کور / شعر / شاعره اشنا

شاعره اشنا

کامله زرلښته طاهرته مي مجنون شه زه ليلا به دي شم
زړګی به  درکړم  دلربا  به دي شم
په  کوم نظر چي دي  ستا يلې  يمه
د هر  نظر ساده  ښکلا به  دي  شم
سوچونه  ورک  به دي له سره کړمه
وعده  کوم د خولې خند ا به دي شم
زړه  دي بايللي  تصور  کي  اشنا
يم  پښتنه  جا ر  د  وفا  به  دي شم
زما  شا عر ه   اشنا  ستا  د  غزل
د هر يو بيت ‌ټو له معنا به دي شم
راشه  وعده  د وصال  وکړه اشنا
د  پاکي ميني انتها  به  دي شم 
زه پښتنه « کامـــــــــــله » ژمنه کوم
د بيلتانه  د  درد  دوا به دی شم