دادي کرزی د دوهم ځل لپاره هم په دې بدبخته پښتون ولس واکمن پاتې شو او اوس به بیا سلګونه او زرګونه پښتنې میندې بورې شي، خویندې به ورارې شي او ناوې به کونډې شي، او اصلی لامل به بیا هم څو پلور شوي افغانان وي چې بیا یی هم دې کرزي ته رایه ورکړې او دا یی بیا په لاس تړلو او پښو تړلو پښتنو وټاکه هغه د رحمان بابا خبره دلته ښه راځي چې وايي:
پا بسته ولاړ په غولي د قصاب یم
او بیا به سلګونه او زرګونه ځوانان د طالب او مطلوب په نامه ووژل شي او په ویاړ هره شپه په تلویزیون کې خبر اوریدل کیږي چې په پلاني ولایت کې دوه سوه القاعده او تروریستان ووژل شول.
او بیا په ودونو بمباري کیږي او بیا به د ناوې لاسونه په سرو وینو رنګ وي او بیا به یی د واده د شپې ارمان ګور ته وړی وي.
ځینو خلکو ته به پوښتنه پیدا شي چې ستا زړه قرار نه کوي او تل غواړي چې خلک د واکمن نظام په وړاندې را پورته شي. نه زه هېڅکله هم دا نه غواړم او د خدای په وحدانیت قسم خورم خو زړه مې دلته درد کوي چې بیا به د خنجر مخته د پښتون زخمي زخمي سینه وي او بیا به هم د خنجر شاته د چا لاس وي چې موږ به نه پرې پوهېږو او بیا به هغه لاس له ازبکي چپنې را وتلی وی او لاس به بیا دکرزي نه وي خو د خنجر وینه به د کرزي په چپن پاکیږي.
دا ځل به افغانستان په رسمي او غیر رسمي ځایونو کې یو پاړسي ژبی هیواد شي. ځکه تیر ځل یی دا پاڼې لاسلیک او دا دوره کې به یی هر څه عملی کړي. دا ټولې خبرې مې د کرزي د لوړې په مراسمو له امله وکړې
هغه دا چې د سترې محکمې پوهاند عبدالسلام …….. کله چې د لوړې مراسمو پیل کاوه نو له کرزي یی وپوښتل چې پښتو یی ولولم که دري هغه ورته وایی چې دري یی ولوله نو بیا یی ورته وویل چې هغه نشته بیرته یی وویل چې ښه دادي پیدا مې کړه
نو پښتانه متل کوي چې میاشت له الوه معلومیږي
او کله یی چې پرانستونکي وینا هم پیل کړه نو پیل یی له پاړسي وکړ.
سړی نه پوهېږي چې دا بیا د فهیم خان د ګوتو په شمیر رایو واکمن کړ او که له بشردوست نه پاتې څو رایو تر عبدالله عبدالله لرې کړ او که نه پښتون ولس بیا د خپلو پوزو، غوږونو او ګوتو د پرې کولو په بدل کې واک ته ورساوه
د ښاغلي کرزي راتلونکې اداره به تر تیر بدتره وي او پښتون وژنه به دوام لري
دده راتلونکی پلان کې چې د پنځو کلونو لپاره یی په لنډه توګه وړاندې کړ پکې هېڅ داسې خبر نه وه چې ووايي چې دا پښتون وژنه به بنده کړم او هغه پښتانه چې د طالب په نامه وژل کیږي هغه به راخپل او مرګ مخه به یی ونیسم.
زه په پوره ډاډ سره وایم که د کرزي په ځای هر څوک وی اقلا دومره خو به یی ویلی وای چې د دولت په وړاندې جنګیدونکي کسان ټول نه طالبان دي او نه القاعده بلکې دا هغه کسان دی چې زموږ له فساد څخه زموږ په ضد ولاړ دي موږ به له هغوی سره خبرې کوو کوم کسان چې زموږ په ضد کاریږي موږ به هغه راخپلوو او جګړه به ختموو
خو کرزي تل همدا خبره وکړه چې زه به داسې یو افغانستان جوړوم چې خپله دفاع وکړای شی
مانا داچې دتیرو کلونو جکړه به بیا په پښتون سیمو کې اوږدوم او هر څه چې کیږي زه اوس واکمن یم او دا کار به کوم
خو په اخر کې د درویش صاحب دابیت چې
دښمن په زوره ننوت په کور د پښتانه
خو دغه کار یی هم وکړ په زور د پښتانه