کور / سياسي / ولسمشر ته د پخواني ملګري ليک

ولسمشر ته د پخواني ملګري ليک

يادونه:
 په پښتو ويبپاڼو کي مي ولسمشر  حامدکرزي، ملامحمدعمر اخند، انجينر حکمتيار، بانکي مون، ولسمشر بوش، ولسمشر باراک اوباما او د افغانستان مختلفو وزيرانو، واليانو او آن يو نيم ليکوالانو ته پرانيستي ليکونه لوستلي ول، خو بېخي لږ يې په دې ارزېدل چي بايد مخاطب کس يې ولولي.
دغه مقاله د باراک اوباما يوه پخواني ملګري ليکلې او ډېر داسي ټکي پکښې سته چي بايد هغه يې ووايي. زه يقين لرم چي ولسمشر اوباما يا د هغه پاليسي جوړوونکو به هرو مرو لوستلې وي. د مقالې ليکوال د طالبانو سره  سولي او له افغانستان څخه  د امريکايانو د وتلو وړانديز کړئ دئ.
بل طرف ته د سياسي چارو ډېرئ څېړونکي د افغانستان په باب د امريکا د نوي پاليسۍ د ځنډ علت هم په احتمالي توګه د اوباما له خوا د عراق په څېر له افغانستان څخه د عسکرو د مهالوېش پر اعلان له پراخو بحثونو سره تړلې بولي. همدا راز د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ هم د سولي خواته تمايل ډېر سوئ دئ، نو زه يې هم افغانستان ته د سولي د راستنېدو په اميد لوستونکي ويلو ته رابولم. (ژباړن)



ليکوال: ويليم. آر، پولک
ژباړن: م. عمر واحديار


ښاغلى ولسمشر! د افغانستان د آلې ګولې په خاطر له اصلي لاري مه اوړه!
څه باندي لس کاله کېږي چي موږ سره جلا سوي يو، موږ په هايډ پارک کي له يو بل څخه فقط څو پوړه ليري اوسېدو، موږ دواړه د شيکاګو په پوهنتون کي پروفيسران وو. ما هلته د منځني ختيځ د څېړني مرکز تاسيس کئ او هم د آډلي سټيفسن انستيتيوت د نړيوالو چارو رئيس وم.
شيکاګو ته تر تګ دمخه زه د جان کينډي په حکومت کي د منځني ختيځ او مرکزي آسيا د پلان د شورا غړى وم او د يوه ډيموکرات په حيث مي په تېرو انتخاباتو کي ستا ملاتړ وکئ، ځکه نو زه هيله من يم چي د افغانستان او پاکستان په چارو کي زما تجربې ته په پام سره زما پر تحليل غور وکړې.
حالات ښيي چي د امريکايي ولس هيلو ته د جواب پر ځاى د خپل پلان او مخکنۍ تګلاري څخه داسي اوړې، لکه د ويټنام جنګ چي جمهور رئيس لينډن جانسن له لاري واړاوه.

تاسو مطبوعاتو ته ويلي: ((امريکا د طالبانو ضد جنګ په زور باندي ګټلاى سي، فقط هغسي لکه ولسمشر جانسن چي به د ويټنام د جګړې پر مهال ويل. اوس چي په افغانستان کي مېشت جنرالان د نورو پوځيانو غوښتنه کوي، تاسو دا هم ويلي چي امريکا کولاى سي د طالبانو د ځپلو په خاطر خپل عسکر څو چنده ډېر او تاکتيکونه رد او بدل کړي)). خو تاسي د دې موضوع په اړه مفصل معلومات زما په کتاب (Violent Politics) کي لوستلاى سئ، چي څنګه له برتانيې، فرانسې، جرمني، روسيې، امريکا، اروپا، افريقا او آسيا څخه په درځنونو ياغيان د امريکايانو څخه د نفرت له کبله افغانستان ته ځي او هلته د طالبانو ترڅنګ زموږ سره جنګېږي، زه کله – کله شکمن سم چي په دې هکله به تاته ښه مشوره نه درکول کېږي.

