کور / شعر / سلګۍ

سلګۍ

سپوږمۍ سلګۍ وهلي ستورو ژړل
ومه تنها راسـره ټــــــــــــــــــــــــــولو ژړل
 
دزړه په ســـرمې چې ستانوم ليکلو
ټــپــي ځــيــــــــــګرلره مې تورو ژړل

پلى روان وم ســـــــــــتاديدار لپاره
ويـنودپــــښولــره مې  سپورو ژړل

داستادحسن په زندان کې چې وم
که مې خندلې وئ سل نورو ژړل

چې دي ځولۍ غمونه راکړل راته
ماته مې ملاشوه راته سورو ژړل

اشنارقيب چې ستاترخوا ولاړ ؤ
هغه چې شور ؤ، ماپه زورو ژړل

خواته يې راغله ور ترغاړي وته
يارخوږياڼي  ورته په ورو،ورو ژړل