کور / شعر / پښتون

پښتون

يمه پښتون څه ترهګرخونه يم
اوسم په کلې کې  دغرخونه يم

چې درڼاراباندي غــږ ونکړې
لاتوره شپه يمه ســحرخونه يم

شې به پرهر،پرهرهمداسې پاتي
خوږه ځيګر،څه ډاکټرخونه يم

له ماد اوښکودباران تمه کړه
شغلي له کومه کړمه لمرخونه يم

دارته مې مه خيژوه صبروکړه
دمرګ سزا ته برابرخونه يم

دڅه ميله وکړم خوشحاله شمه
اوس هم روژه يمه اخترخونه يم

چې له منګيوسره يوځاى راتلي
له انجونوډک هغه ګودرخونه يم

يوځلې بيا پرې حجره ګرموم
ترنګ درباب يمه خنجرخونه يم

دخوږياڼي زړه به موړنه شي له تا
لاانتظارکوم اوترخونه يم

دوشنبه ١٣٨٨،لړم١٨ مه ،سهار ٧بجې

يوه هيله

له ازغوډکې لارې مې تى کړې وي،ستادخړو خاورجوړې شوې جونکړې ته وروسته له ډېرو مزلونو نږدي شوى وم،ځان سره مې يوه لمن ستورې هم دتحفي په ډول دروړي وه درازونو ډکه جونګړه دي اوس هم دپخوا په څېرعجيبه ښکاره کيده ،هغه لوړو برجونو ته په کتلوله ستورو ډک لمن راځينې هم خوشي شوه اوتش لاس شوم،دخفګان سيالۍ راته دنفرت کلکه غيږه راکوله  خوبيا هم زه دسوچونو په درياب کې چې تاته اوس څه تحفه درکړم ډېرډوب شوى وم،هغه سترګې چې ستاليدوته له ډېرو مودې په  تلوسه کې وي راته مړي ښکاره کيدي،ځکه خودکايناتولخوا ستاجوړې شوې څېرې ته نه شوکتلى ستاپه يوځل ليدوښکاره کيده چې دمړوشوسترګوجنازه مې شوې وي ځکه خودځمکې په تل کې ورښکته کړي وي اولامې نورهم دښخولوهڅې کولي .
دپښوپه واسطه مې خپلومړوشوو سترګوته يونه څوقبرونه جوړکړل دى قبرونو لحد نه درلوده،ښکاره کيدل چې ځمکه هم ځاى نه راکوي ځکه خومې دسترګوجنازچې هرقبرته ښکته کوله تنګ او واپس به بهرراويستله .
ته اوس هم زما ترخوا ولاړوي،ستاڅخه دجدايي په وخت زماداوښکوډک سيلاب يوناڅاپه له کومې خوا راغي اوله ځان سره يې دتنهايې ټولې ګيلې تاته راوړي وي  سيلاب نورهم زيات شو، ويريدمه چې ته هم راسره پکې غرق نه شي،ته مې دڅپو څخه وړاندي کړي خوبيا هم دسيلاب څپوزما وژل شوي سترګې ستادسترګووچې دښتې ته دروړي  .
له تاځينې يوه هيله لرم چې زمادسيلاب څپودروړلې سترګې بيرته داوښکوپه سيلاب لاهونه کړي  يقين وکړه ستادغه عمل  به دبې وفايي لمن ټوله کړي اوستاله اتو تورو جوړشوى نوم به دوفادارۍ دجدول په سرکې ځان ته ځاى جوړ کړي .