يو وخت چي زه په حکومت کي وم، موږ هم ويل چي امريکا به ويټنام د عسکري قوت په زور فتح کړي، لکه اوس چي ستاملګري د افغانستان په اړه مشوره درکوي، خو لکه د پنټاګان خپروني ايډيټر چي دې نتيجې ته رسېدلى دئ: ((له پوځي فشار سره يو ځاى د ياغيانو د ځپلو دپاره د زور ترڅنګ سياسي، اقتصادي، ټولنيز او اروايي عمليات هم مهم دي، چي د يوه تخنيک په حيث بايد ټول سره ګډ سي)). څه چي د ويټنام په ګډون معمولاً هرځاى کي د بغاوت سبب ګرځېدلئ، هغه د بهرنيانو له اشغال سره د هغوى سخت مخالفت دئ. ځيني بهرنيان له اشغال سوو سيمو څخه تر ناکامۍ وروسته وتلي دي، خو ځيني بيا په دې پلمه بيرته ووزي، چي ګنې نور خپل هدف ته ورسېدل او د پاتېدو اړتيا يې نسته، زه باور لرم چي امريکا اوس هم په افغانستان کي خپل مهم هدف ته د رسېدو فرصت لري.
د ويټنام په جنګ کي موږ ويټناميان نه پېژندل او ناکامه سوو، خو دلته زه د افغانستان، پاکستان او کشمير د حالاتو مهم اړخونه ځکه په ګوته کوم، چي په باب يې يوه کاميابه پاليسي غوره کړو.

پاکستان:
پاکستان له ډېره وخته د کشمير پر سر د هندوستان د لاسه کړېږي او همدا راز  پر پښتون لږکيو د دغه هيواد له نفوذ څخه په بېره کي دئ.
له ١٩٧٩ څخه تر ١٩٨٩ کال پوري موږ پاکستان ته په ميليارډونو ډالر ((د پښتنو آزادي غوښتونکو)) (د ليکوال موخه پخواني مجاهدين دي) سره د مرستي په خاطر چي د شورويانو سره جنګېدل ورکړل. د شورويانو سره مخالفت زموږ هدف وو، خو پاکستان ځانته ((د اسلام د ساتني)) يو بېل هدف درلودئ، چي دا کار يې نه يوازي په افغانستان، بلکي کشمير کي هم وکئ. تر هغو چي د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد د هندوستان له اشغال سوي کشميري پايتخت سرينګر او د خيبر درې ته چي افغانستان ته د ننوتلو لاره ده داسي نيژدې وي، لکه نيويارک چي هارډفورډ ته دئ، د افغانستان او کشمير کشالې به پاکستانيانو ته داسي ايسي لکه د دوى کورني موضوعات.

 کشمير د امپرياليزم د وخت هغه ميراث دئ چي نن هم د هيوادونو ترمنځ د نړيوالو اړيکو د سوستۍ سبب ګرځېدلئ دئ. دغه مشکل په ١٨٤٦ کال کي داسي ايجاد سو، چي برتانيې کشمير او د هغه مسلمانان اوسېدونکي پر يوه هندو باندي خرڅ کړل او هغه د دې سيمي مهاراجا جوړ سو. د هغه او مورثې له ظلم او لوټمار څخه کشميريانو ډېر نفرت کاوه. په ١٩٤٧ کال چي له جنوبي آسيا څخه د برتانويانو ټغر ټولېدئ، برتانيې کشمير ځکه د پاکستان په احاطه کي شامل وباله، چي اوسېدونکي يې مسلمانان ول، خو د هغه وخت مهاراجا بيا د هندوستان خوا ته زور واهه. د جواهرلال نهرو له اجازې سره – سره وروسته لومړي وزير دغه خاوره د هندوستان برخه معرفي کړه، خو د برتانيې وايسراى لارډ لويوس مونټباټن بيا په دې باب د کشميريانو څخه د ټولپوښتني وړانديز وکئ او دا نو هغه ټولپوښتنه ده چي هيڅکله ونسوه او لا به کېږي.
