۱۶م نومبر د زغم د نړېوالې ورځې (International Day Of Tolerance) په حېث لمانځل کېږي. په دې ورځ په ټولنو کي د زغم، روادارۍ او عدم تشدد د رحجان پېدا کولو پېغام ورکول کېږي، د جهموري کلتور د پياوړي کولو او د بحث و مکالمې د کلتور خورولو هڅه کېږي. انتشار او اضطراب وهلي ذهنونه د اعتدال چوکاټ ته اچول، جنګ ځپلي اولسونه د امن له سپينو کوترو سره اشنا کول او خودسر او سرکش وګړي په سړه سينه خبرو ته چمتو کول ددې ورځې د لمانځنې مرام دی. يو او بل سره زغمل، سره اورېدل او د يو او بل د حق درناوی کول زغم دی، رواداري او ډيموکرېسي ده. زغم، رواداري او ډيموکرېسي د احساسِ شراکت درس ورکوي، څه چي د ځان لپاره غواړو، هغه به د بل لپاره هم غواړو. د وحدت انسانيت او د انساني اقدارِ مشترک په لار د ترقۍ او ارتقاء په بام ختل، عقيدوي، نسلي او لساني تکبر او تفاخر په اور پسې کول او جهان د انسان بې سرحده وطن ګڼل رواداري ده. زموږ د اوښکو او وينې رنګ يو دی، زموږ د ژوند او مرګ ادا يوه ده. موږ به يو بل سره زغمو، د يو او بل د رايې، فکر او عقيدې احترام به کوو. د دوي مندرونه به نه ورنړو، دوي زموږ جوماتونه نه رانړوي. چي کله مو د ټولې نړۍ فتح کول مرام نه وي، نړۍ مو نه فتح کوي او نه واکمني راباندي کوي. موږ به په ټوله نړۍ کي د خپل “اسلامي امارت” د قايمولو خوب نه وينو، دوي راپکي د عيسا يت د خورولو مرکزونه نه شي جوړولی. دا پېغام به ورکول وي، چي موږ بې نړۍ ژوند نه شو کولی، موږ بې خلکو نه شو اوسېدلی. د نړۍ د اخوت په زنځير کي به خپله کړۍ وراچول وي.
کله چي په سينو کي د زغم او برداشت د مادې نېستي شي. د شکست و ريخت عمل پېل شي. جنګ او جهاد شي، شدت پسندي او انتهاء پسندي شي او بالاخره طالبانايزېشن او اسلامايزېشن شي. چي په ټولنه کي د بحث و مکالمې کلتور ختم شي، جنګي نفسيات واکمن شي، مورچلونه ودان شي. له هم دې کبله نن انسانيت په نارواداريو کي لړلی او لوغړېدلی پروت دی. عقيدوي، نسلي او لساني نرګسيت پر زړونو او ذهنونو پېچلی او چورلېدلی دی. د جنګ، جبر، جنون، جهالت، جارحيت او جذباتيت تورې او تتې تيارې غوړېدلي دي. موږ يو له بله لېري يو، سره وېشلي يو او په شر اخته يو. مورچلونه ودان ساتو، ټېبلونو ته نه حاضرېږو، له دليل، تاريخ او رڼا نه زښت وېرېږو. عقيدت او تقليد مو په ميراث راپاتې لار ده. تنقيد ګستاخي پامو. د ذهنونو په کعبه کي لوی لوی بتان ودرو. دددې بتانو د استرداد ابراهيم ګستاخ او مرتد نومو. په سرو اورونو کي يې د انکار د مادې سړولو هڅه کوو. د خبرو سړي په دار ځړو، کتابتونو نه نه غواړو، مکتبونه ورانوو، وسله ډېپوګان ودانوو، مدرسې پراخوو……….. !!! د وسلې نسل، د مدرسې نسل کله هم د برداشت او روادارۍ ماده په سينو کي نه شي لرلی. هغوي د دليل نه بلکې د تاويل عادت خلک وي، د ژوند د dynamic خصوصيت په حقله static غبرګون لري. د مستقبل نفسيات نه لري او ژوند څوارلس سوه کاله شاته ستنول غواړي. کله هم چي د اجتهاد نېستي وغوړېږي، د ژوند په هر اړخ کي rigidity واکمنه شي او په پايله کي يې رجعت، شدت او دهشت راپېدا شي. د Nostalgia په ناروغۍ اخته خلک کله هم په اوسني جديد ساينسي عصر کي سيال نه شي ګرځېدی. زموږ ناروغي دا ده، چي د پرديو د زغم توان نه لرو. پردي ساينس لري، موږ په دې ګزاره کوو، چي ساينس په ماضي کي موږ دوي ته ورکړی دی .اوس هم ساينس مسلمانول غواړو. دعوی’ مو دا ده، چي ساينس له اسلام نه ماخوذ دی. دا ټولې رنځورې رويې دي. د روادارۍ د نشتوالي پايله ده.
