( پنجشنبه د عقرب اته ویشتمه ) د بلخ والی استاد عطا محمد نور سره له خپلی ټولی کورنی د ازبکستان هیواد ته ولاړ ، دا خبر په سیمه کی ټولو د بلخ اوسیدونکو تایید کړی دی
د ایشان خالد په نوم یو تن د استاد عطا محمد نور پخوانی قواماندان شمشاد تلویزیون سره په مرکه کی وویل ( نن چی د ښآغلی کرزی د لوړی مراسم وو استاد عطا له خپلی ټولی کونی سره یوولس نیمی بجی د حیرتان له بندر نه د از بکستان هیواد ته وا وښت )
نوموړی زیاته کړه چی استاد عطا یو قاطع شخص دی او ده مخکی په ډاګه کړی وه چی د ښاغلی کرزی سره به په ټیم کی کار نه کوی ، او نن یی په ډاګه کړه چی دی نور نه غواړی په افغانستان کی واوسی
د کار پوهانو په وینا ښاغلی عطا محمد نور د احتساب له ویری هیواد پریښود ، ځکه کرزی صاحب په خپله وینا کی د احتساب اداری د جوړونی یادونه وکړه او استاد عطا د پخوانی لوی څارنوال ښاغلی عبدالجبار ثابت لخوا د ځمکی په غصب او دیو شمیر مارکیټونو او کورنو او غیر قانونی سرمایی په درلودلو تورن شوی وو
د کارپوهانو په وینا دولت باید ددی ډول کسانو د تګ مخنیوی وکړی تر څو حساب، کتاب ورسره وشی
ځکه د استاد عطا په څیر ډیر کسان دی لکه د شیر چور واک داران چی باید تری پوښتنه وشی که په دی برخه کی ژر تر ژره اقدام ونشی ټول به د ښاغلی عطا په څیر و تښتی .
د بلخ یو تن اوسیدونکی بهرام نارد پور وویل : استاد عطا محمد نور به ما وعده های زیاد کرده بود اما امروز ما را تنها ګذاشت و خودش با اهل و عیال خویش به کشورازبکستان رفت ، ما از این به بعد به حرف های هیچ کسی اعتبار نخواهیم کرد
دا په داسی حال کی ده چی په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کی استاد عطا محمد نور د ښاغلی ډاکټر عبدالله سره ولاړ وو ، خو ښاغلی کرزی په نوموړو ټاکنو کی برلاسی شو .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه