کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ولې د محصلانو پر ژوند لوبې کېږي؟

ولې د محصلانو پر ژوند لوبې کېږي؟

د لوړو زده کړو وزارت او د اریانا پوهنتون له خوا؛

لکه څرنګه چې لوړې زده کړې د یو هېواد د وګړو لپاره اساسي او مهم جز دي او هغه هېوادونه چې ډېری پوهنتونونه او د لوړو زده کړو ښې موسسې لری کولای شي چې خپل هېواد ته ډېری پوه او د لوړو زده کړو کدرونه د خدمت لپاره وړاندې کړي تر څو همدغه کدرونه د هېواد په پرمختګ او بیا رغوونه کې خپل هېواد او هېوادوالو ته خدمت وکړي.
دا چې په افغانستان کې لږ پوهنتونونه او د لوړوزده کړو موسسې شته، نو زمونږ یو شمېر زیات هېوادوال چې له ښوونځیو څخه فارغېږي، د لوړوزده کړو وزارت نه شي کولای چې ټول فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لپاره جذب کړي، چې په دې برخه کې باید دولت جدي ګامونه پورته کړي او فارغ شویو زده کوونکو ته د لوړوزده کړو په برخه کې د مسلکې زده کړې شرایط برابر کړي چې دې سره به بې روزګاري، بې امنیتي، د ځوانانو بې ځایه ناسته پاسته او په کوڅو کې ګرځېدل او داسې نورې پېښې به هم په هېواد کې کم شي.
د خصوصي پوهنتونونو له جملې څخه یوه هم د اریانا پوهنتون دی چې د ښاغلي عبدالحق دانشمل په نوښت په پېښور کې د افغان مهاجرینو د بچیانو لپاره تقریبا په کال ۱۳۸۳ کې خپل فعالیت پیل کړ، تر څو د افغان مهاجرینو بچیان وکولای شي چې له هېواده بهر خپلې لوړې زده کړې تر سره کړي، خو د یادونې وړ ده چې تر اوسه پورې دغه پوهنتون په غیر رسمي توګه په پېښور کې فعالیت لری.
ویل کېږي د اریانا پوهنتون په 1386-۱۳۸۵کال کې په غیر رسمي توګه په ننګرهار ولایت کې خپل فعالیت پیل کړ، دغه پوهنتون تر ډېرې مودې پورې په غیر رسمي توګه فعالیت کاوه چې د محصلینو د اندېښنې سبب ګرځیدلی وو، خو ددغه پوهنتون ریس به تل دوی ته ویل چې په نن او سبا کې به زه دغه پوهنتون رسمي کړم، بالاخره خبره د ننګرهار ولایتي شورا ته ورسېده او د نوموړي پوهنتون محصلین د ننګرهار ولایتي شورا مخې ته مظاهره وکړه، چې د ننګرهار د ولایتي شورا مشر ښاغلی مسلم یار تر ډېر بحث وروسته محصلینو ته وویلې چې تاسې ښه پوهېدی چې دغه پوهنتون د لوړو زده کړو له وزارت سره رسمیت نه درلود، نو ولې مو داخله کوله او ولې مو زده کړې پیل کړې او ولې …. چې په دې وخت کې یو محصل را پورته شو او د ننګرهار د ولایتي شورا مشر ښاغلي مسلم یار ته یې وویلې: ولې تاسې دا پوهنتون افتتاح کولو په داسې حال کې چې پوهېدی چې رسمیت نه لري چې نوموړی بې ځوابه پاتې شو.
د محصلینو د ډېرو شکایاتو، هلو ځلو او د ریس په مرسته بالاخره د اریانا پوهنتون د طب، اقتصاد او حقوقو پوهنځي د لوړو زده کړو له وزارت سره رسمیت پیدا کړ، خو ددغه پوهنتون د انجینرۍ پوهنځی تر اوسه پورې نه دی رسمي شوی.
ددغه پوهنتون د پوهنځیو فیس په لاندې ډول دی:
۱- طب پوهنځی سمستر ۳۶۰۰۰ افغانۍ.
۲- اقتصاد پوهنځی سمستر ۱۵۰۰۰ افغانۍ
۳- حقوق پوهنځی سمستر ۱۵۰۰۰ افغانۍ
۴- انجینري پوهنځی سمستر۱۶۰۰۰ افغانۍ
د یادونې وړ ده چې د هر سمستر په پیل کې ۴۰۰۰ افغانۍ هم له محصلینو نه د اډوانس په نوم اخستل کېږي چې په پورتنۍ فیسونو کې شامل دي.
ددغه پوهنتون د انجینرۍ پوهنځی دا دوه کاله کېږی چې په غیر رسمي توګه فعالیت کوي، چې د نوموړی پوهنځي د محصلینو د اندېښنې وړ ګرځېدلی دی او دوی په ډاډه زړه خپل درسونه او سبقونو ته دوام نشي ورکولای.
