چې خپل وجدان اوخپل شعورته مې سر ټيټى نکړې
زړګيه پام ! چې خپل غرور ته مې سرټيـټى نکړې
ته د غښتلي پلار بچى يې چيـــــغې سرته به ځي
ګوره زلميه چې تر بور ته مــــــــې سرټيـــټى نکړې
دوخت پا چا ومه حــــالا تو اوس ګـــدا کـــــــــړى يم
نيستۍ چې هر يوه مجبور ته مې سرټيـــټى نکړې
په دار ختــــليه ! چې دحـــــــــق ناره د هېــــــــره نشي
دعشق لوبه ده منصور ته مـــــــــې سرټيټى نکړې
زړګيه درد به زغمې اه چې له خــــــولې ونه باسې
ملک د پښتو دى هر مغرور ته مې سرټيټى نکړې
د(نورانــــــــي ) غـــــــــــــزله هر تورى ځلانــــــــــده ساته
دکوم يو ښکلي دمـــــــخ نور ته مې سرټيټى نــــــــکړې
١٩/٨/١٣٨٨
خوست ښار دخواجه متون غونډۍ