ولسمشرحامد كرزى د اسلامي هيوادونو د سازمان په اقتصادي غونډه كې د ګډون لپاره نن سهار په دوه ورځني سفر تركيې ته ولاړ.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر په يوه خپره شوې اعلاميه كې ويلي چې د اسلامي هيوادونو د اقتصادي همكاريو د كميټې پنځه ويشتمه غونډه د ځينو اسلامي هيوادونو د مشرانو په ګډون جوړه شوې او ټاكل شوې ده، چې ولسمشركرزى هم په دوشنبه دې غونډي ته خبرې وكړي.
د جمهور رييس د وياند مرستيال سيامك هروي ويلي چې ښايي ولسمشركرزى ددې كنفرانس په څنډه كې له تركي چارواكو او د اسلامي هيوادونو له يو شمير مشرانو سره هم وګوري.