د جاپان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چي هيواد به يې د افغانستان له بيارغوني سره په راتلونكو پنځو كلونو كي پنځه ميليارډه ډالره نوره مرسته هم وكړي
د جاپان د بهرنيو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ اعلان وكړ چې ددغه هيواد نوې مرسته به د افغاني پوليسو په روزلو، كرني، او د بيارغوني په زياتو پروژو باندي ولګول شي
د جاپان حكومت يو له هغو سترو مرسته کوونکو هيوادونو څخه دي چي، د تيرو اتو كلونو په موده كي يې له افغانستان سره يو عشاريه اته ميليارډه ډالره مرسته كړي