کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / “پنځه کاله وروسته ستا پر وړاندې هغه احساسات مړاوي شوي دي”

“پنځه کاله وروسته ستا پر وړاندې هغه احساسات مړاوي شوي دي”

واكمن ته !

ستا په اخلاقي تقوا، وطندوستۍ، مهربانۍ او حوصله كې يو ټكى شك هم نشته.
پنځه كاله وړاندې د باميانو په يولرې پراته كلي كې يوې پنځه اتيا كلنې بوډۍ اسوشيتېد پرس اژانس ته وويل: (( دا مې وروستى آرمان و، چې خپل زوى كرزي غوندې سړي ته رايه وركړم)). فكر كوم كه اوس هغه بوډۍ ژوندۍ واى، رايه به يې دركړې واى خو خپله خبره به يې بېرته اخستې واى. پينځه كاله وروسته ستا پر وړاندې هغه احساسات مړاوي شوي دي.
د تاريخ په يوه بې سارې مرحله كې ستا واكمني وه. كنډ كپر كابل ته له يوه څادر او يوې لنګوټې سره راغلې. افسانوي ارګ له زمريانو او ديوانو ډك و. هغو جنګياليو ستا ساتنه كوله، چې په كابل كې يې پنځوس زره بې ګناه خلك وژلي وو. ته مجبور وې چې ډېر وخت مصلحتي دروغ ووايې، د جنګياليو په ولو د مارشالۍ او سترجنرالۍ غټ غټ نښانونه وټومبې، ملي اتلولي تحريف كړې. د كورني جنګ په وياړ څلي جوړ كړې او ډېر وخت د انسان وژنې ناورين د سپېڅلي مقاومت په توګه په وينا كې د قوت لپاره وكاروې. كرار كرار ستا مصلحتي دروغ ستا عادت او تكيه كلام وګرځېدل. اوس دې هم په خوله كې د مارشالانو، جنرالانو او جهادي رهبرانو ژبه شنه ده. كارپوهان وايي د كمزوري مديريت يوه نښه داده چې له صلاحيت نه استفاده نشي كولاى.
ستا په اړه ويل كېږي، چې ښه ملګرى يې، په خلكو اغېز كوې، خو دا مې هم اورېدلي، چې د ټيم جوړنې ځواك نه لرې. اورېدلي ډېر وخت رښتيا شي، كله چې په بلخ كې ستا د نږدې متحد عطا محمد نور دريځ ته ګورو، نو ټيم جوړول پرېږده، چې په دې ناباوره شو د ملګرو انتخاب ته هم معيار نلرې. دغسې د يو امتياز په بدل كې د اشخاصو راټولولو ته تطميع وايي، چې تر ګټې يې تاوان زيات دى. په پښتو كې يو متل دى (( مار ته په لستوڼي كې ځاى مه وركوه)).
اته كاله وروسته له امريكاڅخه په هغه لاره ځان ورك دى، چې تا جوړه كړې وه، پنځه كاله وړاندې تاسو په ارګ او ولسمشر بوش په سپينه ماڼۍ كې يو د بل په غوښتنو په پټو سترګو امضاوې كولې خو نن په هغه شپږ مياشتني ضرب الاجل كې لالهانده لاس او پښې وهې، چې د اداري فساد پرضد د مبارزې په پلمه امريكا درته ټاكلى دى. باور لرو، تاسو خو سپېڅلي ياست خو د نورو ګناه ولې ستا په سزا بدله شي. كولاى شـئ هغه ټول غله او مردار خواره رسوا كړئ، چې ستا خوارۍ يې په اوبو لاهو كړې. په دې كې هېڅ تردد مه كوئ، څوك چې د هېواد ګټو ته خاين وي د ټول ولس دښمن دى.
دغلته يو تريخ واقعيت مخې ته راځي: له نړۍ والې ټولنې سره ستا چلند تر پوښتنو لاندې دى، نه د خبرو لپاره مېكنيزم موجود دى او نه د مرستو لپاره. تاته نږدې سرچينې وايي، چې ډېرى ادارې دې په بهرنيو مصلحتونو هم ولاړې دي. هر هېواد د خپلې خوښې والي، وزير او ولسوال ټاكنه غواړي. داسې مې هم اورېدلي، چې ځينې اروپايي هېوادونو د تېرې كابينې په ټاكنه كې له امريكا سره مخالفت پيدا كړ. دا مخالفتونه د ټيم جوړونې په مسلكي توب او فني توب نه وو بلكې د هغو كسانو په ګمارلو پورې يې اړه درلوده، چې نوموړو هېوادونو ته مطلوب وو. ستا شناخت ډېر وخت د همداسې سليقوي روشونو په دوړو كې له موږ ورك دى.
