کور / شعر / غزل

غزل

چې مې له یاره دعا واخیسته او راغلم
ناهیلۍ! ما بریا واخیسته او راغلم
پس له دېنه به په یار باندې هېڅ نه شی
مایې ټوله بلاواخیسته او راغلم
زه په یو ګام تر اسمانه ځکه لاړم
چې مې تاته ښکلا واخیسته او راغلم
دې کمکی ریبار نور هېڅ راته را نه وړل
وایی زړه مې درزا واخیسته او راغلم
هلته ټول په ما په تنګ و قپرستانه
ما له ټولو فنا واخیسته او راغلم