د هندوستان نيژدې نيم ميليون پوځيانو کشمير د دښمن د يوې فتحه سوي سيمي په حيث لاندي کړئ دئ. او د هند تر حاکميت لاندي سيمه کي په زرهاوو کشميريان بنديان دي، په سلهاوو ژوندي ورک دي او نيژدې هر کشميرى د دوى له استبدادي نظام څخه ځورېږي. که په لنډ ډول ووايم کشمير سم دم د جنوبي آسيا فلسطين دئ.
پاکستان او هندوستان پر دې لانجمنه موضوع درې جنګونه کړي، چي له کبله يې د بې شمېره انسانانو ويني توى سوي دي او د دواړو هيوادونو پر منافعو يې منفي اثر کړئ دئ. د دې مخالفت له وجي پاکستان هيڅکله په تر خپل واک لاندي سيمه کي د يوه دوامداره حکومت پر جوړېدو نه دئ توانېدلئ، هلته يوازنۍ اداره د پاکستاني پوځ يو جامد حکومت دئ، چي ملکي حکومتونه د پراخ فساد له امله يو په بل پسي نړېدلي دي.
خپله د پاکستان د ستونزي ډېر علتونه دي، خو تر ټولو غټ يې هلته د بېلابېلو قومونو، نژادونو او کلتورونو ګډوالئ دئ. برتانويانو د خپل استعمار پر مهال پر سند او پنجاب باندي مستقيم حکومت کاوه، خو جنوب يې د پښتنو د کمزوره کولو په خاطر پر دوو برخو ووېشئ. دا د ډيورنډ د کرښي اصلي هدف وو، چي په ١٨٩٣ کال د سرحد په غرونۍ سيمه کي برتانويانو د يوه واحد قوم تر منځ تېره کړه او همدا علت دئ، چي نن تقريباً ٢٥ ميليونه پښتانه په پاکستان او اټکلاً ١٤ ميليونه په افغانستان کي ژوند کوي.
پښتانه غواړي په پاکستان کي خپل ځانته خپلواک ايالت جوړ کړي، خو په ١٩٤٧ کال د دوى مخنيوى وسو. د سوات د وروستيو عملياتو تر وخته پاکستان خورا لږ هڅه کړې وه، چي پښتانه قبايل تر خپل واک لاندي کړي، خو بل پلو له دې امله پاکستان د افغانستان له حکومت څخه په ژوره توګه متاثر دئ.

افغانستان:
افغانستان هر وخت خارجي يرغلونه له ماتي سره مخ کړي دي، له ١٨٤٢ څخه تر ١٩١٩ کال پوري برتانويانو درې واره پر افغانستان يرغل وکئ، خو هر ځل به ناکامه سول. عيني کانه په ١٩٨٠ يمو کلونو کي په پخواني شوروي اتحاد هم تر لس کلن جنګ او اقتصادي تاوان وروسته وسوه.
د دغه هيواد د ټولنيز ذهنيت، کلتور او سياسي جوړښت له پېژندلو پرته موږ هم خپل هدف ته نسو رسېدلاى. نو راسئ چي پر مهمو يې رڼا واچوو:
په ١٩٦٢ کال زه لومړى ځل افغانستان ته ولاړم، چي هلته د امريکا د نيشنل پاليسۍ ادارې ته راپور جوړ کړم، ما د دې واړه غرني هيواد د ٢٠٠٠٠ کوچنيو – کوچنيو کليو  د اوسېدونکو په کلتور کي ډېر ورته والى ولېدئ. دغه کلي د امريکا د هغې په پرتله دومره واړه دي لکه د پينګ پانګ ګيند. افغانانو په عمومي توګه لرغونى اسلام او قبايلي کلتور سره ګډ کړي دي، دغه کلتور د ټول هيواد پر اقتصادي او سياسي حالت باندي خپور دئ، خو د جنوبي سيمو خلک دې کلتور ته پښتونولي وايي.