د زغم رجحان پر ګرديو مېزونو غوړېږي. ګويا چي ډيموکرېسي وي، هلته زغم وي. چي سيکولرېزم وي، د يو او بل د عقيدې احترام به وي. د سني، شعيه، ديوبندي، برېلوي، احمدي او اهلِ سنت خرمستۍ به نه وي، داسې يوه ټولنه چي “مُلا وي ناست په خپل محراب کي زه له ياره سره”. که د انسان ځلان او تابان سباوون مو مرام او ارمان وي، نو د تخت او معبد د د ايتلافي واکمنيو مخنيوی به کول وي. په کليسا او جومات کي به د اسمان خبرې کوو، په رياست او سياست کي به زمکني مسايل هوارو. له تهيوکرېسي سره به په مخه ښه کوو او ډېموکرېسي به د انسانيت نجات دهنده عنصر پاموو. مذهب د هر شخص ذاتي او نجي مسئله ده، په دې کي د مداخلت حق څوک نه لري، خو د ټولنې په اجتماعي مسايلو کي به د يو او بل په وړاندې جوابده يو، د ټولنيز مسووليت او رسالت احساس او د خپلې منصبي فريضې ادراک به لرو او خپل رول به په مسوولانه توګه په ايماندارۍ او ديانتدارۍ تر سره کوو.
له يو بل سره د رابطې او رشتې نوعيت و ماهيت بايد تريخ نه وي، په رابطه او رشته کي د خپلوۍ احساس پېدا کول غواړي. خپلوي بايد له عقيدې او جغرافيې ازاده وي. انساني اقدارِ مشترک بايد په وړاندې ولرو. خپلوي د طبقې وي، د طبقاتي مبارزې وي.
موږ جنګ ځپلي نژاد چي په بېساري او بيساره چور و تالان کي هر څه له لاسه ورکول، غلو مي يوازي د وطن تاريخي اثار او نوادرات غلا نه کړل بلکې له سينو نه يې زغم هم رانه وتښتاوه. رښتيا وايم، د احمدشاه بابا د تورې او پټکي د غلا پېغور مي دومره نه ځوروي، څومره چي مي د زغم د غلا پېغور ځوروي. زموږ سينې چي د زغم نه خالي شوې، نړېوالو پکي شدت پسندي او طالبانايزېشن وليدو، هم دا مي شناخت وګرځېد. وېرېږم د زغم غله مي اوس ځانمرګی د قامي کلتور فېکټر ونه ګرځوي. په دوزخي حالاتو کي چي مو څومره سينې تنګې شوې، هم هغومر مو هديرې پلنې شوې. تنګې سينې، پلنې هديرې قام په اوسني جديد عصر کي نه پوهېږم څنګه د ژوند قابل ګرځېدلی شي؟
ډيموکرېسي نجات دهنده سسټم دی. موږ وايو، دا غربي پديده ده، متبادل طالبانايزېشن پاته شي. سيکولرېزم د انسان د روښانه مستقبل ضامن دی، موږ په قاموسونو کي ورپسې د “لادينيت” او “دهريت” ماناوې غوټه کړي دي. د رايې آزادي د هر انسان پېدايشي حق دی. د والټېره مشهوره خبره “ته چي څه وايې زه ورسره اختلاف لرم. خو زه به ستا ددې حق لپاره، چي ته دا ووايې تر مرګه پورې جنګېږم”.
زغم ښکلا او حسن پنځوي، د تهذيب او تمدن کُنجي ګڼل کېږي. موږ يو ځل بيا د بربريت دور ته ستانه شوي يو. ما داسي ګڼله چي ځنګل ښار ته راننوتې دی خو خلک وايي چي نه ځنګلونه هم څه دستور لري، ښارونه بېخي بې دستوره شوي دي. موږ بيا د بربريت نه د تهذيب په لور سفر پېلول غواړو. موږ د تهذيب کُنجي غواړو، زغم غواړو.