ددغه پوهنتون ریس ښاغلی عبدالحق دانشمل محصلینو سره یې وعده کړې ده چې ستاسو د پوهنتون تر پایه پورې به دغه پوهنځی هم د لوړو زده کړو له وزارت سره رسماْ ثبت کړي، له بلې خوا د لوړو زده کړو وزارت د خپل څار او ارزیابۍ څخه وروسته څه موده کېږي چې پر دې پوهنتون د کانکور ازموینې ددغه پوهنځي لپاره هم بندې کړي دي.
د اریانا پوهنتون ځینې محصلین داسې وایي:
ښاغلی دانشمل کله کله له پېښور څخه ننګرهار ته راشي او له دې ډاره چې محصلین یې بیا د اینجنرۍ د پوهنځي د رسمیت خبره ونه کړي نو بېرته پېښور ته ځي او دلته چې کوم نماینده یې ټاکلی نو هغه هم بې غمه خپل خوبونه وهي او لکه د دانشمل د محصلینو د راتلوونکې په غم کې نه دی.
بل محصل وایي: مونږ د تیلفون په کرښه له ښاغلي دانشمل سره د رسمیت خبره کوو او ور څخه غوښتنه کوو چې راشي کابل ته دې لاړ شي او دغه پوهنځی هم رسمي کړي، چې هغه په یوه او بله بانه باندې مونږه غولوي.
بل محصل داسې وویلې: یوه ورځ مې له پاتې نمایندګانو سره شور وکړ، او هغوی راته وویلې وروره زمونږ ستاسو پیسې پکار دی چې کله فارغ شوي بیا تاسې پوهېږۍ او د دولسم ټولګی شهادت نامه مو.
بل محصل وویلې: زه د ټولګی د اول نمره په توګه د ننګرهار پوهنتون ته ورځم او د استادانو زنې نیسم او پښو ته یې پرېوځم چې راشي مونږ ته درس را کړي، په داسې حال کې چې دا د ریس ا و نورو مسولینو دنده ده او هغه زیاته کړه چې مونږ د ننګرهار پوهنتون له استادانو څخه د زړه له کومې مننه کوو چې تل یې زمونږ خبره منلې ددوی دې کور ودان وي.
بل محصل زیاته کړه: مونږ د ننګرهار د پوهنتون له ریس سره دا مشکل مطرح کړ هغه وعده وکړه چې که چېرې د لوړو زده کړو وزارت مونږ ته رسمي مکتوب ولېږي نو مونږ به تاسې د ننګرهار په پوهنتون کې جذب کړو.
د اینجنرۍ د پوهنځي محصلینو پرېکړه کړې ده او وایي: زمونږ فریاد ته چا غوږ کېنښود او زمونږ ستونزه چا حل نه کړه، مونږ ور ځو کابل ته او د ارګ مخې ته د لوږې اعتصاب کوو، شور جوړو او په مظاهرو لاس پورې کوو او هر څه چې زمونږ د وسه پوره وي کوو تر څو زمونږ فریاد د افغانستان ولسمشر ښاغلی حامد کرزی واوري او مونږ ور څخه هیله کوو چې دغه لویه ستونزه اوراه کړي او زمونږ راتلونکې ته دې په کلکه توګه پاملرنه وکړي.
اوس خبره د محصلینو د راتلوونکې ده چې دلته څو پوښتنې مطرح کېږي.
۱- ولې یو شخص د خپلو شخصي ګټو لپاره د ځوانانو راتلوونکی په قمار ووهی او ورته د انسانانو نه مادیت مهم او ضروری دي؟
۲- ولې د لوړو زده کړو وزارت ښاغلي دانشمل ته اجازه ورکړې چې دا دوه کاله دغه پوهنځی په غیر رسمي توګه پرمخ یوسي؟
۳- ولې د افغانستان دولت په ځانګړې توګه د لوړو زده کړو وزارت د محصلینو راتلوونکې ته پام نه کوي او پرېږدي چې د لوړو زده کړو خصوصي موسسې په خپل سره هر څه چې وغواړي وکړي؟
۴- ولې د ننګرهار والي او ولایتي شورا چوپه خوله ناست دی او ددغه محصلینو د راتلوونکي ته پام نه کوي؟ او نور ډېرې داسې پوښتنې شته چې باید ورته پاملرنه وشي، تر څو ددغه پوهنتون د اینجنري پوهنځي د محصلینو دغه لویه ستونزه حل شي.
زه په اخره کې د افغانستان له ولسمشر ښاغلی جلالتماب حامد کرزی نه په کلکه دا غوښتنه کوم چې د لوړو زده کړو وزارت ته دې حکم ور کړي چې ددغه پوهنځي محصلین د ننګرهار پوهنتون ته ور وپېژني چې دوی خپلو درسونو ته په ډاډه زړه او ارامه عصابو دوام ورکړي او ددوی وخت ضایع نه شي.

د اریانا پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي د محصلینو د ستونزې د ژر تر ژره د حل کېدو په هیله