د شوروي د يرغل پر مهال روسانو د پينګ پانګ پر ډېرو بالونو (کليو) حملې وکړې، خو د يوه پر نيولو ونه توانېدل. د شورويانو د يرغل په موده کي د افغانستان ٨٠ فيصده خاوره د هغوى له کنټرول څخه آزاده پاته سوه، نو که په لنډ ډول ووايم، روسانو د جګړې ټول ميدانونه وګټل، خو جنګ يې وبايلئ او بالاخره افغانستان د شوروي اتحاد په ګورستان باندي بدل سو.
د شورويانو ځناورانه يرغل د افغانانانو ټولنيز جوړښت د يوه مخه ګډ -وډ کئ. نيژدې په هرو لسو تنو کي يو افغان مړ يا ووژل سو او تر پنځه ميليونو زيات کسان مختلفو هيوادونو ته مهاجر سول. د دې کسانو اکثريت د پاکستان په کمپونو کي د بېوزلۍ ژوند کاوه، په سوونو زره ځوانان داسي معيوب سول، لکه د انجيل په تاريخ کي چي د اسرائيلو کوچنيان د ٤٠ کلني وچکالۍ پر مهال ول.
د افغاني ځوانانو ډېره برخه د خپلو پلرونو له رواج خلاف په بل ډول لويان سول، نوي نسل خپله سخته عقيده او قوانين وساتل او له خپلو کورنيو، پلار، مور او خويندو څخه د بېلوالي له وجي يې د انساني حقونو د پېژندلو حس له لاسه ورکئ، افغاني ځوانان چي ډېرى يې پښتانه دي په مدرسو کي لويان سول، هلته يې سبقان ويل، هلته ډوډۍ ورکول کېده او هماغه مدرسه يې کور وو، چي په دې مدرسو کي اول د سخت دريځو په توګه وروزل سول او بيا د طالبانو د پلي لښکر په توګه راظاهر سول.
هغه مهال چي طالبان واک ته ورسېدل، يو بدرنګه او دردوونکى حکومت يې تشکيل کئ، خو دا هومره بد هم نه وو لکه په آسيا او افريقا کي چي ځيني نور حکومتونه دي، ځکه موږ کولاى سول چي په تدريجي توګه يوه ټولنه او حکومت د نړيوالو قوانينو په مراعت باندي قانع کړو. تاسي وګورئ په ويټنام کي تر جنګ وروسته څه پېښ سول؟ هغه مهال زموږ په حکومت کي هيچا دا فکر نه کاوه، چي د ويټنام کمونيسټ حکومت به يوه ورځ په يوه سرمايه دار يا کاپيټليسټ نظام بدل سي.
زه ډاډمن يم چي په افغانستان کي هم داسي نښي ليدل کېږي، د طالبانو مشرتابه اوس لږ تر لږه په سخت دريځه قانون کي په تغير راوستلو باندي شروع کړې ده او غواړي خپل پروګرام ته بدلون ورکړي، اوس نو موږ کولاى سو چي په دوى کي دغه ميلان تشويق کړو.
د جنګياليو په توګه د طالبانو پاتېدل د يوه قوي او بېروونکي دښمن په حيث دي، له هغوى څخه په دفاع کي زموږ چانس لږ دئ. طالبان او عام افغانان موږ (امريکايان او بهرنيان) خپل (د مسلمانانو) دښمنان ګڼي، داسي لکه روسان او برتانويان چي يې بلل. تر دې په ها خوا دوى ويني چي حکومت يې مفسد او د غلو او لوټمارانو څخه ډک دئ. رپوټونه ښيي چي دغه حکومت د نشيي توکو په قاچاق کي تر څټه پوري ډوب دئ، دغه حکومت د بهرنيو هيوادونو مرستي او پيسې غلا کوي او هغه پوځي مرستي هم چي د امريکا له خوا ورسره کېږي پر طالبانو باندي خرڅوي. (عيناً لکه د جنوبي ويټنام حکومت چي له ويټکانګ سره کول).
همدا راز د افغانستان ډېره برخه د ځناورو (پخوانيو جنګسالارانو او لوټمارانو) په لاس کي ده. د حامد کرزي لاسپوڅى حکومت به زموږ تر وتلو وروسته چنداني دوام ونکړي، لکه د پخواني شوروي غلام حکومت چي د هغوى تر تګ وروسته ړنګ سو، او يا هم لکه په سيګون کي چي زموږ د پوځونو تر وتلو وروسته د هغه ځاى لاسپوڅى حکومت ونړېدئ.
راسئ چي د طالبانو او جنګسالارانو ترمنځ انتخاب وکړو، افغانان خو معلومه خبره ده چي طالبان تر جنګسالارانو او جنايتکارانو خوښوي، لکه جنرال سټنلي مک کريسټال چي وويل: ((ډېر خلګ د طالبانو په امنيت او عدالت پسي ارمان کوي)). بس نو په دې ډول موږ د اوږدې مودې سخته ستراتيژيکه دفاع کوو.
که په خلص ډول ووايم، زه باور لرم چي طالبان د امريکا سره دښمنۍ ته هيڅ لېوالتيا نه لري، تاريخ شاهد دئ دغه اوسنى سخت روش چي موږ اختيار کړئ دئ له امله به يې تروريزم نور هم پراخ سي. د نورو بهرنيانو بوټونه اوس هم په افغانستان کي پر ميدان پراته دي او له بهرنيانو سره اوسنى سخت جنګ هم په خپلو سترګو وينو او دغه جنګ به نور نفرتونه هم وزېږوي. هوايي بمبارۍ هم د حل لاره نه ده او دا به تر مځکنيو عملياتو هم بد عواقب ولري او د افغانانو د اکثريت قهر به راوپاروي.
له طالبانو زموږ تر ټولو غټه غوښتنه دا وه، چي بن لادن او د هغه ملګري راوسپاري، خو دغه دواړه ګروپونه په مجموع کي له يو بل سره ډېر فرق لري، طالبان يو ملي او سياسي حرکت دئ، چي د افغانستان په غټ قوم (پښتنو) پوري مربوط دئ او القاعده د لوېديځ ضد يوه تندلارې ډله ده، چي د مختلفو، ژبو، کلتورونو او هيوادونو د ناخوښه کسانو يوه مجموعه ده، چي خپل هدف ته د رسېدو دپاره مبارزه کوي او په خپلو هيوادونو کي د حکومتونو د بدلولو په هڅه کي دي.
زموږ دپاره د دغو دوو ډلو ترمنځ توپير هغه وخت رامنځته کېږي، چي موږ غواړو طالبان دې ته اړباسو چي اسامه بن لادن راوسپاري. موږ دا هڅي هم وکړې چي غريب قبايل د هغه پر ضد راوپاروو، د اسامه ((يا مړ يا ژوندى)) په پلان هم ناکامه سو.
اصلاً د پښتونولۍ په قانون کي دا ډېره بده خبره ده، چي يو څوک له هغوى پناه وغواړي او دوى يې ونه مني، افغانان دې ته (ملامتيا، يا پړتيا) وايي چي د پښتونولۍ په قانون کي خورا غټه ګنا ده، نو زموږ په دا غوښتنه چي  اسامه راوسپاري، دوى د بې عزتۍ احساس کوي.
د اټومي وسلو په برخه کي پاکستان او هندوستان دواړه له يو بل سره مخ دي، يوازنى اغيزناک ګام کټ مټ هغه دئ چي تا مخکي اخيستئ دئ، هغه دا چي د امريکا او روسيې په ګډون د نړۍ په هر ځاى کي د اټومي وسلو د توليداتو کمول، زه وايم اټومي وسلې چي هرځاى وي د خلګو دپاره خطر دئ او په دې هکله ستاسي پاليسي موږ ټولو ته قابل د قبول ده.