تهذيبونو پر زغم ولاړ وي، تهذيبونه يو له بل سره شخړې نه کوي. د تهذيبونو تر منځ د تصادم هيڅ حقيقت نشته، تصادم معاشي او طبقاتي دی.
ژوند سلګونه کاله شاته ستنول اوس هم زموږ د مذهبي اپروچ ترجيحي غوښتنه ده. د مذهبي اپروچ زغم د تخليق، تشکيک او دليل په وړاندې مطلق تمام شي. تاويل، تکرار او تقليد د ددې تلپاتې غذا ده. د دوي د ژوند قيام د منقولاتو مرهونِ منت دی. دوی وايي موږ يې په عقل نه شو ثابتولی. په بې عقلي کي به مو نو هم دا بدخوندۍ او بدمرغۍ په برخه وي. د نقل مذهبي اپروچ هر وخت د غېر مفکورې څوک په زور او تشدد ارامول غوښتې دي، د ساينس او فلسفې په وړاندې يې د جمود ښکر درولي او د سوال، شک او انکار رجحان يې شجرِ ممنوعه ګرځولی دی. په تخليقي لحاظ شنډ ذهنونه د زغم ماده کله هم نه شي لرلی. هغوي ته حرفِ اخر تعليمات ورکول شوي وي. مذهبي اپروچ په ټولنو کي تنوع او رنګارنګي نه خوښوي بلکې د يکسانيت پلوي کوي. د ژوند حسن په تنوع او رنګارنګی کي دی. کله چي په ټولنه کي بېلابېل رنګونه، کلتورونه، ژبې او خصلتونه په يوه وخت موجود وي، نو هغه وخت ټولنه په يوه صحت منده بڼه ځان څرګندوي. د خپلې ژبې، ثقافت او ژوند ژواک درناوی لازمي دی. خو په دې درناوي کي د نورو شناخت او عزتِ نفس مسخول جبر دی، چي په ضد يې مزاحمت ضروري دی، په دې کي بايد زغم ونه شي. ناانصافي، ظلم او استحصال هم زغمل پکار نه دی بلکې ددې خلاف جنګېدل غواړي. ځکه چي د ټولنې د دايمي زغم لپاره دا جنګ ضروري دی. د زغم لپاره مزاحمت پکار دی، يعني د شدت، دهشت، جنون او جذباتيت په ضد مبارزه پکار ده. چرته چي طبقاتي تضاد، سماجي ناانصافي، قامي نابرابري او معاشي بدحالي موجوده وي، هلته کي زغم نه شي تقويه کېدی، د تخت او معبد په ايتلافي واکمنيو کي له چا نه د زغم هيله لرل لېونتوب دی.
په اختلاف کي زغم د تکامل په لور لومړی قدم دی. اختلاف يوه فعاله او تعميري رويه ده، چي ژوندي قامونه يې خپل بنياد پاموي. په اکاډميکو ټولنو کي اختلاف د غزاګانو بڼه نه خپلوي بلکې د هغوي په اختلاف کي دننه يوه همغږي موجوده وي، يو تنظيم او تزئين پکي وي. دوي د اختلافونو له لارې يوې نتيجې ته سره رسي او نتيجې يې د ټولنيز اتفاق په تشکيل کي مرسته کوي. د روادارې ټولنې وګړي د يواو بل په وړاندې په سړو سينو حاضرېږي او يو بل په ورين تندي اوري. د پرمختللو ټولنو د زغم او برداشت د رويو په پسِ منظر کي د کتابونو يو ناپايه لړليک پروت وي. کتابونه په ټولنو کي رواداري زېږوي، د چا کتابتونونه چي له شپې تر ډېره پرانيستي وي او د کتابتونونو بتۍ يې روښانه وي، د هغوي له هرې رويې به زغم څاڅي. د زغم د لاس ته راوړني لپاره به په دې لاره قدم وهل وي.
په لر وبر افغان کي له درو لسيزو زغم قتلېږي. تر څو چي زغم له قتل ونه ژغورو، قام له قتل نه شو ژغورلی.
زه خو د زړه درد غواړم په هر يوه مذهب کي
پرېږده ستا خبرې چي نکلونه رنګارنګ کړې
khanzamankakar.kakar@gmail.com