کور / ترخې خبري / دچمن عامه کتابتون د ځايي پوليسو استوګن ځای دی

دچمن عامه کتابتون د ځايي پوليسو استوګن ځای دی


په عيسوي سنه ١٩٩٨ م کال دلته په چمن کي د پخواني صوبايي حکومت لخوا د لکونو کلدارو په لګښت د يوۀ کتابتون ودانۍ جوړه کړل سوه چي بيا وروسته د پخواني والي اميرالملک مينګل په لاس دپټۍ په پرېکولو سره پرانيستل سو ، بايد ووايم چي د دې کتابتون ودانۍ څه په دې راز ده يؤ لوی هال يا تالار چي د مطالعې دپاره ورپکي ګڼي څوکياني او مخته يې په ترتيب سره مېزونه ايښودل سوي وو ، بله لو يه پخه خونه د کتابونو لپاره ځانګړې سوې وه چي ورپکي شاوخوا المارياني او په هغه کي د بېلابيلو ژبو په زرګونو کتابونه اوډل سوي دي ، بله عصري او ښايسته خونه چي د دې کتابتون د دفتر په نامۀ نومول سوې ده چي شاوخوا صوفه څوکياني ورپکي ځای پر ځای سوي وې په دې دفتر کي به د کتابتون مسؤل کس له ماپښين څخه تر ماښام پوري د دوو نورو نوکريوالانو سره پرته له رخصتۍ ورځي هره ورځ راتللو.
دا کتابتون ، د ملاسلام پبلېک لائبرېري په نامۀ ياديږي د دې د جوړېدو او فعاليت په موخه د سيمي فرهنګي شخصيتونو شاعرانو او ليکوالانو نه ستړيکېدونکي هلي ځلي او خدمتونه تر سره کړل چي په پايله کي يې دغه کتابتون په وجود کي راوستۍ ، څه موده په منظم ډول د چمن د سيمي ليکوالانو او شاعرانو ادبي او فرهنګي ناستي ، مشاعرې او سيمينارونه ورپکي جوړ کړلو.
دا کتابتون چي د کوم درانۀ شخصيت په نامۀ دی هغه دی ارواح ښاد سلام بابا دا زموږ د پښتو ادب په کلاسيکو شاعرانو کي شمېرل کيږي نوموړی د شاه امان الله خان غازي د دورې ويښ او وطن پال پښتون شاعر وو چي د چمن د سيمي وو دا وخت په پښتو ادبي نړۍ کي موږ ته د سلام بابا درې ګټوري او اغېزمني شعري ټولګې راپاته دي.
١ سوسن چمن  ٢ طلب مذهب  ٣ زردانه ګل.
زموږ د چمن د سيمي د پښتنو اديبانو او شاعرانو دغه ګډه تاريخي او ادبي اثاثه چي د سلام بابا د کتابتون په نامۀ ياديږي څلور کلونه کيږي چي د اديبانو او شاعرانو پر مخ تړلی دی له همدې اوږدې مودې راهيسې هيڅ راز ادبي ناسته ، مشاعره او سيمينار دلته په دې کتابتون کي نه دي ترسره سوي.
د سيمي د بعضو فرهنګ دوښمنو افرادو لخوا دغه کتابتون د اې ټي ايف په نامۀ د پوليسو يوې ډلي ته وسپارل سو چي دغه د پوليس چارواکي دلته د دې کتابتون په دريو واړو ودانيو کي د ذکر سوي مودې راهيسې استوګنه کوي او ورسره د خوراک او چښاک تقاضاوي هم دلته ترسره کوي ، اوس نو دلته د قلم پر ځای توپک حاکم دی هيڅوک هم دلته د مطالعې  او علم ډېوه نه بلوي او نه دلته دا ډېوې ته کوم پتڼ پرېښودل کيږي.
کومو درېو کسانو چي د کتابتون د سمبالښت او فعاليت په برخه کي کار کاوه د هغو معاش هم له ډيرو مياشتو راهيسې نه ورکول کيږي يؤ مخ يې معاش وربند کړل سوي دي.