د امريکا امنيت ته د اسامه بن لادن نيول کېدل دونه مهم نه دي، لکه د هغه د ډلي ځپل يا کمزوري کول چي دي. هغه هم په داسي يوه حالت کي چي نوموړى د پښتنو د ساتني څخه برخمن دئ، په دوى کي ((مېلمستيا)) د دين د يوې برخي په شان داسي سخت قانون دئ، خو پښتونولي هم حد لري. د اسامه پښتانه کوربانه کولاى سي په خورا عزت سره پر هغه فشار واچوي، او نوموړى د خپلو هغو کړنو څخه راوګرځوي، چي دوى (پښتانه) هم په بلا اخته کوي. دا کار داسي هم کېدلاى سي چي په رښتينې توګه يا موږ، يا پاکستان له طالبانو سره غور پر وکړي. د دې ګام په اخيستلو سره موږ کولاى سو چي د القاعدې د مختلفو غړو د حرکت په مقابل کي يوه لار پيدا کړو.
دا چي نن سبا په هرځاى کي تروريستي بريدونه مخ پر ډېرېدو دي، د هغوى په مقابل کي يوازنۍ موثره او اوږدمهاله دفاع د دې کار اصلي علتونو ته د حل لاري لټول دي.
د نشيي توکو د کښت مخنيوى چي افغانان وکړي موږ به هوسا سو، خو که موږ رښتيني يو بايد هرو مرو اعتراف وکړو، چي دا زموږ خپل مشکل دئ. هيروئين هغه څه دي چي ګرم بازار يې کښت او توليد ته انرژي ورکړې ده، موږ کولاى سو ډېر آسانه يې داسي مخنيوى وکړو، چي افغاني بزګرانو ته  د غلې دانې اصلاح سوي تخمونه ورکړو او د هغو حاصلات بيرته په ښه بيه ځني رانيسو او هغوى په باغدارۍ باندي لګيا کړو. لکه څنګه چي خلګ د تارياکو له کښت څخه لوړه ګټه ترلاسه کوي. او دا چي موږ پر هغوى باندي يرغل کوو او د نشيي موادو له کښت څخه يې راګرځوو، فقط داسي ده لکه يو بهرنى هيواد چي پر فرانسه باندي حمله وکړي او ورته ووايي چي د شرابو له توليد څخه لاس واخلي.
موږ له هيڅ يوه افغان حکومت څخه دا توقع نه سو کولاى چي زموږ د مشکل مخنيوى وکړي، خو که موږ له افغانستان څخه ووزو، طالبان به يقيناً وتوانېږي چي د تارياکو د کښت مخنيوى وکړي، هغسي لکه په ١٩٩٠ کلونو کي چي يې وکئ.
موږ بايد په خپل اشغال کي درو غټو موضوعګانو ته پاملرنه وکړو.
١ –  آيا هلته زموږ حضور له دغه هيواد څخه زموږ تر وتلو وروسته کومه دوامداره نتيجه ورکوي؟
٢ – آيا موږ د افغانستان د اکثريت خلګو له ملاتړ پرته د هغوى د مخالفت په صورت کي هلته د خپل اشغال څخه دفاع کولاى سو؟
٣ – او آيا موږ دغه دروند اقتصادي پېټى وړلاى سو؟
لومړى خو دا خورا پڅ فکر دئ چي بغاوت په يوه هيواد کي د اشغال کوونکو د لاسپوڅي حکومت په راوستلو پاى ته رسېږي، دا هم په افغانستان کي د برتانويانو او پخواني شوروي اتحاد تجربه ده او هم په ويټنام کي د امريکا او الجزاير کي د فرانسې.
