کور / تازه خبرونه / د زابل او بلخ چارواکي د وسلوالو طالبانو ادعاوي ردوي

د زابل او بلخ چارواکي د وسلوالو طالبانو ادعاوي ردوي

د زابل ولايت امنيتي چارواکو د طالبانو د وياند قاري يوسف احمدي هغه ادعا ردكړه چي ګوندي د يکشنبې په سهار يې په شاه جوى ولسوالۍ كي د بم په چاودنه كي شپږ بهرني عسكروژلي دي.
د زابل ولايت يوه امنيتي مسوول چي خپل نوم يې نه دى څرګند کړى، چاودنه تائيد كړې خو ويلي يې دي چي تلفات نلري.
په عين حال كې د بلخ ولايت سيمه ييزامنيتي چارواكي هم د طالبانوهغه ادعا رد كړې چي ګواكى د مين په چاودنه كي يې شپږ پوليس وژلي دي.
د شمال زون د پوليسو د قومندانۍ وياند لعل محمد احمدزي ويلي چي چاودنه شوې خو يوازي د پوليسو يو رنجر موټر په كي زيانمن شوى دى.