پښتو ادبي تړون چي په چمن کي يوه فعاله ادبي ټولنه ده تېره ورځ يوه ادبي ناسته په چمن ښار کي وکړه د ټولني دې غړو برخه پکي واخيستله.
عادل اڅکزی ، شېربهادر اڅکزی ، مطيع الله شاهين ، عبدالغفارمظلوم جان ، نعمت الله پښتون يار ، نذرمحمد درمان ، سيدمحمد ارين ، عبدالوهاب ولي ، روزي خان وطنوال ، ماسټراميرزمان او نور.
دې ټولو قلموالو په خپل نوبت سره د کتابتون په اړه خپلي ادبي ويناوي وکړلې چي د ټولو د خبرو غور چاڼ او لنډ غوندي اقتباسات څه په دې راز دي.
موږ د پښتو ادبي تړون چمن ټول حاضر غړي د دې ادبي ناستي له لاري په يوه خله د سلام با با پر کتابتون د اې ټي ايف پوليس ډلي ناروا قبضه په سختو ټکو غندو او دا ناوړه عمل د قلم او ادب پامالي ګڼو ، سلام با با کتابتون چي د سيمي د اديبانو د مطالعې د مرکز او د ادبي او علمي غونډو په موخه د ډېر لګښت په لګولو سره د وخت او زمان په تېرېدو سره جوړ سو خو له څلورو کلونو راهيسې د اې ټي ايف پوليسو ورپکي خپله نظامي قرار ګاه او مېشت ځای جوړ کړی دی دا تش او تش د چمن دسيمي د شاعرانو او ليکوالانو پر حقوقو تېری نه دی نو بل څه دي.
که څه هم موږ په وارو وارو له مخورينو او چارواکو سره په دې اړه خبري اتري کړي دي خو پرته له عرضي اطمينانه بل څه نه دي لاس ته راغلي  موږ د تېر په څېر د اړونده لوړ پوړو چارواکو څخه جدي غوښتنه کوو چي ژر تر ژره دي دغه ذکر سوی کتابتون  د سيمي د ليکوالو او شاعرانو په مستحقو لاسو کي ورکړي تر څو دوی بيرته دعلم و ادب ډېوه خپلو ښاريانو ته پخپلو هڅو وځلوي.
موږ د پښتو ادب نورو مينه والو او علاقمندانو ته هم خواست کوو چي په دې رنځېدلې ادبي پېښه کي دي زموږ ملاتړ او قلمي او فکري کومک او مرسته وکړي تر څو په دوامداره ډول زموږ کرږي د کڼو چارواکو تر غوږو ورسيږي.
په درنښت
پښتو ادبي تړون چمن
 00923022245352
adalachakzai@yahoo.com

تبصره نسته

  1. داسلام ترقبلېدووروسته دپوره خوښۍاوارام احساس کوم (جان هري)

    عبدالغفارجُبیر

    دکوچنوالی څخه می دخپلوهمزولواوهم صنفیانوڅخه د (God) ګاډ(خدای)، لفظ اوردېده اوحیران په دې وم چی ګاډڅوک دی؟ څه کوی؟ څه کولای سی؟ چیری دی؟ اودخلکوسره څه تړاولری؟ داټولې پوښتنې زماپه دماغ کی بې ځوابه وی، په دې وخت کی زه په پنځم ټولګۍ کی یم، یوه ورځ استادې وموږټولوته وویل چی کلیسا ته ځواوهلته به دخدای په رحمت وپوښل شی هلته به دعاوی وکو، ذهنونه به مونورهم پراخه اوروښانه سی، اوستاسولپاره به تفریح هم سی، ماله اوستاذې څخه په معصوم اواز وپوښتل: ایاخدای هلته اوپه چاشی زده کوی اوذهنونه پراخه کوی؟ دې وويل: هو! اوس به خدای وینوموږټوله په یوه خړرنګه لارۍ کی سپاره سو اوکلیساته ولاړو، ماله اوستاذې څخه وپوښتل: کمه دی خدای؟ اوستاذې موږټوله ویوې وړوکې کوټې ته ورویستو چی یوسړی انځورسویدی، چی دهغه ژړغوندی ویښتیان چی پرمخ راځوړنده دی، څه شین وږمه سترګې ئې په مخ کی دی، اوولاړدی اووموږته ګوری، استاذې وموږته ددې انځورپه هکله تفصیل راکی چی داعیسی علیه سلام دی اودادخدای ځوی دی، زمایوې ملګرې (Skate) وپوښتل چی دادخدای زوی دی نوخدای چیری دی؟ اوداڅنګه دخدای زوی دی چی زموږپه شان سترګې ، غوږونه، مخ اولاسونه لری، خواستاذې ئې په خوله کی ناړې وروچې کړې اوپه (Shut up) سره ئې ورته په قهراوپوره غصه ځواب ورکړ؛ زمادمخ بڼه یوڅه بدله شول داځکه چی مابله پوښتنه کوله، دکلیسا مشرولاړووهغه بیاموږته یویوچاکلیټ راکی، هلته موږته دمقدس انجیل (ددوی په اند) یوه کیسه هم واورول درخصتېدوپرمهال ئې موږته دکلیسادمشرله خواڅخه یوه یوه تحفه هم راکړه، ومکتب ته راورسېدو دازمادژوندیوه خاطره وه۔
    کله چی زه ونهم اولسم ټولګۍ ته ولاړم نوپه هرڅه باندی پوهېدم، کله به می له ځانه سره دافکرکاوه چی ولی موږوعیسی علیه سلام ته خدای اویاهم دخدای زوی وایو، ده خوهم زموږپه شان خوراک کاوه، څښاک ئې کاوه، اوضرورت ورته پېښیدی، دردئې درلودی، لوږه اوتنده ئې درلوده نومی هوډوکړچی درېښتنی خدای په پیداکیدوکی ، ای خدایه!!! راسره مرسته وکه، په تدریجې ډول سره دمسلمان، یهودی، هندو، سکهـ، بودایی اونورومذهبې خلکودنومونواوکړووړوسره اشناشوم، چی په دغه دین کی خلک څه کوی اوپه هغه دین کی خلک څه کوی اودخدای تصورڅه دی؟ یوسکهـ دوست (Lal Singh) می درلودی اوورته می یوه ورځ وویل چی ستاسی خدای څوک دی؟ ده ځواب راکی چی زموږخدایان ډېردی، یودباران خدای دی بل دڅه شی اوبل دڅه شي خدای، له ځانه سره می وویل چی خدای خویودی اوستاسوخوزموږ (عیسایانو) څخه لاره ډېره ورکه ده چه وهرشی ته خدای وایاست ؛ کله چی وپوهنتون ته ولاړم نوهلته بل شان اتوموسفیروو، هلته دهرې عقیدې شاګردان شتون لری اوهریوپه دې انددی چی موږپرحق یو، ماداسی مهال وېش جوړکړچی دهرمذهب والاسره به ګورم دخپلې ملګرې (Glory) سره می داخبره شریکه کړل، هغې راته مشوره راکړه چی دهرچاسره وګوره البته دمسلمانانوسره به نه ګوری، هغه ډېرخطرناک دی، دادانسان یوطبعی ځانګړتیاده چی هرشی نااشناوی وهغه ته دسړی تلوسه ډېره وی ، مطلب داچی ومسلمانانوته می تلوسه ډېره سوه، دپوهنتون په اول کال می ډېرښه درسونه ولوستل اوهلته طبعی ده چی روحې پرېشانۍ ډېرې دی، ارام نشته، یوه وجه ئې داده چی هلته نشې، شراب، فحاشی اوداسی نورپه زرهاووناوړه کارونه دی چی په یورپ کی 87% خلک دطبعي خوب څخه محروم دی، چی زه هم یوله هغوڅخه یم، زماهم صنفېانوڅخه یوه دنه ارام اوروحی فشارله کبله ځان ولوی تمساحو(Crocodiles) ته په پارک کی ورواچاوه، اووماته به ئې ویل: زه ارام نه لرم اوځان به دحیواناتوخوراک کړم۔ بل ئې خپل ځان پر (Express High Way) تراورګاډې لاندی کړ چی غوښې اوهډوکی ئې پرهغه ځان سره اوبه شول، اود (Newsweek) دخبرپه حواله یواځی په برتانیه کی هرکال( 1322 شاګردان خپل ځانونه وژنی دډېرې پرېشانۍ له کبله کله په نیکټایی ځانونه زړوی اوکله په زهروځان وژنې اوکله هم زیاته نشه وکی اوداسی نور۔۔۔۔۔
    زماپرېشانې هم ورځ په ورځ زیاتېده، ، پوهنتون می وپایته ورساوه، ډېرژریوه وظیفه هم راته پیداسوه، په اقتصادی لحاظ سره هم ښه وم، و(Night Club) ، (Private Beach) ته کله د (Glory ) هم تللم، خوزمافکرډېراولوی مشکل داوچی طبعي خوب می نه درلوی اوکله به می لکه لېونی دخوب ګولۍ (Sleeping Pills) کله به می پلاستراواکثره وخت به می زیاته نشه په شرابوکوله، چی ترساعتونو ساعتونوپوری به نشه وم، چی ددې حالت څخه می هم ډېرخوندنه اخیستی؛ یوه ورځ زه او (Glory) دواړه په بس کی سپاره وه او (National Theme Park) پرلاره روان وواوداسی می ورته وویل: زه په برتانیه کی چی څه مذهبونه دی هغه ټول څکم پرهریوه کی چی می داطبعي خوب اوسکون پیداکړهغه به ترمرګه منم اوته به می ملګرې کوې، دې راته وویل داسی مذهب به نه وی هغه که وو هغه به (Christianity) عیسایت دی ، ماخبره ورغبرګه کړه چی په دې کی خوهیڅ ارام نشته اودکوچنوالی څخه ئې زه په دې لټه کی یم داصرف پرخیالاتوولاړدی ، اوبس؛ یوه ورځ یواځی دلندن ومرکزی جامع جومات چی دټولومسلمانانوځای دی ولاړم، اوس زه په دې راغلی یم چی دمسلماناحال وګورم چی اسلام دخدای په هکله څه تصورلری، اوخپل مشکلات ویوه عالم ته وړاندی کم، اوحال داچی هره ورځ مسلمانان دترهګرواونفرت کوونکوخلکودډلې څخه دی، اوپه دې نامه سره زموږپه ټولنه کی شهرت لری، اوبلی خواته زمادماغ هم داسی جوړدی، چی دمسلمان له مخ څخه می نفرت اوکرکه کېده، ودې جومات ته داخل شوم اوډېرمسلمانان وځی اوراځی، کله چی دجامع وانګړته داخل سوم، نویوروښانه مخ درلودونکی انسان چی سپینې جامې ئې په ځان وی، سپینه بګړې ئې پرسروه ناست ؤو خلکوته دویناپه حال کی وو، زه چی جومات په احترام ناستی اوپاستی نه پوهیدم وهغه ځای ته چی دانورانی سړی خبرې کوی دګوټوسره ورغلم، دیوه ښه نورانی ځوان راته فکرشو راولاړسوراته ئې وویل چی دامقدس ځای دی اولطفاخپل څپلې وخېژوه، ماوکښلې اوده راڅخه واخیستې، په ډېره مینه سره هلته ورویستلم اوبیان لامخکی پیل وو، دخبروکولوپرمهال دانورانی پوخ سړی خوب زنګوی دوې خبرې به ئې وکړې، بیابه ئې سترګې پټې سوی بیابه ویښ سو اوبیابه ویده سو، ماله ځانه سره فکروکړچی مسلمانان خوشراب حرام ګڼی داڅنګه خوب ورځی لکه نشه چی وی، په دې جریان کی می ددې ځوان څخه وپوښتل : دې کومه نشه کړېده؟ ده ځواب کرارپه غوږکی راکی چی داعرب شیخ دی اووموږته لارښوونې کوی، اودادخدای دوست دی، اوداداسلام برکت دی چی ده ته دومره طبعی خوب ورځی، ماورته وویل چی دومره طبعی خوب دانه منم ځوان راته وویل چی پنځه دقیقې وروسته به ته خپله ددې شیخ سره ووینی۔ دجامع جومات ویوې ستینې ته می ځان ورایله کړاوپه دې فکرکی یم چی داڅرنګه نورانی انسان دی، اوپه موږعیسایانوکی خوفېشن والاډېرزیات دی اودومره نورنه پکښې ځلیږی، دمعمول سره سم وخت پوره شو شیخ لاهم هغسی خوب زنګوی، ځوان زه دهغه ملاقات ته ورریستم شیخ له ماپوښتل چی څوک ئې اوله کومه ځایه راغلی یی؟ ماورته وویل: زه (Jhon Herry) یم اوستاسره وینم، اورزیاته می کړه چی وتاته داڅنګه خوب درتلی؟ شیخ وویل: داداسلام اوقران برکت دی، ماورته وویل په اسلام کی وماته داسی شی وښایه چی وماته هم ستاپه شان طبعی خوب راولی، شیخ راته وویل چی غُسل به وکی هغه په اسلامی طریقه سره اوبیایی یوجهت راوښایه چی دقبلې لوروو او دايی راته وویل چی ښی لاس به ترخپل سرلاندی کړی پربغل به پرېوځی اوداتوری به وویی: لااله الاالله محمدرسول الله، څرنګه چی عربی زمالپاره ډېره مشکله وه نویوکتابګی یی راکی چی په هغه کی دکلمې تورې، مانااوتلفظ ټوله په انګلیسی ژبه لیکل شوی وو، دځان سره می وویل چی ځه امتحان خوبې کې، چی ایادادین حق دی اوکه ناحقه دی، که پرحق وونودرته به په دې یوه خبره درته معلوم سی، روان سوم وکورته ولاړم، کله چی وکورته ولاړم نوداوخت زماښځې (Merry Herry) مری هری، دماښام ډوډۍ تیاروله، هیڅ می ورته وه نه ویل دډوډۍ دخوړولووروسته و(Bath Room) غُسل خانې ته دغُسل کولولپاره ولاړم دغُسل څخه وروسته بغیردشراب خوړولونیغ وخپل وطاق ته ولاړم، دروازه می بنده کړه چی بیامی څوک مزاحم نه شی په کوم ترتیب چی شیخ راته ویلی ووپه هغه لور اوهغه بڼه سره پرېوتم اوهغه توری می وویل پردغه وخت می له ځانه وویل چی ای لویه خدایه زه ستا په لټه کی یم هغه دین چی ستادی هغه وماته راپه نصیب که اوحقه لاره راوښایه، درې واره می لاداکلمه(لااله الاالله محمد رسول الله) نه وه پوره کړی چی په داسی خوب ویده سوم چی په ځان نه یم خبر ددروساعتونوڅخه وروسته Merry Herry دروازه ټکولې ده، کوم ځواب ېی نه کی پیدانوپرخپله لاره تللې ده چی ځه ستومانه به وی اویابه ئې ډېرشراب خوړلی وی، زماملګرېGlory ګلوری هم په نیمه شپه کی راغلې ده اوپوښتنه ئې کړېده چی Jhon چیری دی؟ اوچیری تللی وو، هري ورته ویلې ووچی هغه ستړی ستومانه راغی دډوډۍ څخه وروسته بیده شو اوزماسره ئې کومی خبری نه دی کړی، دشپې پریوې بجې بیا Glory دروازه ټکولې ده اوزه په هیڅ خبرنه یم، دوی دواړوفکرکړی دی چی جان اودومره خوب داسی نه چی دډېرې نشۍ څخه مړشوی وی، دواړوپه ګډه سره چی څومره وس پکښې ووهغه ئې کړی ووخودروازه نه خلاصیږی اونه هم دجان له لوری کوم ځواب راځی، دواړوپه چیغوچیغوسره وپولیسوته خبرورکړی دی، چی جان مړدی پولیس راغلی دی په داسی حال کی چی دروازه په برقی ارې سره پرېکوی زه ئې په اوازسره راویښ شوم، دماغ می ډېرارام اوتازه وو، زه دروازې ته ولاړشوم چی داڅه ږغونه ، زوږاوچیغې دې، چی دروازه می خلاصه کړه نویواځی کوردپولیسونه ډک وو، Glory په غیږکې ونیولم پولیسو ئې له غیږڅخه کش کړم اوامبولانس ته ئې واچولم، زمامیرمن اوGlory په بل موټرکی دپولیسوسره سپرې شولې، اوروغتون ته ئې بوتلم، ماورته وویل چی څه پېښه ده اوپه ماڅه سوی دی؟ ماپرېږدی ماپرېږدې!!! دپولیسومشرراته وویل چی تاډېره نشه کړېده اوس خبرې مه کوه دتداوی څخه وروسته به حال راته ووایی، ماورته وویل By God په خدای ماهیڅ هم نه دی خوړلی اوټوله کیسه می دپولیسومشر، Gory او Herry ته وکړل دکېسې کولوپرمهال می داسلام دډېرشوق اوخوندڅخه ترسترګوبې اختیاره اوښکې راایله وې، او Glory ته مخ ورواړاوه چی قسم په خدای چی دادین حق دین دی ، اوکه ته او Herry زماپرلاره ولاړنه شی نوزه همدااوس ستاسوڅخه پردی یم اوستاسوهیڅ پرواهم نه کوم؛ دلته زه ډېراحساساتی سوم ډېرڅه به می د اسلام دریښتینوالی په هکله ویلی وی، خوپه اخرکی می داهم ورته وویل چی داپه واقعیت کی الهی دین دی دڅوتوروپه ویلوسره په ماکی دومره بدلون راغی اوداسی خوب می وکړچی اوس زه دپوره ارام اوسکون احساس کوم کومه خوشحالې چی زه نن لرم دهغې ادراک تاسی نشی کولی، قسم په خدای چی دادین ریښتینی دین دی له هغه ځایه څخه زه مېرمن اوGlory وهغه جامع جومات ته ولاړواوشیخ ته می ټوله کیسه واوروله، ماچی کله داکیسه ورته کوله نوزما، زمادمېرمنې اوGlory اوښکی بهېدې اوګرېوانونه موټول لانده شول ، په دغه ورځ ټولوپخپله خوښه سره دنورمسلمانانوپه وړاندی موکلمه د، اشهد لااله الاالله واشهدان محمد عبده ورسوله ، وویله اومسلمانان شولو، زما اوHerry نکاح هلته ددوهم ځل لپاره وتړل شول، یوه یوه دقران کریم نسخه اوډېراسلامی اړین کتابونه ئې راکړل، داورځ 11، 12، 2008 دسې شنبۍ ورځ و، اوس موږټوله دپوره خوښې اوارام احساس کوو، اوپه عمرکی مونوی دژوندنوې دروازه پرانستل شوه، ټولې پرېشانیانی، فکرونه اوناخوالې مو ختمې شوی۔

  2. salamoona
    bad la salama a zama khwago pashtanoo wrono sabar oki QYAMAT RA RAWAN DI ALLAH BA WARSARA HISAAB AW KITAAB KAWEE.
    MANANA…………!!