قاچاقچيانو، غاصبينو ، غلو ، سړي تښتونكو او عامه نظم ورانونكو سره سازش او جوړجاړى كول له ټول ملت سره ظلم او دهېواد دملي گټو او عامه خير ښېگڼې ضد كار دى . دا ډول دولتمردان او د هغوى ملاتړ كوونكي دې په تاريخ كې د ښه نوم تمه نه كوي .
په پاى كې خوشالونكى ټكى دا دى ، چې زموږ د ولسمشر په لحن كې د مسؤليت په احساس د يو خپلواك او باصلاحيته واكمن روښانه څرك لېدل كېده ! جمهور رئيس كلونه ورسته پوره باوري دى ، چې زموږ په هېواد كې د امنيت ساتل د افغانانو كار دي، نه د بهرنيانو، د متهمينو د كورونو تالاشي، د هغوى نيول، د دوسيو بررسي ، تحقيق ، محاكمه او بندي كول د افغانانو كار دى نه د بهرنيانو، د هېوادنيو لومړيتوبونو تشخيص اود هغوى لپاره د بهرنيو مرستو مصرف د افغانانو كاردى نه د بهرنيانو،او بالاخره په كابينه كې د چارو د سمون لپاره د دې يا هغه وزير يا لوړپوړي چارواكي ټاكل د افغان ولسمشر او ولسي جرگې كار دى، نه د تركيې، جرمني، فرانسې، انگلستان، كاناډا، امريكا او نورو دوستو او مرستندويه هيوادونو، چې لښكرې يې يا زموږ د ساتلو او يا زموږ په وينو د ځان د ساتلو لپاره زموږ په هېواد كې د دوى په لاس د كرل شوي تروريزم سره په جنگ اخته دي . لكه چې زموږ ولسمشر زموږ د فقير هيوادوال شاعر مطيع الله تراب خبره ښه رسا اورېدلې ده، چې وايي :
(( داسې څوك شته چې له راغلو نه پوښتنه وكړي،
چې دوى موږ ساتي، كه په مونږه باندې ځان ساتي،
كه په موږ ځان ساتي چې موږه په خپل ځان پوه شو ،
او كه موږ ساتي نو ساتل ته او خداى داسې كيږي ،
چې مونږه ساتي او زمونږه په انگړ راخېژي .))
ښكاره وه لكه ولسمشر چې په دې حقيقت پوره باوري وي ، چې وايي : ((پردى كټ د نيمو شپو دي!))
ياد مې شي، كلونه مخكې زموږ ولسمشر د يو سفر په ترڅ كې د مسكو مېشتو افغانانو يوې پراخې غونډې ته په خپلو خبرو كې وويل : « در دنيا رواج است ، هركس در پهلوى خود يك گردن كلفت دارد، افغانستان آلى در پهلوى خود امريكا دارد».
زه باور لرم ، چې زموږ ولسمشر اوس دې نتيجې ته رسېدلى دى، چې « هركس بايد بالاى گردن خود حساب كند، و اهسته اهسته كوشش كند تا خودش گردن كلفت گردد ».
د هېوا د او ولس د سراسري ښېرازۍ ، ښېگڼې او سمسور تيا په لور د ولسمشرۍ په دوهمه دوره كې د ښاغلي حامد كرزي دخپلواكو، غوڅو، ځيركو او چټكو اقداماتو په هيله .