په فساد کې ښکيل ټول داړه ما ران او غله با يدمحا کمه کړي
ډېر د خو شا لۍ ځای دی چې د لو يديزو هيوادونو يعني د امر يکې او انګلستان د هيوادونو د فشار په بر کت چې په مليا رډ ونو ډالر ه يې په افغا نستان کې دځينولوړ پوړو رشوت خورو او په ادري فساد ککړو چا رواکو له خوا غلا شوي دي ،نن په افغا نستان کې د فساد ضد اداره جو ړيږي٠ په او سني وخت کې چې د افغا نستان غو څ اکثر يت د لوږې ، بې کورۍ ،بيو زلۍ،بيسوادۍ ، نارو غۍ او ډول ډول ټو لنيزو ستو نزو سره مخا مخ دی د داسې ادارې جو ړيدل يو ډېر مثبت او رغنده ګام دی او که په ر ښتيا هم ددې ادارې مو خې او مقاصدعملي شي نو دا فغا نستان ټو ل خلک به يې ډېر تود هر کلی وکړي٠
ټول افغا نان په دې پو هيږي چې د طا لبانو د حکو مت تر نسکو ريدو وروسته دې هيواد ته لو يد يځو نو هيوادونو ډېرې ما لي مر ستې ورکړې، خوکله چې ددې مر ستو نتيجې ته ګورو د افغا نستان د خلکو په ژوندانه کې يې هيڅ ژور او هر اړ خيز بد لون را مينځ ته نه شو د خا ين او رشوت خور خيټه لا زيا ته وپړ سيده او بيو زله او غر يب نور هم دخدای په قهر او غضب اخته شو او خوار پا تې شو٠ اوس دا پو ښتنه مطر ح کيږي چې دغه پيسې څه شوې او په څه شيا نو و لګيدې؟ ځواب رو ښا نه دی چې ددې هيواد په اداري چو کاټ کې داسي داړه ماران، غله ،مختلسين او رشوت خواره مو جود وو او اوس هم عملا مو جود دي چې دغه پيسي يې غلا کړي دي او اوس هم عملا په غلا وو بو خت دي٠
دغو بې وجدانه او بې ضميره انسا نان چې تر و حشي حيو انا توا وځناورو نه هم بد تر دي دې خبرې ته يې هم سو چ ونکړ چې افغا نستان خوز موږ وطن دی، جګړې ځپلی دی، خلک کور او سر پناه نلري ، په نس وږي دي،بيسوادي ، ناروغي او په زر ګو نو ډول ډول ستو نزو زموږ هيواد د تبا هۍ سره مخا مخ کړی دی ، نو با يد د خپل هيواد او خلکو په فکر کې شو، ځکه هيواد مو وران اوويجاړ دی ، پر موږ حق لري، موږ يې رو زلي يو ،دامو مور ده او موږ يې بچيان يو٠ خودغو بې ضميره ،هيواد دښمنه عناصر يو ازې د خپل ځان او خپلو کو رنيو په فکر کې دي ا و وايې چې ميم زرما ټو له زما٠ موږ او تا سو په تېرو اتو کلو نو کې داسي خا ين چارواکي وليدل چې په افغا نستان کې يې ديوې کو ټې دودانو لو وسه نه در لو دله خو نن د کا بل د شير پور په بلند منزلو نو، وزير اکبر خان ، خو شال خان مينې او داسي نورو قيمتي ځا يو نو کې يې داسي کورو نه جوړ کړي دي چې په مليو نو نو ډالره ار زښت لري٠ با يد د ټو لو هغو کسا نو سره محا سبه وشي چې کا کا تا دا پيسې دکو مه کړي دي٠ د تنخواه او معاش په پيسو خو يوه کو ټه هم نه شي جو ړولای دا دمليو نو مليو نو نو ډالرو کورونه مو له کو مه کړل٠ د پلار په کور کې خودې دموږک لکۍ هم نه سپير ه کيدله، اغا جانه وا يه داپيسې دې له کو مه کړې٠؟ ځينو خو چې ځا نو نه ماړه کړي بيا بهر نيو هيو اد ونو ته تښتي او هلته هم لو کس او مجلل کو رو نه جوړوي چې بهر نيان ور ته ګو تې په غاښ کې نيسي چې دی خوددغسې غر يب او بيو زله هيواد سړی دی او داسې مجلل قصر ونه اوما ڼۍ جوړوي٠
اوس به را شو چې دغه خا ينين څوک دي؟ په د غو خا ينينو کې يو شمير بې وجدانه وزيران، د وزار تو نو معينان،د شورا لوړ پوړي مشران،د ولا يتو نو يو شمير واليان،سفيران او دسفا رتو نو لوړ پوړي کسان، ښاروالان، مستو فيان، دګمرک رئيسان،د امنيتي او دپو ليس ادارې مشران،د جهادي ګو ندو نو مشران، د سولي او پخلا يني د تحکيم ددارې مشران او همداراز يو شمير هغه لوړ پوري چا رواکي چې د پو لي لګښتو نو صلا حيتو نه او واکو نه يې په لاس کې دي٠
با يد د فساد ضد نوې ادره څه وکړي؟
د فساد ضد نوې اداره با يد دټو لو هغو کسانو په اړوند پلټنه وکړي چې ما يې پورته نو مو نه وا خيستل، که دا سي ونه کړي او يوازي دا اداره نما يشي اړخ ولري نو افغان ولس به هيڅکله په دې نوې ادارې باور ونه کړي او که دااداره يوازې د دولت ټيټ پوړې کار کوونکو ته جوړه شوي وي نو دا به کوم درد دوا نه کړي ٠ ز ما په عقيده دو لت د ټيټ پوړو کا ر کوونکو معا شو نو ته با يد جدي پا ملر نه وکړي څو ټيټ رتبه ما مورين درشوت او قلما نو نه لاس واخلي، په او سنيو معا شو نو خو د يوه دو لتي ټيټ رتبه ما مور ګو زاره نه کيږي ٣ يا ٤ زره رو پۍ به کوم درد دو ا کړي او د چا خبره هغه خو دو مره پيسي دي چې د يوه لوړ پوړي چا رواکی د سهار چای هم پرې نه کيږي٠
ددغې ادارې مشر او کار کوونکي با يد کوم او صاف او ښيګڼې ولري ؟:
هغه څوک چې ددغې ادارې په سر کې وا قع وي با يد پخپله پاک نفسه وي او د خيانت او جرم کو مه نا وړې سا بقه ونلري متعصب، سمت پر ست او قوم پر ست نه اوسي او داسي قا طع او پريکنده دريځ ولري چې له چا نه ونه ډا رشي او دولت ددغې ادارې د مشر او غړو بشپړا منيت خو ندي کړي٠ چې څوک ور ته زيان ونه رسوي او څر نګه چې فساد په يوه ټو لنه کې د سر طان د نا رو غۍ په څير دی نو با يد ورسر ه جدي مبارزه وکړي او ددې ادارې نور غړي هم په پو رتنيو او صا فو مو صوف وي٠ با يدد اسي نه وي چې پلانی مجرم وزير صاحب يا پلانی مجرم معين صاحب او رئيس صاحب خو د پلاني خان او بستا ني خان او پلاني او بستاني جها دي رهبر خپلوان او ملګری دی ، يا د پلاني تنظيم او د پلاني سيمې او سمت دی با يد لحا ظ يې وکړو ٠ په دې بر خه کې د چا لحاظ او پلوي کول پخپل ذات کې ملي خيانت او جرم دی٠ د مثال په تو ګه که پرکر زی، د کرزي پر ورور، عبد الله، قا نوني ،سياف، فهيم، خليلي، اسما عيل، محقق، عطا، اتش، اور، طو فان،تندر، احمد ، محمود، کلبي ،مقصوداو٠٠٠با ندې د غبن او ياد فساد کوم جرم ثا بت شي با يد پر ته ددوی د مقام په پا م کې نيو لو نه دمحا کمې ميز ته را کش شي اوهمداراز په تر تيب سره دټو لو هغو کسا نو نه پو ښتنه او ګړ ويږ نه وشي چې په غلاوو، چور ،رشوتو نو او اختلا سو نو يې ددې ملت وينې څښلې وي٠ با يد په هر چا جرم ثا بت شو په رسمي ډول ددوی څېرې په راډيو ګا نو او تلو يز يو نو کې اعلان شي چې خلک ددوی نا ولې څېرې وپيژني٠ همداراز د قا نون سره سم ددوی شتمنۍ او جا يدادونه ضبط او دولت دې تر لا سه کړي٠
په هر تر تيب دا يو ډېر ښه ګام دی خدای دې وکړي چې عملي بڼه يې زيا ته وي او د افغا نستان خلک په خپلو ستر ګو وويني چې دملي شتمنيو غله ، لو ټماران او په اداري فساد کې ښکيل عنا صر د خپلو نا وړو عملو نو په سزا ور سيږي٠ همداراز د افغا نستان خلک په دې هيله دي چې په را تلو نکي کا بينه کې با يد ولسمشر هغه کسان چې په فساد ککړ دي او جنګسالاران وي ځای نکړي،او که داسي خلک يې بيا ننه ايستل نو دده ددو لت مشرو عيت به تر پو ښتنې لا ندې راولي او خلک به وايې چې هما غه اش او هما غه کا سه ده ٠