کور / تازه خبرونه / سروې : افغانستان د نړۍ د فساد ککړو هيوادونو ۲ مقام ونيو

سروې : افغانستان د نړۍ د فساد ککړو هيوادونو ۲ مقام ونيو

د « شفافیت نړیوال جوړښتون » د برلین څخه په خپله کالنۍ سروې کی چی نن خپره سوه ، وایی چی افغانستان په نړۍ کی په شر او فساد ککړ هيوادونه دي . دا سروې په ۱۸۰ هېوادونو کی سوې ده چی افغانستان ۱۷۹ م دی . راپور وایی چی برما ، سوډان او عراق باالترتیب د افغانستان څخه مخکی دي ، حال دا چی د نړۍ لږ ترین مفسد هېوادونه نیوزیلینډ ، ورپسې ډنمارک او او درېیم سنګاپور دی . انګلستان اووه لسم او امریکا نولسم دریځ لری . راپور زیاتوی چی افغانستان د نړیوالی ټولنی څخه د بلیونونو ډالرو د ترلاسه کولو سره سره د نړۍ فاسد ترین مقام نیولی دی .