ستا يوه انتخاباتي سيال اكبر اوريا يوه پخه خبره كړې وه (( كه بريالى شوم اساسي قانون به له تاخ نه ځمكې ته راښكته كړم)). تاسو د ډيموكراسۍ اساس كېښود خو له بده مرغه د ډيموكراسۍ ديوالونه به هم ستا په دوران كې نړېږي. د لارې د سر له ترافيك تر صادرې او واردې ماموريت پورې ټولې ادارې د رشوت په مافيا كې ډوبې شوې. جرايم اوج ته رسېدلي، په محكمه كې څلور كلنې دوسيې پرتې دي، په زرګونو بنديان د محاكمو له پرېكړو پرته په زندانونو كې نن سبا ته ګوري.
په كابل كې يو وړوكى زينتي ښار ستا د بدنامۍ د سمبول په توګه تاريخ ته پاتې شو. په شېر پور كې د لوړ پوړو چارواكو لوړ پوړې ماڼۍ په قرغه كې د نيستمنو له هغه كمپ سره پرتله كول پكار دي، چې ماشومان پكې ليلام شوي دي. موږ نه وايو، چې د معاصر ژوند لايق نه يو خو داسې هم مه كوئ، چې يو د وينې له لوړ او بل له ټيټ فشاره ومرو.
د ولسمشرۍ يو سيال به دې ويل : (( هغه امنيه قوماندان او ولسوال، چې پنځه زره افغانۍ معاش لري ددندې ترلاسه كولو لپاره پنځه لكه افغانۍ رشوت وركوي )) دا څنګه قيمار دى، چې پنځه زره افغانۍ دې پنځه لكه وګټي. ستا په نظام كې نه مكافات وو ،نه مجازات. ايمانداره زياركښ، بې ايمانه او ناغېړه مامورين دې يو ډول ژوند لري. آيا ناشونې ده، چې هر لوړپوړى د خپلې دندې پر وړاندې چلنج شي؟ ستا ډېرى ولسوالان ، امنيه قوماندانان او قاضيان خپلې څوكۍ د سرو زرو خزانې ګڼي. ستا همدغه راستمن ستا د نظام او ولس ترمنځ د واټن سبب ګرځېدلي دي. ته د حالاتو رپوټ له دوى مه غواړه د سيمو له خلكو وپوښته .
ته ښه فكر كولاى شې خو ښه فكر پاللى نشې. د بې وسلې كولو يوه ښه پلان دې طرحه كړ خو عملي دې نكړ، نه پوهېږم پدې برخه كې به څومره مالومات لرې، چې ستا له ډي ډي ار او ډاياګ نه پاتې وسلې اوس د هغو طالبانو په لاس كې دي، چې ستا نظام ننګوي. ډېرې وسلې د ټاكنو په كشمكش كې تاته خپله ګويا شوې د لستوڼي يو مار دې وګواښلې چې كه قدرت يې ترلاسه نكړ وسله وال قيام به وكړي( زه دعطا محمد نور يادونه كوم)
د ملي پيوستون پروګرام اډانه په سيمه اونړۍ كې بې ساري وه. هغه ستراتېژېست، چې دغسې حياتي طرحه يې درته جوړه كړه راوغواړه، ترڅنګ يې كېنوه، بيا مرسته ترې واخله خو داځل يې تطبيق ته هم پلان جوړ كړه، چې نيمګړې او ټكنۍ نشي.
ته يو زړه سوانده مشر يې، چې بمبارۍ وشي، ملكي وګړي ووژل شي ياكومه بله نادوده وشي دستي غبرګون ښيې، وژاړې، د څېړنې كمېسيون وټاكې خو وېرجن يې بيا دې نه پوښتنه كړې او نه دې د خلكو فريادونه اورېدلي دي.
نه پوهېږم چې د هرات په شين ډنډ كې به خلكو څومره رايې دركړې وي . كه زه دشين ډنډ اوسېدونكى واى. هغه پروسه به مې تحريم كړې واى چې تا پكې ونډه اخستې وه ، تاخو ددې كليو دبمبارۍ پروخت سختې اوجدي ژمنې وكړې.دامريكايانو دبمباريو شهيدان خاورې شول خو ورسره دزيانمنو ارمانونه هم خاورې كېږي . هغه كونډې چې ستا دانصاف په تمه ناستې دي لا هم فكر وكړي چې له تانه دي هېر شوي. دابه ومنو چې له امريكا سره دنړۍ زور نه برابرېږي خو دانشو منلاى چې ګناه بيا بيا تكرارېږي . هغه بهرني عسكر چې دسولې ساتنې په نامه سوله بمباروي څنګه ستا دمعذرت په توګه ومنو؟
ستا دواكمنۍ عروج و چې په سرپل كې زورواكو ديوې معصومې نجلۍ عزت لوټ كړ، زه به يې درياد كړم ديو كال وړاندې مهال كيسه ده چې دپارلمان ديو وكيل زوى ديوې بېوزلې كورنۍ په نجلۍ ډله ييز جنسي تيرى وكړ. دنجلۍ پلار رسنيو ته وويل: (( كرزيه ! ستا لور ده اوس تاپورې اړه لري )) كه كمېسيونونو داسې ستونزې هوارولاى شواى اوس خوبه لږ ترلږه له يوه دردونكي مسوليت نه ستا وجدان ارامه و. قانون همهلته دسرپل په محكمه او ولايت كې ترخاورو لاندې شو.