دغه لاسپوڅي حکومتونه که له يوې خوا اشغال کوونکو ته د منني وړ دي، خو هغه کسان يې بيا هيڅکله نه قبلوي چي له بهرنيو اشغال کوونکو سره په سنګر کي د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پوري جنګېږي.
دوهم په افغانستان کي امريکايي عسکر نه يوازي دا چي د طالبانو د غورځنګ مخ نسي نيولاى، بلکي د دوى د اعمالو له وجي د عوامو ملاتړ له طالبانو سره نور هم ډېرېږي، په دې باب په افغانستان ډېر شواهد سته. ما چي هر بغاوت مطالعه کړئ دئ، دې نتيجې ته رسېدلى يم چي هرځاى خارجي عسکر ډېرېږي، هغونه د ولس د اکثريت خاموشه دښمني ورسره زياتېږي. برتانويان  هم د امريکا د اشغال پر مهال په دې حقيقت وپوهېدل او د امريکا د آزادۍ انقلاب يې ومانه، ( په داسي حال کي چي موږ دواړو ډېر ورته والى سره درلودئ، هم مو ژبه، هم کلتور او هم مو دين ګډ وو.)
دريم دا چي هلته که زموږ د عسکرو د مړيني شمېر د ويټنام او يا عراق هغې ته ونه رسېږي، خو د مالي مصرف د لږېدو احتمال په هيڅ صورت نه ليدل کېږي. زه ګومان کوم چي د امريکا د تاوان اصلي رقم له درې ټريليونه ډالرو څخه تر شپږ ټريليونه ډالرو پوري دئ، نو که حالت همدغسي دوام وکړي افغان کمپاين به هرو مرو د امريکا دپاره ستا پلانونه داسي خراب کړي، لکه د ويټنام جنګ چي د جمهور رئيس جانسن د ګرېټ سوسايټي خيالي ماڼۍ ور ړنګي کړې.
د افغان حکومت د اصلاح دپاره نور داسي څه نه دي پاته چي موږ يې وکړو، فساد له سره تر پښو داسي پکښي خپور دئ، لکه زه چي يې په ويټنام کي شاهد وم. که يو حکومت خپله غل وي او ځان وژني خارجيان يې هيڅکله مخ نسي نيولاى.
موږ په ١٩٦٠ کلونو کي ډېر ښه فرصت درلودئ چي افغان حکومت اصلاح کړو، موږ محمدداود خان ته ښه راغلى ووايه، ځکه چي هغه د کمونيستانو ضد وو، خو ونه توانېدو. اوس که موږ رښتيني يو بايد هرو مرو داسي و انګېرو چي د حامد کرزي حکومت به زموږ د عسکرو تر روانېدو وروسته هيڅکله دوام ونکړي.
د پاکستاني حکومت غړي هم له مشره تر کشره په فساد کي غرق دي، ولسمشر آصف علي زرداري چي ((زموږ سړى)) بلل کېږي، د پاکستاني ولس د ناخوښۍ سره مخ دئ او هغه خپله د غلا، فساد، او بېروونکو وژنو اوږد ريکارډ لري. زه فکر کوم د زرداري حکومت به په نيژدې راتلونکي کي د پوځي کودتا په ذريعه له منځه ولاړ سي. که داسي وي موږ بايد هرو مرو په نرمي سره پرمختګ وکړو او هلته د مدني ادارو له پياوړتيا سره مرسته وکړو او هغوى تشويق کړو.
د کشمير ستونزه هم د نورو نړيوالو هغو په رقم اوس ناحله پاته ده او منطقي عملي حل لاره يې نه ده لټول سوې، که هند او پاکستان پر ټولپوښتنه سره موافق سي، يقيناً چي د هند تر ولکې لاندي کشميريان به د يوه خپلواک حکومت تر سيوري لاندي ملايم ژوند خوښ کړي، خو پاکستان او هند هيڅکله يو خپلواک کشمير نه غواړي. بايد وويل سي چي هلته اوسنى وضعيت د دواړو هيوادونو په تاوان دئ، نو ځکه دوى اوس تلاښ کوي چي دغه ستونزه د مختلفو چينلونو په ذريعه يو ډول هواره کړي، او موږ بايد له دې مشکل څخه دباندي پاته سو.
