کور / شعر / د پښتو غزل

د پښتو غزل

دا چې ډېر خوږ په زړه لگېږم د پښتو غزل يم
سراپا جوړ يم سوزاو ساز نه د سلگو غزل يم

غېږ د ادم کې خوږومه د رباب ترانې
شهباز د مينې زمزمه کړم د درخو غزل يم

ساقي مې ستايي ډکوي چې د رندانو پيالې
رند مې هم بولي په هر گوټ د زمزمو غزل يم

راويښومه باجونکې هم زاهد له خوبه
زه د بلبل هم د شېخانو د تسپو غزل يم

ووږۍ، چارگل او لونگين مې دي گاڼه د حسن
د ټيک، پېزوان سره د پېغلو د نتکو غزل يم

د قلم کرښه د حميد او احمد شاه بابا يم
د خوشال خان د ډال او تورې د شملو غزل يم

يمه ښکلا د باباگانو، زلمو، پېغلو د خيال
يم د حمزه په وينو ځوان د اننگو غزل يم

رڼا کومه د ادب د مينانو محفل
متنيه! ستا له زړه وتلى د لمبو غزل يم

شم به يادگار د ببر سرو، گرېوان څيرو د ژوند
متنيه! ستا په قلم ليک د لېونو غزل يم
­­­­­­­­­­­­­­­­اپرېل ­ ٢٠٠٣