ستا دوطن مټور زلميان دنشو او جګړو په توپان كې ورك دي. داهرڅه له مستۍ نه له نېستۍ كېږي . دكابل دعلم فرهنګ په بېرانه كې په سلګونو دا معتادين په پرديو هېوادونو كې په ابدي خوارۍ ككړ شول.بل پلوته هم همدغه مټورو ستا په هېواد كې پردۍ جګړې ته اوږې وركړې اودترهګرو دګټو لپاره يې ګلاب ځوانۍ دخاورو خوراك شوې. ځوانان د هېواد نيم نفوس دى، له بده مرغه ددوولسيزو په شان له تاهم هېر وو.
نه پوهېږم ستا مشاورين اونازولى وزير تاته وايي اوكنه . له هېواد نه دوباره كډوالي پيل شوې ده. دا تصميم خو له ډېرې خوارۍ نيول كېږي. ځكه اوس خو نه پاكستان هغسې آرامه دى اونه ايران چندان ښه نيت لري. خو يو تريخ واقعيت موجود دى داټول له لوږې بېكارۍاوبې كورۍ تښتي.
تا پخوا عجيب اوغريب عادتونه لرل ارګ دې له ناكاره مداريانو ډك كړى و، چابه درته قصيدې ليكلې ، چا نكلونه ، درباري شاعران دې سلاكاران وو، هغه قومي مشران چې سل دروغو اودوو رښتيا وو لپاره ارګ ته درتلل ستا سترګې يې په غلطو تصورونودرپټې كړې وې او ددوى خولې دې په پولاوونو .ستا په پخواني دربار كې ترنيمايي زيات لوړ پوړي مامورين هغه شرارتي خلك ول چې حق السقوط دې وركاوه. دوى خو دې يوه بېړۍ ډوبه كړه داځل لږ ترلږه هغوى چاڼ كړه كېداى شي ډېر پخوا دې پېژندلي وي خو هيله كوو نور يې مه زغمه .
په افغانستان كې ملت جوړونه دكمونيزم دبري له مهاله په توره وهل شوې ده . ستا په واكمنۍ كې ترهرڅه وړاندې دملت جوړونې داصولو ژوندي كولو اړتيا وه خو په تيرو ټاكنو كې پټو بلاګانو سرونه را اوچت كړل ټول اميدونه يې خاورې كړل. خلكو وليدل چې تور سپين ، سكه ، ناسكه ، اصيل اوكم اصله ، پښتون اوتاجك يوه هم دملي مشرپه توګه رايه درنكړه پرته له مصلحت ، ايتلاف او شخصي ګټو. ستا رقيبانو هم ستا په شان په خاصو ډلو تكيه كوله. كه لږ دې نور هم په دقيق ډول وپوهولاى شم:يوازې يوكال وړاندې دبلخ په پوهنتون كې ددانشګاه اوپوهنتون ماجرا درپه زړه كوم.
نو
تاسو دمصلحتي كابينې لپاره دومره زياتې معاملې كړې دي چې خداى شته د زړه سوي وړ يې . په ژبه خو به ضرور درېږې ځكه چې بې ژبېتوب خو پښتونولي نشوه. له بله اړخه ايتلافيون دې هم ښاماران دي . دنړې ګواښ هم تش مانور ندى ،په شپږو مياشتو كې به ستا دډلې راستي اوناغېړي دنړۍ پرېكړه بدله كړي . ملت ته به هم څه مخ روڼى كوې . نو يكي يوه لاره لرې
مسلكي اوفني كابينه جوړه كړه له ايتلافيونو دې وغواړه چې كاري ، اهل اومسلكي كادرونه دركړي. له نويو ولايتونو جوړولو تيرشه ، ولسوالۍ دې سمبال كړه. په ملي امنيت كې چاڼ وكړه اوهغه لاسونه لنډ كړه چې دڅارنې په پلمه په لوى لاس په ملت كې طالبانيزم سببونه جوړوي . همدغه به تاريخ ته ديو ښه ولسمشر سپين مخ وي.