د اسلام په اړه ستاسي له تعبير څخه معلومېږي چي انساني نړۍ به په ګډه پرمختګ وکړي، او د بوش د پخواني حکومت ميراث (اسلام ضد چلند) ته به د پاى ټکى اېږدئ، په قاهره کي مسلمانانو ته ستاسي د حيرانوونکي وينا عملي کېدل به ډېر وخت ونيسي، چي د نړۍ مسلمانان قانع کړي، ستاسي په وينا موږ خوشحاله يو چي د مختلفو کلتورونو په نړۍ کي له مسلمانانو سره ګډ ژوند وکړو.
د نوي تګلاري د عملي کولو په لاره کي ګومان کوم پاکستان زموږ دپاره ډېر نوي فرصتونه لري، اول طالبان، ورپسې پښتانه، بيا افغانان، پاکستانيان او مسلمانان، کوم چي موږ له دوى څخه يو هم نه يو. پاکستان له طالبانو سره موثر جنګ کولاى سي، تر هغه چي موږ يې اوس کوو، ځکه همدا پاکستان دئ چي له ډېر وخت راهيسي يې د دغه غورځنګ ملا تړلې ده، پاکستان کولاى سي چي طالبان ډېر آسانه د مخامخ خبرو مېز ته راکش کړي. که موږ هوښيار يو بايد د سوات پر طالبانو د پاکستاني حکومت د عملياتو ګټي حس کړو، چي څنګه يې په نزاکت سره هغونه چي امکان يې درلودئ ژر وځپل.
ما او پخواني سناتور جورج مک ګوورن زموږ په کتاب Out of Iraq کي په ګوته کړي دي، چي څنګه د افغانستان د بدلون دپاره يوه مناسبه تګلاره غوره کړو،  خو په لنډ ډول به ووايم، چي څونه موږ هلته ډېر وخت پاتېږو، جنګ به دوام لري او دا پر هغو ټولو کارونو باندي منفي اغېز کوي، چي موږ (امريکايان) ضرورت ورته لرو او ته يې بايد وکړې.
موږ بايد په افغانستان کي د برتانويانو او روسانو له تجربو څخه پند واخلو، ځکه چي دغه هيواد د هر بهرني ځواک قتل ګاه ده.
تاسي ته په درناوي
ويليم، آر، پولک

تبصره نسته

  1. واحد یار صاحب ، ډېره جالبه او عینی لیکنه دې ژباړلې ده چی د ترخو حقایقو څخه ډکه ده .هیله ده چی بارک اوباما پر دغه لیک څه نا څه غور کړی وی او پند ځنی واخلی او عملأ مثبت اقدام وکړی ، که نه هرڅه یې ممکن په زیان تمام سی . والسلام ( ن . صمد )

  2. دډاکټر صیب صمدنه په مننه :رښتیاهم دابه داوبامالپاره حیاتي وه چې دغو ډول نړیوالو مشوروته چې په دې وروستیو کې مطبوعاتو ته لاره موندلې اررښت ورکړي ځکه نوره جګړه پرته له دې چې دافغانستان اوامریکااتباع نورهم له ژونده بې برخې کړي بله پایله نلري په افغان اولس کې له دوی سره فطري نفرت موجوددی نو ځکه یې دجګړې له لارې دبریالیتوب چانس هم اوبو وړی بریښی واحدایار صیب ته دې الله تعالی خیرورکړی چې داډول لیکنې اوپه غرب کې پیښیدونکی حقایق ترافغانانو رسوي ځکه که دډول حقایق رابرسیرن شي ښايی دټولو خوپه دریځونو مثبت اثر وشیندي اودې یوې ښې ایندې لپاره له وخت تیاري پیل شي
    په محبت