کور / تازه خبرونه / کندوز : بهرنيو ځواکونو په دوه ملکې وګړو ډزې کړي

کندوز : بهرنيو ځواکونو په دوه ملکې وګړو ډزې کړي

تيره ورځ دکندوزښارپه زړه کې دآمنې قوماندانې مخې ته په دغه ولايت کې دبهرنيو ځواکونو له لورې په دوه ملکې وګړو ډزې وشوي چې په پايله کې دوه تنه ټپيان شول.

دغه دوه تنه چې اوس مهال د کندوز ولايت په سمېېز روغتون کې دمعالجې لاندي دي .

يوتن ټپې شمشآد ته په يوه مرکه کې وويل(( زما نوم اجمل دي اود ګلکې ځوي يم له آره د ارچې ولسوالې اوسيدونکې يم ، دلته دکندوز په ولايت کې روغنې ډوډۍ خرڅوم ، زه تيره ورځ په ښار کې روان ووم چې يوځل ډزې وشوي ، زه په سر کې پرځان نه پوهيدم ولې وروسته مې احساس کړه چې زه ټپې يم ، زه بل چا روغتون ور انتقال کړم، ) کله چې مو له ټپې اجمل نه وپوښتل چې ته ولې هغوې ته نږدې کيدي هغه وويل چې نه باور وکړې زه ٢٥ متره له هغوې نه ليرې ووم ، ددي برسيره يوبل تن فيصل چې دامهال هغه هم په روغتون کې بستر دي کليد ته وويل (( زه ريکشاوان يم زه دخپلې غريبې پسې را ووتې يم . کله چې بهرنيانو ډزې وکړې زه هم ټپې شوم )) دغه دواړو ټپيانو د دولت نه اوپه ځانکړې ډول دکندوز د والې څخه غواړې چې ددي پېښې عاملين د قانون منګولو ته وسپارئ .

په کندوز دميشتو بهرنيو ځواکونو وياند دګرمن يورګن مارتينز شمشآد ته دټيليفون پرکرښه دپېښې پخلې کوي خو هغه نورجزئيات ورنه کړل .

يوه ورځ وړاندې دګورتيپې په سېمه کې جرمن ميشتو ځواکونو دزلمې په نامه دلينې موټرچلوونکې يي دډبولووروسته په سپيو داړلې وو خو په اړه يي مسوولينو اوچارواکو څه ونه ويلې اوهغو ې ناخبرې وښودله په دغه ولايت کې دا دوهمه پېښه ده چې رامنځ ته کيږي .